په آی پي اېل کې د توپوهونکو د منډو جوړولو قېمتونه

لیکنه: سمیع الله درانی

آی پي اېل او نور سوداګریز کرکټ لیګونه که له یوې خوا سرګرمي، ساعت تېری او ورزش دی، خو له بلې خوا ستره سوداګري هم ده، د لوبډلو مالکانو، لوبغاړو، شریکانو او کرکټ بورډونوته پکې مالي امتیازات شته.

د آی پي اېل د ځینو لوبغاړو د هرې منډې قېمت د هغه د توپوهنې د ګوزار کچ یا سټرایک رېټ او منډو اوسط پربنسټ ټاکل شوی دی.

د لوبغاړو د هرې منډې قېمت

د ویسټ انډیزي لېنډل سېمونس د هرې منډې جوړولو قېمت صفر اعشاریه ۱۱ لکه هندي کالدارې دی.
دی د ممبیي لوبډلې لپاره خورا ښه تمام شوی، ځکه چې د اخیستلو قېمت یې کم دی او توپوهنه یې بیا اعلی درجه ده.

پارتېف پټېل

د هندوستان وېکټ‌ساتونکی کیڼ لاسی توپوهونکی دی، دی د بنګلور او ممبیي لوبډلو لپاره لوبېدلی، که هم په کمه بیه پېرل شوی، خو ۷۲ لوبو کې یې ۱۶۴۲ منډې نامي دي او د هرې منډې قېمت یې صفر اعشاریه ۴۷ لکه هندي کالدارې دی.

کېن ویلیمسن

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې او آی پي اېل کې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر هم دی، ده د حیدراباد لوبډلې لپاره ۴۱ لوبو کې ۱۳۰۲ منډې کړې او هره منډه یې د لوبډلې لپاره ۵۱ زره هندي کالدارې قېمت لري.

سوریا کومار یداف

دی هندی ښي لاسی توپوهونکی دی، چې په درېیم نمبر توپوهنې ته راځي. دی د پنجاب او ممبيي لپاره لوبېدلی دی.
۸۴ لوبو کې یې ۱۵۴۴ منډې کړي او هره منډه یې په ۵۲ زره هندي کلدارې تمامه شوې ده.

نېتېش رانا

رانا له ممبیي او کلکتې لوبډلو سره ۴۶ لوبو کې برخوال دی ۱۰۸۵ منډې یې کړي دي او هره منډه یې ۶۴ زره هندي کالدارې تمامه شوې ده.

کوېنټن ډيکاک

د سویلي افریقا کیڼ لاسی وېکټ‌ساتونکی. توپوهونکی دی، ممبیی، بنګلور او ډیلي لوبډلو سره په ۴۷ لوبو کې لوبېدلی ۱۴۵۰ منډې یې جوړې کړي او هره منډه یې ۷۵ زره هندي کالدارې تمامه شوې ده.
د جی پي ډومني هره منډه په ۷۸ زره، د ویسټ انډیزي ډوېن سمېت هره منډه په ۸۱ زره، ډېوېډ وارنر په ۷۱ لوبو کې ۳۲۷۱ منډې کړي او د هرې منډې ارزښت یې ۸۷ زره کالدارې دی.
د جاس بټلر ۹۰ زره او د کی اېل راهول د هرې منډې قېمت ۹۷ زره هندي کالدارې دی.
یعنې دا هغه لوبغاړي دي، چې لوبډلو نسبتاَ په کمو قېمتونو اخیستي دي؛ خو لوبډلو ته یې رول د لکونو روپیو دی.
دې کې هغه لوبغاړي د لوبډلو او آی پي اېل لپاره ډېر ګټور دي، چې په ټیټو قېمتونو پېرل شوي، خو منډې یې زیاتې کړي او د منډو قېمتونه یې کم دي، چې سېمونس پکې مېدان وړی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي