اپریل 17, 2021

ګېل تمرینونو ته راګرځېدلی؛ پنجاب لوبډله وايي سبانۍ لوبه کې یې لوبوو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی او په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې اوسنی نامتو لوبغاړی کریس ګېل تمرینونو ته راګرځېدلی او زیات امکان لري، چې پنجاب لوبډله یې په راتلونکې لوبه کې ولوبوي.
کینګز الیون پنجاب لوبډلې پر خپلو رسمي پاڼو د یوه راپور په خپرولو سره ویلې، چې تر بسترېدو وروسته کریس ګېل په پوره ډول روغ شوی او د دوشنبې په ورځ یې یوځلې بیا تمریونونه پيل کړل.
د آی پي ایل سیالیو په روان پړاو کې پنجاب لوبډلې تر دې دمه کریس ګېل نه دی لوبولی، خو په تېره لوبه کې یې لوباوه، چې د پنجاب لوبډلې په حواله په ناڅاپي ډول ورته د معدي ناروغي پيدا شوه او روغتون کې بستر شو.
تر یادې پيښې مخکې د پنجاب لوبډلې روزونکي له رسنیو سره په خبرو کې ویلې وه، چې کریسل ګېل لوبو ته ښه چمتوالی نیولی او دویم پړاو ته د رسېدو له‌پاره به له پنجاب لوبډلې سره زیاته مرسته وکړي.

په آی پي ایل سیالیو کې پنجاب لوبډله

کینګز الیون پنجاب لوبډلې تر دې دمه اووه لوبې ترسره کړې دي، چې یوازي یوه لوبه یې ګټلې، خو پاته شپږ واړه لوبې یې بایللې دي.
دا لوبډله اوس په جدول کې تر ټولو لوبډلو وروستۍ ده.
پنجاب لوبډله به خپله اتمه لوبه سبا د پنجشنبې په ورځ د رویال چلینجرز بنګلور کرکټ لوبډلې په وړاندې ترسره کړې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي