هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

ایا ټول خلک زرین وخت لري؟!

هرڅوک د ورځنیو چارو لپاره یو ځانګړی وخت او ساعتونه لري، چې له نور وخت ډېر ارزښت ورکوي. دې ته په کتابي ژبه زرین وخت (Golden Time) وايي، چې د لمر له پرېوتو سره پیلیږي.

د ولسمشرانو تر ټاکل کېدو وروسته د هغوی لومړنۍ ۹۰ ورځې د هغوی زرین وخت دی.

ټلویزیونونه د مازیګر له شپږو نه تر ۱۰ بجو پورې خپل وخت د Golden Time په نامه خورا ګران پلوري. دفتري مدیران د سهار د اتو بجو وخت خپل زرین وخت ګڼي، ځکه د اتو او اته نیمو بجو په ناسته کې ټولو کارکوونکو ته د هغوی ورځنۍ دندې او کاري پلان ور وېشي.

زه په خپل دفتر کې تر ټولو ښه کاري وخت په هیڅ وجه په نورو چارو نه ضایع کوم.

معمولا سهار اته تر نهو او ماسپښین له دوو تر شپږو بجو پورې زما د کار مهم وختونه دي. په دې وختونو کې نه له چا سره د لیده کاته غیر ضروري ژمنې کوم او نه هم چېرې کومې مېلمستیا او نورو چارو ته وځم. خپګان دې په کې نه وي، له پنځو تر شپږو بجو پورې خو د ډېرو ملګرو ټیلیفوني اړیکو ته هم ځواب نه وایم. په دې وخت کې مې فکر پر خپل کار متمرکز وي. له نهو تر ۱۲ بجو پورې وخت داسې دی، چې زه خپل ټول دفتري، اداري او له بهره د مېلمنو او غونډو او ناستو چارې په کې تنظیموم. برېښنالیکونه، ویب پاڼې، فیسبوک او نور دا ډول چارې ټولې په همدې وخت کې کوم.

موږ باید دا درک کړو، چې په کوم وخت او کومو چارو کې مو د کار پایلې ګټورې دي.

کله مو، چې دا درک کړه همدغه وخت او کار ته باید تر نورو ډېره توجه ورکړو. زه یوه بېلګه درکوم. یوڅوک د ښوونځي په خوله کې کورني بولاني خرڅوي. لازمه نه ده، چې هغه سهار وختي بولاني راوړي او تر لسو بجو ساړه سمبوخ شي. د هغه د مشتریانو وخت معلوم دی. معمولا لس بجې او یا د رخصتۍ په وخت کې زده کوونکي له ښوونځي راوځي او همدا وخت خوراکي توکي پیري. بولاني پلورونکی باید تر ټولو وختونو ډېر پر دغه وخت تمرکز وکړي. په بله بېلګه کې که قرطاسیه پلورونکی په تفریح او رخصتي کې له دوکان نه غایب شي، دی د خپل تجارت او کاروبار تر ټولو ارزښتناک ساعت له لاسه ورکوي. دا ساعت به د هغه د ټولې ورځې د سودا ساعت، یا د هغه د ټولې ورځې د زحمتونو محصول وي.
د نوماندانو تر منځ انتخاباتي سیالۍ دي، ټلویزیونونو زمینه برابره کړې او هر یو ۱۰ دقیقې وخت لري.

که دوی خپلې خبرې په اوږدو مقدمو پیلوي، اصلي مسئلې ترې پاتې کیږي او وخت یې پوره کیږي. تاسې به په ولسي جرګه کې ډېر داسې کسان لیدلي وي، چې تر څو اصلي مسئلې ته راځي وخت یې پوره شوی وي او مایک یې ترې قطع کړی وي. که یوڅوک دغه طلايي وخت وپېژني، په هېڅ ډول یې له لاسه نه ورکوي.
زرین وخت یوازې د شرکت او دفتر د رییس او کارکوونکو نه دی. هر څوک زرین وخت لري. ورزشکار، نانوای، سوالګر، قصاب، خټګر، راشپېلوال یا واوره اچوونکي او… ټول خپل زرین وخت لری او ډېر یې پر درک کولو هم پوهیږي.

کله، چې داسې ده، نو راځئ خپل طلايي وخت تشخیص کړو او ارزښت ورکړو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */