افغانستان اقتصاد ژوند بڼه

ننګرهار کې له سرو زرو د بېلابېلو توکو جوړولو ۷۲ فابریکې کار کوي

لیکنه: ګلاب هېواد

په ننګرهار ولایت کې د زرګرانو اتحادیې مسؤلین وایي، په دې ولایت کې د سرو زرو څخه د بېلابېلو توکو د جوړولو ۷۲ فابریکې فعاله دي چې په کې ۲۸۸ تنه مسلکي کسان پر دندو بوخت دي .

د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبر کې ویلي چې په دې ولایت کې د زرګرانو اتحاديې مشر حاجي ممتاز وایي:

 « زرګران ۴۲۱ هټۍ او ۷۲ فابریکې لري چې په کې ۱۱۳۰ تنه د سرو زرو د بېلابېلو توکو په جوړولو او پلورلو بوخت دي.»

خپل کارکوونکي او خپل تولیدات

د زرګرانو د اتحادیې مشر یاتوي؛ پخوا به یې د نورو هېوادونو څخه بېلابېل توکې را لیږدول، خو وروستیو کې د سرو زرو په برخه کې نوي سلنه خپل تولیدات بازار ته وړاندي کوي.

هغه وايي:

«اوس مو د بهرنیانو پر ځای ټول مسلکي کارکوونکي افغانان ګمارلي او کار کوي.»

د سرو زور بازار

د اتحادیې مشر ویلي؛ په دې ولایت کې هره ورځ تر لس کیلو پورې سره زر پلورل کیږي.

هغه ددې ترڅنګ وايي:

«پخوانۍ طلا اخلي او ترې نوي توکې جوړوي،په لابراتوار کې یې پاکوي او له هغې وروسته یې د بیا ځل لپاره بازار ته د پلور په موخه وړاندې کوي.»

د زرګرانو اتحادیې د مشر په وینا د سره زرو د معیار معلومېدو په موخه ځآنګړې کمیټه لري،ترڅو غیري معیاري توکې بازار ته را نشي.

برښنا او سل سلنه خپل تولید

د زرګرانو د اتحادیې مشر حاجي ممتاز په وروستیو کې د برېښنا ستونزې حل کېدو څخه هم خبر ورکړ، خو په وینا یې که یو شمیر نورې ماشیندریانې را ولیږدوي، سل سلنه به خپل تولیدات او بازار ولري .

د طلا کیفیت معلومولو اسانتیا

د سره زرو د کیفیت د معلومیدو د لابراتوار مسؤل اجمل وایي، دوی ته له زرګرانو او نورو څخه سره زر ور لیږدول کیږي چې په لېزري لابراتوار د سره زرو کیفیت معلوموي، له هغې وروسته یې په اړه اتحادیې او اصلي خاوند ته مالومات ورکوي .

د خلکو په خوښه ډیزاین

رسنیز دفتر لیکلي؛ د عتیق الله په نوم زرګر وایي، اوس مهال د سره زور په بنګړیو، غوږوالیو، لاکټونو، غاړکیو او نورو کې نوې ډیزاینونه راغلي او په دې ولایت کې یې خلک هم ترې غوښتنه کوي چې پخپلو فابریکو کې ورته د خلکو د خوښې ډیزاین جوړوي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد

تبصره مو ولیکئ