افغانستان پوهنه خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

افغانستان او ګډ تعلیم؛ هغو نجونو ته چې نوې پوهنتون ته بریالۍ شوي – ملیحه ناصري

افغانه روبینا، انځور: ورډ پلس

لیکنه: ملیحه ناصري

د افغانستان زده‌کړیز سیسټم له ځينې نورو هېوادونو سره توپیر لري.

دلته ښوونځي (لومړني/ ثانویه) فرق کوي. ټيټ ټولګي ګډ وي، خو د لېسې دورې چې دننه شي، بیا نو نجونې نسوان لیسو ته او هلکان، ذکور لیسو ته ځي. د دوی زده‌کړیز چاپېریال سره جلا کېږي او تر ځوانۍ یو له بله لرې پاتې کېږي. چې په دې سره د اسلام تر څنګ، فرهنګ/ کلتور، ټولنیز دودونه، کورني بندیزونه ټول مراعات کېږي.

کله چې له دولسم ټولګي فارغ شي (بکلوریا) پایته ورسي، د کانکور تر ازموینې وروسته هر څوک د خپلې خوښې پوهنتون ته ځي. نوی پړاو پیلېږي چې په ټولیزه توګه ټولو ته د ژوند تر ټولو خوږ پړاو بلل کېږي، هغه د (محصلۍ) دوره ده.

عالي یا نیمه عالي زده‌کړې مو هم ګډ (کواېجوکېشن) سیسټم لري او هم ځينې پوهنځي او ځينې خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا – جلا وي.

آر مطلب مو پر (کواېجوکېشن/ ګډ) سیسټم لیکلی چې نجونې پکې تېروځي او له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي. باید ووایو چې د خوږو یادیزو تر څنګ، محصلۍ دوره ځينو نجونو/ هلکانو ته د ژوند ترخه خاطره ګرځي، نو نجونې دې د ګډ سیسټم پیلوو سره دې خبرو ته هرومرو پام وکړي چې ترخې یادیزې له پوهنتونه یو نه سي.

۱- لومړی ورځ: کله چې پوهنتون ته ورننوځي هڅه دې وکړي چې پر نفس باور ټينګ کړي. منظمې جامې واغوندي، ټولګي کې الوتی رنګ ناسته نه وي، له هلکانو سره سترګو په سترګو کېدلو نه ځان وساتي.

۲- د پُرزې اورېدلو وخت کې: هڅه دې وشي چې ونه خاندي. د دې پر ځای چې ځواب ورکړي، سر دې ټیټ کړي ترې تېره دې شي، مهمه نه ده چې هر چېرته د جرأت مسئله مخته کړي. شاته دې هلک پسې نه ورګوري. داسې جامې دې تل اغوندي چې څوک یې د پُرزې ویلو پلمه ونه ګرځوي. ډېری نارینه یې له لومړي ځل پُرزې پیلوي آن خبره تر اموخته کېدو رسوي. دا چې څوک وایي زړه مې پاک دی او داسې جامې ځکه اغوندم چې متمدنه ښکاره شم، دا سمه خبره نه ده.

که څوک په زړه کې له خدایه ډار ولري، د هغه د حکم خلاف کوي کار نه کوي. تمدن په ناسمو جامو کې نه دی، د فکر رغاوي کې دی. موږ مسلمانان یو او اسلام حکم کوي چې ښځې دې پلوونه پر ځان خواره کړي. هلکان او نجونې دواړه دې خپلې سترګې یو له بله راونغاړي.

ښځو ته امر شوی چې سینګار ونه کړي، ځان له نارینه‌وو وساتي، ځکه نارینه له ښځو ځان نشي ساتلی.

۳- د ټولګي د مینځ نزاکتونه: هلکانو سره له نږدې ناستي، اړیکو، راکړه ورکړې، سوال و ځواب، بار بار یو بل ته له کتو دې ډډه وکړي. ځينې هلکان په دې پلمه چې ګڼې نوټونه یې وروسته پاتې وي، د نجونو کتابچې وړي او له همدې وخته یې پیلوي چې نجلۍ له ځان سره همکلامه کړي.

۴- د خورلڼو ټاکنه: هڅه دې وکړي تر دوو کلونو له چا سره دومره نږدې ملګرې نه شي چې هغه یې وکاروي. په خواشینۍ سره ځينې نجونې ځان ته د لوبو او بوختیاوو پیدا کولو په پار خپله ملګرې په بېلابېلو پلمو تېرباسي. مثلاً پلاني هلک ماته وویل چې پلانۍ مې خوښه ده غواړم تر فراغت وروسته مرکه پرې وکړم، خو اوس څه مه ورته وایه!

دغه جمله یوازینۍ جمله ده چې تر اوسه ګڼې نجونې تېروتي، دوکه شوي، نوم یې بد شوی، له ساده‌ګۍ یې ناوړه ګټه اخیستل شوې او پای کې هر څوک پر خپله لاره تللي چې د نجلۍ د ژوند د خرابۍ لامل هم شوي.

۵- ازموینو کې: نجونې دې هڅه وکړي چې د چانس خوړولو پر وخت یا کله چې کوم کار یې له استاد سره و، یوازې د هغه شخصي دفتر ورنه شي. اصلاً دې ډېر کوښښ وکړي چې تر فراغته د استاد کوټې ته ورنه شي، ځکه ډېر کم وخت اړتیا پېښږي چې ورشي، که اړتیا وه ملګرې دې له ځان سره بوځي.

۶- حدود پېژندل: هره تازه کامیابه شوې نجلې دې په نامستقیم ډول خپل ټولګیوال وپوهوي چې له دې سره دې کار نه لري. درې لومړني کلونه ( لیسانس دوره کې) برخلیک ټاکونکي دي. دا هغه وخت دی چې له ټولګیوالو(هلک/ نجلۍ) نسبي شناخت پیدا کوي. لږ تر لږه دومره بلدېږي چې څوک سم او څوک ناسم ورته ښکاري، خو د چا پر بیخي سم انسان اوسېدلو دې هېڅکله پرېکړه نه کوي چې سخته دوکه کېږي. له هر ټولګیوال/ ې دې د یوه ناوړه چلن تمه ولري، څو د ماتې ګراف یې راټيت شي.

۷- څلورم کال: که چا د واده وړاندیز وکړ، تر هغو دې عاطفي اړیکه نه ټينګوي چې مرکه یې نه وي پرې کړې او ورکړې یې نه وي. هېچا ته پته نشته چې څوک سم او څوک ناسم دي. خپل غرور او کورنۍ پت دې وساتي. د پوهنتون دورې عاطفي اړیکې ډېری پر دوکه بناء، ځينې یې ترې مستثنا دي. دا هم امکان لري چې مقابل لوری متأهل وي او څوک ترې خبر نه وي.

۸- نجونې دې هلکانو ته دوکه نه ورکوي: شته داسې کسان چې قضیه يې برعکس کړې وي. مانا هلک نجلۍ نه، نجلۍ هلک دوکه کړی وي. خورا کوښښ دې ټول وکړي چې خدای متعال حاضر وګڼي او خلکو ته له زیان رسولو دې ځان وساتي.

۹- مبایل نمبر او مسېج: تر فراغت دمخه یا وروسته که چېرې په هر دلیل وي، خو له ټلیفوني اړیکو دې ډډه وکړي. دا دوران د عقل پخېدلو وخت نه دی، د عقل پخېدلو پر لور د تګ دوران دی. زموږ ټولنه داسې عیاره شوې چې تر ۱۸ کلنۍ هم یو کس ته ماشوم وايي او دا په ځلونو تلقین د دې لامل کېږي چې همغه کس ځان واقعاً ماشوم وګڼي او د پخېدلو پروسه یې سسته شي.

۱۰- د تېروتنې پر مهال: که چېرې دوکه شولې، ماتې یې وخوړه، یا هم کومه بله تېروتنه ترې وشوه؛ د ژوند تر پایه دې ملامتي نه ګرځوي، توبه دې وکړي، له ټولو هغو کسانو دې ځان لري کړي چې ناروا دي. هېڅوک دې پر چا د بدلمني انسان ټاپه نه لګوي؛ ځکه شته داسې کسان چې د ورځې ګناه د شپې توبه وکړي او خدای یې وبښي، نو دې انسان د پاکۍ پر لور ګام ایښی وي او څوک دا حق نه لري چې پروني ګناهکار ته لا هم د خطاکار په سترګه وګوري.

یادونه: لیسانسه، ماسټران… هرومرو له مخالف جنس سره شناختي اړیکې لري. د ټولنیز انسان په توګه د دوی اړیکو ته په بده سترګه کتل سم نه برېښي. پاتې شوه د دین خبره، دین هلکانو او نجونو ته حدود ټاکلي چې اوس تقریباً نه مراعات کېږي. نه مراعاتېدل یې دا مانا نه لري چې ټول دې ناسالمې اړیکې سره ولري. داسې کسان شته چې په هر حال کې یې خدای مقرب ګڼلی او له ګناه یې ځان ساتلی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره

  • قدرمنې ناصري خورکۍ!
    لیکنې مو ډېري په زړه پوري دي، تل یې په خورا ارامه فضا کې لولم او ډېر څه تري زده کوم؛ ستاسې قلم دي روان وې.