افغانستان ټولنیز ژوند ژوند بڼه سرسکالو کلتور او هنر

د غوریانو دورې د تاریخي اسنادو مجموعه د افغانستان ملي ارشیف ته وسپارل شوه

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه د غوریانو دورې د تاریخي اسنادو مجموعه د افغانستان ملي ارشیف ته وسپارله.

ښاغلي غني دا مجموعه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وسپارله.

ښاغلي غني له خواجه میرزامحمد څخه د غوریانو دورې تاریخي اسنادو مجموعې له تسلیمولو او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر ته د هغو له سپارلو مننه وکړه.

هغه وویل:

«نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې زموږ یوه علمي او تاریخي خزانه د افغانستان ملي ارشیف ته سپارل کېږي چې اوسنيو او راتلونکو نسلونو ته د څېړنو، تعبیر او تفسیر لویه منبع ده او ابعاد یې دومره پراخه دي چې د اسلام د مبین دین او د ادیانو د مقایسوي تاریخ ډېر اړخونه به ورسره روښانه شي.»

ولسمشر غني زیاته کړه، دا اسناد به د ټولو په خدمت کې وي او ضرور ده چې ټول ډیجیټل شي او په اساسي توګه د نړۍ د ټولو مورخینو په اختیار کې قرار ولري.

ځانګړې پاملرنه

نوموړي ویلي چې د غور تاریخ په دې وروستیو کې د مقایسوي تاریخ له پلوه ډېره پاملرنه وراړولې او ضرور ده چې دا او هلته پیدا شوي نور اسناد د غزنویانو او غوریانو دورو ابعاد روښانه کړي .

ښاغلي غني د ملي ارشیف مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې عمومي بلنه ترتیب او مشخص میکانیزم پیشنهاد کړي چې یو فصل د دوی په بودجه کې ځای شي. همدارنګه یې مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د تاریخي اسنادو د اخیستلو لپاره د ملي ارشیف او د ارګ د ارشیف په بودجه کې یو خاص باب برابر شي.

اشرف غني په دې مراسمو کې وړاندې وویل:

«زموږ د استادانو او محصلینو د لاسرسي لپاره باید د دې اسنادو یوه برېښنایي کاپي موجوده وي او زه باور لرم چې دا به ژر په نړیوالو ژبو هم ترجمه شي، ځکه ډېر نادر دي او د نړۍ په اکثره هیوادونو کې د عباسي او غزنوي دورې نهایت کم اسناد موجود دي.»

د ارزښتناکه اثارو لیږدول

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر وویل، د هیواد په بېلابېلو برخو کې له ژمنو او وطن ته وفادارو خلکو سره قلمي نسخې او تاریخي فرهنګي اثار ساتل کېږي او موږ په داسې طرحه کار کوو چې د یو میکانیزم له مخې عمومي بلنه ترتیب او پر اساس به یې دا ارزښتناک اثار له افرادو څخه ملي ارشیف او د ارګ ارشیف ته انتقال کړو.

نوموړي وویل:

«د تاریخ په اوږدو کې ملي موزیم او ملي ارشیف د حوادثو له اغېزو او لاسوهنو خوندي نه وو او زه هیله مند یم چې ستاسو د فرهنګي پالیسۍ په اساس به هم ملي ارشیف او هم ملي موزیم له حوادثو او لاسوهنو خوندي شي.»

ارګ وايي، غلام محی الدین صدیقي د یادو تاریخي اسناد د موندنې او د هغو د قاچاق د مخنیوي په اړه معلومات ورکړل وې ویل، خوښ دی د غور د پخوانۍ زمانې تاریخي اسناد چې د ټول افغانستان اړوند دي، ملي ارشیف ته سپاري.

ځانګړي ارزښت لرونکې نسخه

د ملي ارشیف رئیس محمد افسر رهبین په خپلو خبرو کې وویل، د تاریخي اسنادو مجموعه چې د غوریانو دورې د فرهنګ او تمدن یوه ګوښه رانغاړي، له څو کالو راهیسې یې په غور ولایت کې زموږ وطنپال هیوادوال خواجه میرزامحمد ساتنه کوله.

هغه زیاته کړه:

«د غور اسنادو مجموعه د تاریخ په یوه مهمه او مشخصه مقطع کې زموږ د خلکو ټولنیز، سیاسي او فرهنګي روابط او مناسبات انعکاس کوي او ځانګړی تاریخي ارزښت لري.»

رهبین وویل، دا اسناد فقهي مسایل، د زمیندارۍ چارې، د مالیو راټولول، رسمي او خصوصي لیکونه او د غوریانو دورې اړوند نور موضوعات رانغاړي او د دې اسنادو مجموعه په امانت ډول د ملي ارشیف مخزن ته سپارل کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ