سپورټ کرکټ وزش او تمرین

مکسویل په IPL سیالیو کې توپ‌اچونکو ته خبرداری ورکړی!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسټرالیا د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاي ګلین مکسیول لوبو ته د ښې لیوالتیا په موخه توپ‌اچونکو ته خبرداری ورکړی.

مکسویل ویلې، چې راتلونکي آی پي ایل سیالیو ته بشپړ چمتوالی لري او د متحده عربي اماراتو له پیچونو سره هم بلد دی.

هغه ویلې، چې د هند په آی پي ای سالیو کې به سږ کال خورا ښه ولوبیږي.

هغه له کریک بز سره په خبرو کې وویل:

«داسي ښکاري چي شرایط زما لپاره مناسب دي، د متحده عربي اماراتو پیچونه واقعاً زما سترګو ته مناسب دي. دا هغه ځای دی، چي ما په ۲۰۱۲م کې د اسټرالیا سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړې وه او له هغه راهیسي ددې ځای سره مینه لرم.»

په ۲۰۱۴م کال کې کله چې آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، پکې مکسویل خورا ښه وځلېد او په ۱۶ لوبو کې یې د ۴ پنځوسیزو په مټ ۵۲۲ منډې جوړې کړې.

د هند آی پي ایل لوبې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نیټې پوري دوام کوي.

دا ددې لیګ ۱۳م پړاو دی، چې درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان ارمان او مجیب ځدران به هم پکې ولوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ