د نجلۍ ودودلو پر مهال دا لارښونې باید په پام کې ونیول شي!

 

کله چې غواړو یوه نجلۍ واده کړو، که هغه مو خور وي یا لور ځینې اړینې خبرې دي چې باید ورته وویل شي.

ـ تر ټولو اړینه مسئله داده لومړی، هېڅکله باید خپل خور یا لور په کم سن کې واده نه کړو؛ ځکه راتلونکې کې ډېرې ستونزې سره مخ کېږي حتا د مرګ لامل یې هم کېدای شي.

ـ د واده نه مخکې باید له نجلۍ څخه وپوښتل شي چې ایا اوس واده کول غواړي که نه، یا هم دا هلک چې موږ ورته ټاکو دا هم راضي ده چې ورسره واده وکړي یا نه غواړي.

ـ هره نجلۍ له واده نه مخکې له واده څخه وېره لري، خو مور ته اړینه ده چې خپل لور پوه کړي ترڅو بشپړ معلومات ولري او دا ډار یې له منځه لاړ شي.

ـ کله چې موږ واده کوو له واده وړاندې باید له یو ارواه پوه سره مشوره وکړو، ځکه کوم معلومات او پوهه چې دوی لري، ښايي موږ یې ونه لرو؛ او دا کار کولای شي موږ ته راتلونکې کې ډېره مرسته وکړي.

ـ زموږ لپاره دا یوه ضروري خبره ده چې د واده د پرېکړې څخه مخکې باید د ګډ ژوند د ملګري په هکله څېړنه وکړو، ترڅو مو معلومات پوره شوي نه وي هېڅکله یې باید ونه ټاکو.

ـ واده د ژوند تر ټولو مهمه پرېکړه ده، هر مور او پلار باید دا حق خپل لور ته ورکړي ترڅو خپل په خوښه خپل راتلونکې لپاره پرېکړه وکړي.

ـ هره نجلۍ چې واده کوي، باید د ګډ کورني ژوند په اړوند مطالعه وکړي، او هم مور یې ورته لارښوونه وکړي.

ـ د ګډ ژوند ملګري سني توپیر ته پام وکړو، ځکه چې پر اړیکو ډېره اغېزه لري او د واده لپاره یو معیار ګڼل شوی، سني توپیر د دې لامل ګرځي چې ښه ملګري نشو، سني توپیر د ذهني او عاطفي توپیر مانا لري.

ـ کله چې موږ کوژده کوو، باید ډېره اوږده نشي، ځکه د کوژدې پر مهال د ډېرو ستونزو سره مخ کېږو او ښایي اړیکه مو خرابه شي.

ـ تر ټولو اړینه خبر د واده نه مخکې باید خپله اروایي ګدوډي درملنه وکړو، ترڅو راتلونکې کې پرته له ستونزې او په خوشالی سره خپل ژوند مخته یوسو.

هره نجلۍ او هره کورنۍ باید دا ټکي په پام کې ونیسي.

وروستي مطالب