بریا او پرمختګ خوندیتوب ځوانان او زده کړې

غښتلی شخصيت

  • ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

خپله کاریزماتیک د جذابه او دلربا کلمو مترادفه کلمه ده.
کاریزماتیک په اصطلاح کې د هغه چا ځانګړنو ته ویل کېږي چې د نورو پر وړاندې ښه رهبري او ځواک ولري.
ویستون چرچیل وایي: “بدبینه انسان په هر فرصت او سختیو کې ستونزې ویني، خو خوش‌بینه انسان په هرې ستونزې کې فرصت ګوري.

کاریزماتیک شخصیت سبب کېږي چې انسان ځانګړی، متفاوته او جذابه ښکاره کړي.

کاریزمایي انسانان ځینې ځانګړنې لري لکه:

ـ ښه اورېدونکې دي: هېڅکله د چا په خبرو کې خبره نه اچوي او تل هڅه کوي چې په سمه توګه خبرې واوري.

ـ سم سوالونه پوښتي: خپل وخت په بېځایه سوالو نه تېروي.

ـ په لوړ غږ خبري کوي: چې ټول یې په سم ډول واوري او پوه شي.

ـ خپل عکس العملونه اداره کوي.

ـ خپل احساسات ښکاره کوي.

ـ حتا کله چې نه خاندي هم، بیا هم خوشحاله وي.

ـ د خبرو کولو پر وخت له هغو حرکاتو څخه ګټه اخلي، چې لوړ طرف ته وي.

ـ د سترګو اړیکه ساتي: کله چې خبرې کوي، نو سترګو ته یې ګوري.

ـ د نورو وګړو د احساساتو په هکله فکر کوي.

ـ د خدای پاماني او سلام ورکولو لپاره وخت پرېږدي.

ـ له هر ډول ډلې او خلکو سره غواړي پېږندګلوي ولري.

ـ د خبرې کولو پر وخت تصویر جوړوي.

ـ خپلې تجربې له نورو سره شریکوي.

ـ جزیاتو ته ډېر پام کوي.

ـ خطرمنونکي او ډېر فعاله وي.

د کاریزمايي شخصیتونو د ځواک راز

د خلکو منل، یعنې له هر ډول خلکو سره ښه اړیکه لري، قدرمنونکي، هر چا ته قدر ورکوي. پاملرنه، غواړي نورو وګړو ته ډېره پاملرنه وکړي. پوښتنه کول، په سم ځای کې سمه پوښتنه کوي. درناوی، تل نورو ته درناوی کوي.
کاریزمايي وګړي عادت لري، کله چې خبرې کوي، نو خپل د بدن په ژبه هم خبرې کوي، لکه سر ښورول، د سترګو اړیکه، د لاس حرکات او کاریزما خلک کله چې له نورو سره خبرې کوي د یو متر په کچه واټن غوره کوي او په قاطع ډول لاس ورکوي.

نو که موږ هم غواړو چې یو کاریزمايي شخصیت ولرو، باید څه وکړو؟

ـ خپل حواس باید ټول کړو.

ـ تر هر څه نه مخکې باید انسانیت ته لومړیتوب ورکړو.

ـ خپل د بدن ژبې ته پام وکړو.

ـ د زړه څخه ډېر ځواک ولرو.

ـ په ژوند باید مین اوسو، او د ښه شیانو په تمه اوسو.

ـ هیله ولرو او خپله سرمایه له نورو سره شریکه کړو.

ـ پر ځان باید باوري شو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ