د سولې سږنۍ نوبل جایزه؛ د ایتوپیا صدراعظم ولې وګټله؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د ایتوپیا صدراعظم آبي احمد علي د ۲۰۱۹ میلادي کال د سولې نوبل جایزې ګټونکی اعلان شو.
دا جایزه هر کال د ناروې د نوبل کمېټې له لورې په مختلفو برخو کې هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې اړونده برخه کې یې زیات کار کړی وي او لاسته راوړنې لري.
دغې کمېټې د جمعې په ورځ وویل، چې د سولې برخه کې ټولو نه وړ کس سږ کال د ایتوپیا صدراعظم آبي احمد علي دی.
ولې آبي احمد؟
د نوبل جایزې کمېټې ویلي، چې آبي احمد علي ته ځکه سږ کال د سولې برخه کې جایزه ورکوي، چې هغه له خپل شمالي ګاونډي هېواد اریتره سره د سرحدي مناقشې په حل کې پوره زیار ویستی.
د دې ترڅنګ هغه په دې هم ستایل شوی، چې د افریقا په ختیځ او شمال ختیځ دواړو برخو کې یې د سولې هڅې پياوړي کړي او ملاتړ یې ورڅخه کړی.
آبي احمد علي څوک دی؟
آبي احمد علي د ایتوپیا د پوځ پخوانی افسر دی. هغه له پوځ سره په استخباراتي برخه کې اوږده موده دنده ترسره کړې ده.
دی په ۲۰۱۸ کې د ایتوپیا فیډرالي جمهوریت د څلورم لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
دی واک ته له رسیدو سره وتوانیده، چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې پراخ اصلاحات راولي او هم د ایتوپیا ۲۰ کلنۍ دښمنۍ حل کړي.
دا لومړی وزیر ۴۳ کلن دی او ویل شوي، چې د بریاوو یو لوی دلیل یې د ولسمشر ایسایاس آفورکي نیږدې همکاري ده.
نور نوماندان
مخکې د سږنۍ نوبل جایزې په احتمالي ګټونکو کې د یو شمېر نورو کسانو یادونه شوې وه.
په دې برخه کې د چاپېریال ساتنې مشهور او نړیوال فعال گرتا تونبرگ، د المان صدراعظمه انګیلا میرکل او د هنګ کنګ د بشري حقونو یو مشهور فعال د دغې جایزې له احتمالي ګټونکو څخه یادیدل.
د دوی ترڅنګ د یونان او شمالي مقدونیا د صدراعظمانو نومونه هم په دې برخه کې د یادونې وړ ګڼل کیدل.