سپورټ کرکټ

د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان په ګډون د سوپرلیګ لوبې پېلوي

 

سپورت یاران

د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې پر ورځ وویل، چې د جولای په ۳۰ مه نېټه د ۱۳ لوبډلو ترمنځ په انګلستان کې د کرکټ غوره‌ لیګ لوبې پېلېږي، چې موخه ترې ۲۰۲۳م نړیوال پنځوس اوریز جام ته ورتګ او غوراوي جام لوبو کې یاد جام ته ورتلل یقیني کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې دوی د ۲۰۲۳م یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره د سوپرلیګ یو ورځنۍ لوبې چمتو کړي دي.

دغو لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو ۱۲ بشپړ غړیتوب لرون:ې لوبډلې او یوه د نېدرلېنډ لوبډله شامله ده.

دا چې افغان کرکټ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې لسم مقام لري؛ نو دغه سوپرلیګ کې افغان لوبډله هم شامله ده.

ټولې لوبډلې به له یو بل سره په خپل کور او مېلمنې لوبډلې په توګه درې، درې یو ورځنۍ لوبې کوي.

۲۰۲۳م نړیوال پنځوس اوریزجام په هندوستان کې ترسره کېږي.

له دغه لیګ څخه به اووه لوبډلې نړیوال جام ته ځي او پاتې ۹ لوبډلې به بیا د غوراوي جام سیالیو په لړ کې ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته لار مومي.

نېدرلېنډ لوبډلې په ۲۰۱۵ او ۱۷ م کلونو کې د سوپر پړاو لوبې ګټلې وې او سږ کال به بیا د سوپر لیګ جام سالۍ ولوبوي.

د کرکټ نړیوالې شورا عمومي ناظم یا منېجر ویلي، چې د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې یې د کرکټ نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره سوپرلیګ پړاو لوبې په پام کې دي.

لومړی پیل یې د جولای میاشت په ۳۰ مه نېټه د انګلستان او ایرلېنډ ترمنځ د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې ترسره کېږي.

دواړه لوبډلې درې یو ورځۍ لوبې انګلستان کې کوي او بیا به انګلستانۍ لوبډله د درې نورو لوبو لپاره ایرلېنډ ته ورځي.

تر اوسه د دغو لوبو بشپړ نوملړ نه دی خپور شوی، دا چې د افغان لوبډلې لوبې کله دي، په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

ښایي د کرکټ نړیواله شورا راتلونکي کې د سوپرلیګ پړاو لوبو بشپړ مهالوېش خپور کړي.

zazai.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ