اپریل 12, 2021

د ارواپوهني یو څېړنه؛ یو بل ته بخښنه وکړئ، چي همېشه خوښ اوسئ

Advertisements

لیکنه: فضل الله فضلي
د ارواپوهني یو څېړنه وايي: د بخښني سره به همېشه خوشحاله یاست، نو یوبل ته همېشه بخښنه وکړئ.
په چین کي یو افغان (MBBS, M.S, PhD) ډاکټر محمدشریف پوپل لیکي چي د ارواپوهني (سیکالوژۍ) یو څېړنه وايي:

هغه کسان چي نورو ته بخښنه کوي او له دښمنۍ څخه لاس اخلي، د هغوی ژور خفګان (ډیپریشن) کچه له ۵۰٪ څخه تر ۸۰٪ پوري راکښته کیږي.

ددغو کسانو اضطراب (انزایټي) کېدای سي، یو مخ ورکه سي او داسي کسانو ته د ډېر وخت لپاره د خوشحالۍ احساس پیدا کیږي، چي دا چاره د عمر د اوږدېدو سبب هم کیږي.

ددې ترڅنګ د الله تعالی له لوري په قرآن عظیم الشان کي پر سولي او بخښني ټینګار سوئ دئ.
د پورتنۍ څېړني پایله هم د سولي او بخښني پایله ده.
همدارنګه سوله کول، یوبل بخښل او تر خطاؤ او تېروتنو ورتېرېدل، یو له غوره نبوي اخلاقو څخه هم ده.
نو تاسي کولای سئ، چي یو بل وبخښئ او له دښمنۍ لاس واخلي، ترڅو مو ښه روغتیا او خوشحالي په برخه سي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي