ګلېن مکسوېل په یو ورځنیو لوبو کې د چټکو د درې زرو منډو جوړولو ریکارډ خپل کړ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
سپورټ یاران

د اسټرالیا منځني هېټر توپوهونکي او غوره الراونډر ګلېن مکسوېل وتوانېد، چې د انګلستان پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د لوبې د ګټلو سربېره یو بل نړیوال ریکارډ هم جوړ کړي.
نوموړي د انګلستان پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د چهارشنبې په ماخستن په ۹۰ توپونو سلیزه وکړه او له دې سره یې لوبډله د سیریز په بري ونازوله.
هغه د انګلستان کرکټ لوبډلې په ۳۰۳ هدف پوره کولو پسې بېټ پورته کړ او له بل کیڼ لاسي توپوهونکي الېکس کېري سره په اوږدې ملګرتیا محکم شو.
انګلستان په ۵۰ اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د جاني بېرسټو د ۱۱۲ منډو، د سام بېلېنګز د ۵۷ منډو او د کرېس ووکس د ۵۳ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۳۰۲ منډې وکړې.
مېچل سټارک او ادم زمپا د اسټرالیا لپاره درې، درې وېکټې واخېستې.
اسټرالیا دغه هدف په ۴۹ اعشاریه ۴ اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ګلېن مکسوېل د ۱۰۸ منډو او د الېکس کېري د ۱۰۶ منډو پرمټ پوره کړ او انګلستان ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.
دواړو په شپږمه وېکټ اوږده ملګرتیا وکړه او لوبډله یې بريا ته ورسوله.
سیریز دوه د یو پر وړاندې اسټرالیا وګاټه، ګلېن مکسوېل د لوبې او ټول سیریز غوره لوبغاړی شو.

د ګلېن مکسوېل نوی نړیوال ریکارډ

مکسوېل د نړۍ په کچه لومړی توپ وهونکی شو، چې تر نورو توپوهونکو ژر درې زره منډې پوره کوي.
هغه په یو ورځنیو کرکټ لوبو کې په ۲۴۴۰ توپونو ۳ زره منډې وکړې او د نړۍ په کچه لومړی چټک توپ وهونکی شو، چې دې منزل ته یې ځان ورساوه.
د ده سټرایک رېټ ۱۲۲ اعشاریه ۹۵ دی.
په یو ورځنیو لوبوکې د دومره اوچت سټرایک رېت لوبول خورا لوړ دی، ځکه یو ورځنۍ لوبې د حوصلې او کرار لوبېدو لوبې دي؛ خو ګلېن مکسوېل بیا تل په لږو توپونو ډېرې منډې کړي او لوبډله یې بري ته رسولې ده.
دویم مقام د انګلستاني جاس بټلر دی، هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۲۵۳۲ توپونه لوبولي او ۳۰۰۰ منډې یې جوړې کړي دي.
درېیم مقام د انګلستاني جېسن رای دی، هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۲۸۲۴ توپونه لوبولي او درې زره منډې یې جوړې کړي دي.
څلورم ځای د هندي کپیل ډیو دی، هغه په ۲۹۵۷ توپونو درې منډو ته ځان رسولی دی او پنځم ځای د افریقایي ډېوېډ مېلر دی، نوموړی دغه مقام ته د ۲۹۹۷ توپونو په لوبولو سره رسېدلی دی.
fastest.PNG

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.