بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د هدف په وړاندي ۷ جدي خنډونه وپېژنئ!

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

کله چي پر لويه لاره سفر کوئ، شه ده چي د لاري خنډونه هم وپېژنئ. ځکه نه غواړئ چي ټکر وکئ او وسوځئ. همدا موضوع د بریالیتوب پر لور زموږ سفر هم تر خپل مصداق لاندي راولي. موږ باید ټول هغه شیان وپېژنو چي زموږ د بریالیتوب او هدف پر لور زموږ خنډ ګرځي. لاندي د بريالیتوب په وړاندي هغه ۷ ډېر رایج خنډونه ذکر کوو:

۱ـ وېره

بېره د بريالیتوب یوه له ډېرو بدترینو دښمنانو څخه ده. کله چي وېره ستاسي پر شاوخوا باندي خپلي حساسي ريښې راګرځوي او تاسي خپل بندېوان کوي، هیڅکله به ونه توانېږئ چي خپلو اهدافو ته ورسېږئ. موږ باید د خپلي وېري سره مخامخ سو. وګورو چي وېره ولي رامنځ ته سوې ده؛ دلیل ئې پیدا او له منځه ئې یوسو او خپلو اهدافو ته په پوره علاقمندۍ سره ځانونه ورسوو.

پر وېري باندي غلبه او نوو نظریاتو او نوو مېنو ته د رسېدو په خاطر ګام پورته کول داسي څه دي چي بریالیتوب تضمینوي. نن له چشي وېره لرئ؟ کومه وېره له منځه یوسئ چي وکولای سئ خپلو هیلو ته ورسېږئ؟ کله چي مو خپلي وېري وپېژندلې، بیا نو هغه کار ته لاس واچوئ چي خورا ډېر ستاسي د ترس سره په ټکر کي دئ. دا کار په سهي لاره کي په لومړني ګام اخیستلو سره، ستاسي وېره مغلوبوي.

۲ـ لټي او ناعلاقمندي

د ډېریو افرادو د بریالیتوب په وړاندي ډېر رایج ترین خنډ د هغه کار کولو له پاره د سېک او انرژۍ نه درلودل دي چي وروستنۍ سطحي ته د حرکت سبب کېږي. هغوی داسي یوه ټکي ته رسېږي چي د آسانۍ او راحتۍ احساس کېږي او وروسته د تل له پاره خیال پلوونه وهي. لټ او بې علاقې کېږئ مه؛ حرکت وکړئ او ځان مجبور کړئ چي له خيال پلوونو څخه راووزئ.

۳ـ عزم او ارده نه درلودل

ډېری وختونه مسابقه له ماتي سره مخامخېږي دا ځکه چي مسابقه لا ختمه سوې نه ده. هدف په مایله سطحه یا تپه کي دئ. عزم ولرئ. ادامه ورکړئ. یوه بله تپه یو بل کونج.

د املاکو له پاره ویل کېږي درې ټکي ډېر مهم دي:”  موقعیت، موقعیت، موقعیت “ . د بریالیتوب او هدف په لاس راوړلو په برخه کي هغه درې ټکي عبارت دي له:”  عزم، عزم او عزم “.

۴ـ بدبیني

تاسي کولای سئ چي خپلو باورونو او هیلو ته ورسېږئ. له ځانو وپوښتئ چي څنګه افکار لرئ. آیا خوشبین که بدبین ياست؟ که باور نه لرئ چي خپلو هيلو ته به ورسېږئ، نو نه سئ رسېدلای.

بدبیني هره شېبه تاسي مخ ته بیايي. و به وینئ چي په ناپوهېدلي ډول ځان تخریبوئ. په وجود کي مو خوشبیني وروزئ. داسي لاره پیداکئ څو باور وکړئ چي کولای سئ بريالیتوب ته ورسېږئ.

۵ـ مسئولیت نه منل

زه د یوې حوزې مرستیال پولیس یم او څو ورځي وړاندي د یوه افسر پولیس سره ولاړم چي محکمې ته دوه بندیان ورسوو. وخت تېر سو، خو بندیانو قاضي ته همدا بهانې کولې چي د ده له لوري صادر سوي حکمونه، سهي نه دي او دوی دا کارونه نه دي کړي.

کله چې مو بندیان بیرته محبس ته راوستل، د پولیسو افسر ته مي وویل چي ناکام اشخاص او بندیان، دواړه ورته عادتونه لري. دوی د ژوند مسئولیتونه نه قبلوي.

وروستۍ کرښه دا ده چي: تاسي مسئول یاست، چي چشي انتخاب کړئ پر هغه اعتراف وکړئ یا هغه ومنئ یا نه، خو یوخت به ئې منئ ( او دا هغه وخت دئ چي کله ځواک حاصلوئ)، د بریالیتوب پر لاره ګام اخلئ.

۶ـ د وخت تېرولو له پاره د مناسبو افرادو نه انتخابول

موږ په آسانۍ سره د د محیط په محصول بدلوي. همدا وجه ده له هغو کسانو سره وخت تېرول چي پر تاسو فشار راوړي ترڅو وروسته پاته نه سئ؛ زیات اهمیت لري.

ښه، اوس نو ستاسو پر شاوخوا څنګه کسان راټول دي؟ آیا باصلاحیته کسان دي چي تاسي تشویقوي او د بریالیتوب په لاره کي تاسي ته توانايي درکوي؟ کنه، خپله ځان ته خوځښت ورکړئ.

۷ـ د پوهي نه درلودل

بریالي شخصیتونه میاشتې او کلونه وړاندې خپل بریالیتوب وړاندې تر دې چې هغه ته ورداخل سي، ویني. دوی د مخ پر وړاندې تللو او راتلونکی انځورولو وړتیا لري او د دوی، د دوی د کورنۍ او کار له پاره چې څشي ښه وي؛ هغوی انځوروي.

د پوهې نه درلودل یو ستر خنډ دئ. کښېنئ او د راتلونکی لیدلو تمرین وکړئ- او هغه په آسانۍ سره جوړ کړئ!

ځینې وختونه د لاري په منځ کي موږ هېروو چي کوم کار کول مو غوښتل. البته ژوند ځیني وختونه داسي شرایط راته جوړوي چي په مختلفو جریانو کي راسو. مګر ډېری وختونه ددې بېلابېلو رفتارونو کولو او خپلو هېلو هېرولو مرتکبین او مجرمین موږ خپله یو. که غواړئ چي بریالي اوسئ باید د خپلو اهدافو پام وساتئ او هېر ئې نه کړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي