د خوشاله کسانو د بریا شل رازونه، چې ترې خبر نه یاست

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هر څوک کولای شي، په خپل ژوند کې خوشالي وټاکي. دا هماغه څه دی، چې واقعاً خوشاله کسان یې هره ورځ ټاکي، هرومرو پر دې پوهېږئ، چې هغوی د نورو عادي کسانو په څېر، له ستونزو او ننګونو سره مخامخ کېږي، خو په خندا او مثبت فکر سره، د هغه ژوند لپاره، چې په لټه کې یې دي، مبارزه کوي.
آیا تر دې دمه مو له ځانه پوښتنه کړې ده، «ولې هغوی تل دومره خوشاله دي؟» د دې لیکنې په دوام د خوشاله کسانو پر شلو رازونو رڼا اچوو او تاسو ته بلنه درکوو، چې لیکنه له پیله تر پایله په ښه غور او دقت سره ولولئ.
ژوند ستونزې او سختیانې لري او ښایي ډېر ځله تاسو په ځمکه باندې را وغورځوي، خو په همدې وخت کې خوشاله افراد  د خوشاله اوسېدو لپاره هڅه کوي. که فکر کوئ خوشاله افراد، ټول هغه څیزونه چې غواړي یې، لري، نو سم او پرځای فکر مو کړی دی، خو لامل یې دا دی، چې هغوی د رښتینې خوشالۍ راز موندلی دی، هغه څه چې د هغوی په دننه کې دی.

د خوشاله کسانو رازونه

۱ ـــ تل خوشاله نه دي

حقیقت دا دی چې هېڅوک تل خوشاله نه دی، البته د هغې لپاره روښانه او واضح دلیل هم شته. په حقیقت کې دا دَرې دي، چې د لوړو څوکو ښکلا موږ ته را ښکاره کوي. خوشاله کسان پر دې مسئله پوهېږي او خپل ځان ته اجازه ورکوي، چې په طبیعي توګه د اندېښمن او غمجن اوسېدو احساس تجربه کړي. هغوی غم، خپګان، اوښکې او خنډونه مني او خپل ځان ته د دې شېبو د تجربه کولو اجازه ورکوي.

۲ ـــ د اړتیا په وخت کې «نه» وایي

ښایي لږ عجیبه وي، خو نه ویل د ځینو انسانانو لپاره کوم آسانه کار نه دی، په ځانګړې توګه، که د هغو کسانو له ډلې څخه یاست، چې تل د نورو د خوشاله کولو په لټه کې دي؛ په دې حالت کې، که د دا ډول چلند په پایله کې تل بد احساس تجربه کوئ، باید پوه شئ چې  خوشاله کسان، په دې کارونو باندې خپله انرژي بېځایه نه مصرفوي، ځکه دا ډول چلند د له بریده زیات اروایي فشار، تشویش او خپګان سبب ګرځي او له تاسو څخه د خوشاله اوسېدو موخه اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې خوشاله کسان له «نه» ویلو څخه په خپله ګټه کار اخلي. هغوی په ځیرکه توګه «نه» وایي؛ داسې چې نه یې اړیکو ته زیان رسېږي او نه خپله خوشالي له منځه وړي.

۳ ـــ ډېرې زیاتې سختۍ یې تجربه کړي دي

اپرا وینفري، د نړۍ یوه له ځواکمنو ښځینه و څخه، ډېر سخت ژوند یې تېر کړی دی. له شک پرته هېڅ یو له خوشاله انسانانو څخه تاسو ته نه وایي، چې ژوند یې هوسا او آرامه وو. ښایي ډېر ځله یې ماتې خوړلې وي؛ خو بیا پورته شوي او ماتې یې نه ده منلې.
هغه ډېر ځواک او انرژي، چې د پورته کېدو او بیا پیل لپاره یې ترې کار اخیستی، هغه څه دي چې هغوی ته یې د رښتینې خوشالۍ مانا ورښودلې ده. که وکولای شئ، چې له سختیو څخه تېر شئ او دغه راز مُسکا وکړئ، ګټونکی یاست او دا هماغه څه دي، چې ستاسو د خوشالۍ سبب ګرځي.

۴ ـــ ډېر ځله یې ماتې خوړلې ده

خوشاله کسانو ډېر ځله ماتې خوړلې ده او بېرته را پورته شوي دي. ډېری کسان، له عرش څخه فرش ته راتګ د لارې پای ګڼي، خو د خوشاله کسانو لپاره ماتې، د بیا پیل، نوې، پیاوړې او غوره پروګرام جوړونې لپاره، یو موقعیت دی. هغوی له ماتې څخه د تېرېدو په لاره کې، ډېر زیات درسونه زده کړي دي. هره تجربه ارزښتمنه ده او خوشاله افراد د دې موضوع په منلو سره، ګام پورته کوي.

۵ ـــ خپل عیبونه او نیمګړتیاوې مني  

نیمګړتیا لرل د خوشاله کسانو لپاره د بې نیمګړتیایۍ په مانا دی، هغوی له خپل ځان سره هوکړې ته رسېدلي او خپل ټول عیبونه او نیمګړتیاوې یې منلې دي. واقعاً خوشاله افراد دې درک ته رسېدلي دي، چې دا نیمګړتیاوې د هغه څه برخه دي، چې هغوی په یوه ځانګړي فرد باندې بدلوي.

۶ ـــ له اروایي فشار څخه لرېوالی اختیاروي

خوشاله کسان د مدیتیشن تمرینونو له لارې، له اروایي فشار زېږونکو شرایطو په لرې کېدو یا د بلې هرې خلاقانه تګلارې په وسیله، د خپل ځان لپاره لاره هواروي، ترڅو له غیر ضروري اروایي فشار زېږونکو شرایطو څخه لرې شي او په چټکه توګه له هغو څخه واټن اخلي. هغوی په هغو څیزونو باندې د تمرکز په لټه کې دي، چې واقعاً ارزښت لري او د کوچنیو اروایي فشارونو مخه نیسي، ترڅو په سترې او بیړنۍ مسئله باندې بدل نه شي.

۷ ـــ تل ورزش کوي

په ورزش کولو سره، په خپل بدن کې طبیعي خوشاله کوونکي کېمیاوي مواد آزادوئ، نو له هغه څخه کوم کار غوره دی؟ خوشاله کسان له ورزش او سالم ژوند څخه ګټه اخلي، نه یوازې د ښه او مناسب ظاهر د لرلو لپاره، بلکې د هغه فوق العاده احساس په خاطر، چې پیدا کوي یې. خوشاله افراد، د ورزش له ګټو او په خپل بدن کې د اندروفین هورمون له ترشح څخه خبر دي؛ اوس څه په آزاده فضا کې منډې ووهي او پلی مزل وکړي او څه په یوه ورزشي کلپ کې نوم لیکنه وکړي.

۸ ـــ پوهېږي چې کافي دي

خوشاله کسان د خوشاله اوسېدو لپاره غوره څیزونو ته اړتیا نه لري او خپل ارزښت ته له بهرنیو څیزونو سره تړاو نه ورکوي. خوشاله انسانان په دې باندې پوهېږي، چې هېڅ ځانګړی څیز نه شي کولای، چې په هغوی کې د خوشالۍ یا رضایت احساس رامنځته کړي. هغوی په خپلو اړیکو کې د «لکه څنګه چې یم هماغسې مې ومنه» له تګلارې څخه پیروي کوي. ښایي په تېر کې د خپلې ارزښتمندۍ په خاطر جنګېدلي وي یا په هغو څیزونو پسې تللي وي، چې فکر کوي له دوی څخه غوره فرد جوړوي؛ خو دمګړۍ باور لري، همداسې چې دي، ښه دي.

۹ ـــ ناسم قضاوت نه کوي

خوشاله انسانان د نورو قضاوت ته اړتیا نه لري، ځکه نه غواړي، په خپله په دوی باندې هم قضاوت وشي. هغوی غوره ګڼي، پرېږدي چې نور څنګه یې چې زړه غواړي ژوند وکړي. په دې اړه اندېښنه کول، چې نور څه کوي، بېځایه او نا اړینه ده او یوازې قضاوت کوونکي فرد ته د غوره والي کاذب احساس ورکوي او وخت یې نیسي. خوشاله کسان دې کار ته اړتیا نه لري او لېوالتیا لري، چې په خپلو شاوخوا خلکو باندې د قضاوت کولو او د هغوی د تخریب پرځای، خپل وخت د خپلې ودې او پرمختګ په لاره کې مصرف کړي.

۱۰ ـــ خپل پام او توجه تنظیموي

خوشاله کسان د پام او توجه په تنظیمولو سره پوهېږي، چې سترو ستونزو ته په ښه لید سره وګوري. د پام او توجه منظمول، هغوی ته نوی لید ورکوي او د نوي لید په دومداره کېدو سره، د حل نوې لاره پیدا کوي.

۱۱ ـــ د ماشومتوب د دوران شور او شوق لري

خوشاله انسانان له دننه څخه ماشومان دي، هغوی د ژوند له سختیو څخه نه وېرېږي، تل خاندي او له خپلو شاوخوا خلکو سره مینه کوي، خوش طبیعتي یې ساري ده. په ژوند کې یې همدا تګلاره، په هغوی کې ځیرکتیا او خلاقیت ژوندی ساتي او باید ومنو، چې د هغوی تر څنګ اوسېدل په همدې دلیل دومره خوندور دی.

۱۲ ـــ له وېرو سره مخامخ کېږي

د خوشاله انسانانو په ژوند کې وېره خنډ نه ده، هغوی د خوشالۍ په لټه کې دي او ځانونه یې د زړورتیا په وسلې سره سمبال کړي دي او د خوشالۍ له زٍرې سره مخ پر وړاندې حرکت کوي. له وېرو سره مخامخ کېدل، وېرونکی کار دی، خو دا د ژوند برخه ده او باید ورسره مخامخ شئ. خوشاله انسانان له وېرو سره په مخامخ کېدو، د خپل ژوند کنټرول په خپل لاس کې نیسي او هېڅ څیز نه شي کولای، چې د هغوی او د خوشالۍ ترمنځ واټن رامنځته کړي.

۱۳ ـــ تل خطر مني

بریالی کار رامنځته کوونکی ایلان ماسک تل د خطر منلو په لټه کې دی او په خطر منلو سره شهرت لري.
خطر منونکي کسان خوشاله دي، هغوی په دې باندې پوهېږي، چې له خوندي سیمې څخه بهر کېدل او د نوې سیمې په لور ګام پورته کول، د نویو او حیرانونکو تجربو لپاره یوه پرېکنده لاره ده. هغه څه چې هغوی مخ پر وړاندې بیایي، په دې موضوع باندې ډېر پوهېدل او په اړه یې وده ده، چې څوک دي او کولای شي کومو څیزونو ته لاسرسی پیدا کړي. هغوی پوهېږي، ښایي تېروتنه وکړي او یا هم ماتې وخوري، خو د هغوی لپاره ماتې په ژوند کې یو مینه ناک درس دی.

۱۴ ـــ په زړه کې کینه نه ساتي

خوشاله انسانان د کینه کولو او غچ اخیستنې په لټه کې نه دي، بلکې غوره ګڼي، چې ټولو رنځونو او کړاوونو ته اجازه ورکړي، چې له بدن څخه یې بهر شي، د غمونو او کړاوونو لېږدول، د خوشالۍ له منځه تګ پرته کومه بله پایله نه لري. خوشاله کسان په دې موضوع باندې پوه دي او د هغه ځور او کړاو تجربه، چې زغملې یې ده، مني، بښنه کوي، ځانونه چمتو کوي او په ډېرې خوشالۍ سره مخ پر وړاندې ځي.

۱۵ ـــ نور هڅوي

د نورو د خوښۍ ننداره او دا چې هغوی له خپلو ټولو دنننیو استعدادونو څخه ګټه اخلي، دا ډول کسان د زړه له کومې خوشاله کوي. د نورو د هڅو لیدل هم هغوی خوشاله کوي او هر هغه څه یې چې په توان پوره وي، د خپلې خوښې وړ افرادو د ملاتړ او هڅونې په لاره کې ترې کار اخلي. هغوی د نورو په بریا سره هڅېږي، نه دا چې د ځینو نورو په څېر حسادت وکړي؛ دا یانې یوه دوه اړخیزه ګټه.

۱۶ ـــ تل خاندي

خوشاله انسان د خوشاله ژوند ټول اړخونه ویني او موخه یې دا ده، چې تل د ژوند ښېګڼې وویني، هغوی په خندېدلو باندې مئین دي او کولای شي، تر ټولو خپه، اندېښمن او بې روحه کسان خندېدلو ته اړ کړي. هغوی په دې باندې پوهېږي، چې په ژوند کې له خندا څخه بل هېڅ غوره درملنه کوونکی څیز شتون نه لري، خندېدل نه یوازې هغوی خوشاله کوي، بلکې له اروایي فشار څخه د ډکو موقعیتونو د مدیریت سبب هم ګرځي.

۱۷ ـــ له خپل ځان سره رښتیني دي

خوشاله کسان کولای شي د ډېرو نورو کسانو په څېر، نورو ته دروغ ووایي، خو خپل دننني غږ ته یې پام دی، چې هغوی ته یادونه کوي، په بشپړه توګه له خپل ځان سره رښتیني دي. په مسایلو باندې د اعتراف لپاره د زړورتیا لرل، له خپل ځان سره د رښتیني اوسېدو لپاره تر ټولو لومړی ګام دی، مخکې تر دې چې وکولای شئ، له نورو سره رښتیني واوسئ، که څه هم سخته کار دی، خو باید ترسره شي.
خوشاله انسانان پوهېږي، که ټاکلي شوې وي، خپله د خپل ځان واقعي واوسي، باید له خپل ځان سره رښتیني واوسي، ځکه هېڅ څیز نه شي کولای شي، چې د رښتینولۍ د نه شتون په څېر له ژوند څخه مو خوشالي واخلي.

۱۸ ـــ له نورو څخه مرسته غواړي

هغوی په دې باندې باور لري، چې له نورو څخه د مرستې غوښتنه، انسان په یوه کمزوري موجود باندې نه بدلوي؛ نو کله چې له کوم چا څخه مرسته غواړي، د کمزورتیا او یا بل منفي احساس نه کوي، بلکې مرسته غوښتل، د یوې نظریې (آیډیا) یا خپل موقعیت یا له نورو سره د یوې درندې دندې د وېشنې په اړه، یو بل لید لوری ګڼي.
هغوی دې باور ته رسېدلي دي، چې ښایي تل اړینې وړتیاوې ونه لري، چې ټول کارونه په یوازې توګه ترسره کړي، نو له هرې مرستې او دوستانه وړاندیر څخه، لکه د یوې ډالۍ په څېر هر کلی کوي. خوشاله افراد په دې باندې باور لري، چې د مرستې غوښتنه له دوی څخه کوم څه نه کموي، بلکې تجربې یې زیاتوي.

۱۹ ـــ له توپیرونو څخه هر کلی کوي

ټول انسانان یو بل ته ورته نه دي او یوازې په یوه څیز کې یو بل ته ورته والی لري او هغه هم له یو بل سره توپیر لرل. خوشاله انسانان په دې توپیرونو باندې پوه دي؛ دا توپیرونه کولای شي د نژاد، مذهب، جنسیت یا لیدلوري په اړه وي یا بل هر توپیر چې موږ له یو بل څخه جلا کوي، خوشاله انسانان له توپیرونو څخه انکار نه کوي، بلکې مني یې. د خوشاله انسانانو لپاره، که ټول یو بل ته ورته وای، نو نړۍ به په یوه ستړي کوونکي ځای باندې بدله شوې وای.

۲۰ ـــ په خپل ژوند باندې مئین دي  

ژوند له ټولو سختیو او لوړو او ژور سره، چې لري یې، د خوشاله انسانانو لپاره یوه ښه او انګېزه بښونکې پېښه ده، چې باید منندوی یې واوسو. هغه ستونزې او ننګونې، چې ورسره مخامخ کېږو، د دې سبب ګرځي، چې له ښېګڼو او ښکلاګانو څخه لا ډېر خوند واخلو. خوشاله انسانان په ژوند باندې مئین دي او په همدې خاطر له ژوند سره جګړه نه لري، بلکې په هماغه ډول یې مني.
هغوی د دې لپاره، چې خوندور او ارزښتمن ژوند جوړ کړي، هر کار چې اړین وي، ترسره کوي یې، هغوی دې درک ته رسېدلي دي، د دې لپاره چې وکولای شي، د دې سفر په ارزښت باندې پوه شي، کله وخت باید کېني او له لارې څخه خوند واخلي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ