ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

څنګه د نړۍ یوه غوره د ژوند ملګرې اوسئ؟!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

له شک پرته ستاسي په ژوند کي حتمي داسي ورځي راغلي دي چي احساس کړي مو دي، د خپل مېړه له پاره د دنیا بهترینه ماینه تاسي یاست او دغي پایلي ته رسېدلي ياست چي یو د بل له یوځای اوسېدو او خبرو کولو څخه خوند آخلئ. خو څه پېښيږي چي دغه شېبې دوام نه پیداکوي؟ دا سمه ده چي په ژوند کي ترخې او خوږې وي، خو څنګه کولای سو چي د خوږو کچه لوړ او د ترخو هغه راکمه کړو؟

کومي حللاري سبب کېږي چي د سوء تفاهماتو ښکار نه سو او د خپل ژوند له ملګري سره سالمي او سهی اړیکي ولرو؟ په دغه مورد کي، د هغو ښځو مشورې اورېدل چي له وادونو څخه ئې کلونه وتلي دي او سپارښتنې بې ګټي نه دي – خورا ضروري دي.

په نننۍ لیکنه کي مو هڅه کړې چي د هغو ۸ بریالیو ښځو تجربې او سپارښتني درسره شریکي کړو چي توانېدلي دي کلونه د خپلو مېړونو سره په خورا خوښۍ او خوشحالۍ سره ژوند وکړي او ددې ترڅنګ به د څو ارواپوهانو سپارښتنو ته هم اشاره وکړو.

د مشاورینو سپارښتني

تیلور، ارواپوه په دې باور دئ چي دوست لرل همېشه د ښه اوسېدو په معنا نه دئ، بلکي داسي وختونه راځي چي نه ویل هم د ګډ ژوند د اړیکو د ټینګېدو سبب کېږي. نوموړی باور لري چي دغه کار ښايي په لومړیو کي ستاسي د ژوند د ملګري د زجر او رنج سبب سي، خو د وخت په تېرېدو سره، به ستاسي د ژوند ملګری/ې ستاسي صداقت وستايي. ماری پاندر، د کورنۍ ارواپوهه، باور لري چي دغه فکر بالکل ناسم دئ چي باید لومړی اولادونو ته رسېدګي وکړه سي، بیا د ژوند ملګري ته. البته له اولادونو مراقبت او ساتنه د ګډ ژوند له وجایبو او ملزوماتو څخه دي، خو دغه کار باید هیڅکله د دې سبب و نه ګرځي چي د ژوند د ملګري پر وړاندي ستاسي مینه کمه سي. دا رښتیا دي، چي د اولادونو له پاره کېدای سي تر ټولو بهترین څیز د داسي والدینو لرل وي چي یو له بل سره عمیقاً مینه ولري. نوموړې همدارنګه وايي چي هیڅکله په تریو تندي کور ته مه ننوزئ، ځکه چي په دغسي یوه حالت کي یوازي اضطراب او اندېښنې له ځان سره انتقالوئ.

ښه وړاندیز

د واده د کاردونو د چمتو کولو پر مهال مي د ژوند ملګري ته وړاندیز ورکړ چي ځیني کاردونه د مېلمنو د نظریاتو او نصیحتونو له پاره خالي پرېږدي. د واده تر څو کلونو وروسته د دغو کاردونو لوستل راته خورا لذت بخشه ول. په یوه کارد کې راته نوشته کړي ول: پر مشکل حمله وکړئ، یو پر بل نه. ما او د ژوند ملګري مو هڅه وکړه چي له دغي سپارښتني څخه په ژوند کي کار واخلو. هرکله چي مو په کومه موضوع کي د نظر اختلاف ترمنځ پیداکېدی، زموږ دواړه هڅه به دا وه چي تر ډېره پوري پر مشکل باندي تمرکز وکړو نه زموږ پر شخصي کمزوریو باندي.

څرګند اوسېدل

خور مي وکیله ده، همېشه ئې داسي سپارښتنه راته کړې ده چي زما دغه پنځه کلن ګډ ژوند ئې له مشکلاتو را خلاص کړی دئ. هغه وايي: دوست لرل په دې معنا نه دي چي د ژوند ملګری/ې دي ستا ذهن ولولي. ځکه نو، هرکله چي کوم مشکل یا د نظر اختلاف ترمنځ راپیداکېدی، ښکاره او څرګند ووایاست چي له دغه خبري مو هدف چشي دئ، ځکه چي په ډېرو مواردو کي، د لویو مشکلاتو او سردردونو ریښه یو له بله د مېړه او ماینې ناسم اخذونه وي.

قناعت

عمه مي همېشه نصیحت راته کوي چي ساده ژوند کوونکې اوسم او پر خپل مېړه باندي د هغو شیانو او وسایلو په رانیولو سره چي ډېر ضروري نه وي فشار را نه وړم. دا څو کلونه کېږي چي زموږ له واده څخه تېرېږي هیڅکله مي هغه شی چي زما د مېړه له مالي توانه لوړ وي غوښتی نه دئ او همېشه مي قناعت او سپما ته لومړیتوب ورکړی دئ. په حقیقت کي، زده کړي مي دي چي ساده ژوند کول او قناعت د ژوند له مهمو رازونو څخه دي.

هېرول

زما د مور ۵۵ کاله د واده پوره کېږي، همېشه داغه راته وايي چي د مېړه بد عادتونه دي پر یوه کاغذ ولیکه او هڅه وکړه چي هغوی هېر کړې، ځکه چي هیڅوک زموږ څخه پوره او بې عیبه نه دئ. هغه وايي کله چي لوي تعهد منې، باید پرېنږدې چي کوچني څیزونه هغه چټل کړي. په حقیقت کي، هغې زه د ژوند او واده په اهمیت باندي پوهه کړم.

له ځان سره خلوت کول

زما بهترینه شریکه وايي: هڅه وکړه چي له ځان سره د خلوت له پاره لږ وخت ولرې. ځیني وخت په ژوند کي داسي څیزونه رامنځ ته کېږي چي که یوځای ته د خلوت له پاره ولاړه سې او په مورد ئې فکر وکړې، مشکل حلېږي. هغه حللاره چي زه او زما مېړه ئې کاروو دا ده چي کله زموږ ترمنځ بحث کېږي، زموږ څخه یو د څنګ اطاق ته ځي او تر څو دقیقو وروسته ئې چي آرامش او سکون حاصلېږي، بیرته راځو او مشکل حلوو.

خندل

د واده پر مهال، زما پلار ارته وویل چي همېشه باید وخاندم او ژوند پر ځان ډېر سخت نه کړم، ځکه د هغه شاعر په قول چي وايي: دا ژوند خو زموږ کم د محبت له پاره هم دئ – حیران یم اوزګارېږي و نفرت ته خلک څنګه؟ “. تر څلورو کلونو وروسته، مي درک کړه چي دغه جمله زموږ د ګډ ژوند یوه لارښوده جمله اوسېدلې ده. په حقیقت کي، زه او د ژوند ملګری/ې مي په ټوکو کولو، حتی د ځینو جدی بحثونو په کولو سره، یو د بل له پاره خوشحالوونکي شېبې رامنځ ته کوو. رښتیا، که څوک پر خپل مشکل وخاندي، بریالی نه دئ؟

توپیرونه

د واده پر مهال، زموږ نکاح تړونکي ما او مېړه ته مي وویل چي موږ په یوازي ډول بې عیبه او کامل نه یو او یو د بل بشپړوونکي یوو. طبیعي ده چي ستاسي په منځ کي به د نظر اختلاف راځي. نو کوښښ وکړئ چي یو د بل نظر ومنئ او درنښت ئې وکړئ. دغه سپارښتنه د دې سبب سوه چي زه له هغه باوره تېره سم چي همېشه باید زموږ ترمنځ توافق وي. موږ دواړو زده کړي دي چي توپیرونه هم د ژوند یوه برخه دي او همدغه توپیرونه دي چي موږ خاص ګرځوي.

وخت بندي

مور مي چي کله د تلوېزیوني خپرونو د کتلو پر مهال زموږ اختلاف ولیدی، وړاندیز ئې وکړ چي د اوونۍ په سه شنبه دي د تلوېزیوني پروګرامونو لیدلو انتخاب زما وي او نوري شپې دي دغه انتخاب زما د مېړه وي. اوس چي مي کومه شپه د مېړه انتخاب وي – د هغه د خوښي وړ پروګرام له لیدلو څخه نه عصبانی کېږم.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي