آیا پوهېږئ غرونه هم وده او حرکت کوي؟

ژباړه: نسیمه محمدي
د یو لړ څېړنو وروسته څېړونکي دې پایلې ته ورسېدل، چې غرونه، هم حرکت لري او هم لوړېږي. څېړونکو ثابته کړه، غرونه د وخت په تېرېدلو لوړېږي او ممکن میلیاردونه کلونه دوام ومومي، خو دا چې کوم څه د غرونو د ودې لامل کېږي، تر اوسه د څېړونکو د بحث او څېړنې موضوع ده. ممکن بالاخره نوې څېړنې به د اوسنیو پوښتنو ځوابونه ووايي.
تر دې دمه د غرونو د ودې لپاره درې عامله شته.
لومړی عامل د تکتانیکي طبقو د حرکت او همدارنګه د ځمکه په قشر کې د غرونو د (ژوروتیا) سره اړیکه لري.
دویم لامل یې د اقلیم/ اوبو او هوا د سولېدلو پر بنسټ دی.
او درېیم عامل د ایزوستاز اړوند دی، یانې هغه پړاو چې د دې لامل ګرځي، چې ځمکه په ګرم او نرم قشر حرکت وکړي. سره د دې ټولو، دا مورد ډېر لږ د پام وړ او تر یوه حده د دوو نورو لامونو له امله په پام کې نیول کېږي. نو پوښتنه دا ده، چې کوم یو یې ډېر د غرونو په وده کې رول لوبوي؟

څېړونکو د ځمکې د بېلابېلو طبقو سرحدونه سره تجزیه او تحلیل او له ډول ډول ځواک څخه ګټه واخیسته، چې کولای شي پر تکتانیکي طبقو اغېز پرېږدي. دې څېړنیز ټیم د دې مُډلونو سره د همالیا، آند، سوماترا او جاپان غرونو د اصلي لوړالي پرتله کولو څخه دې پایلې ته ورسېدل، هغه غرونه چې لا هم په فعال ډول د ودې په حال کې دي، لوړوالی او وزن، د ځمکې تل کې د لویو انرژیو سره په متعادل ډول پاتې کېږي.
څېړونکو لاندې بېلګې مثال ورکړی:
که لاس د یوې ټوټې/ رخت لاندې ونیسو او لاس ته حرکت ورکړو، د رخت د منځ په چِین کې، د غرونو په څېر موجونه پورته ځي، د رخت/ ټوټې اصطکاک دلاسونو پرمخ په آرامۍ سره شاته ته حرکت کوي، چې دا تکتانیکي فعالیت دی. اوس باید مشخصه شي، هغه غرونه چې د فرورانش سیمو ته نېږدې دي، هغه ځای چې یو تکتانیکي څپه د بلې څپې لاندې څرخي، آیا همدا امر صدق کوي. په دې ډول سیمو کې لا هم د اقلیمي شرایطو سره  کولای شو د غرونو لوړېدل راکم کړو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي