بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کلتور او هنر

په ګېنس د چینايي ځوان سخت او حیرانوونکی ریکارډ

راپور: نسیمه محمدي

یوه چینایي ځوان، د شاتو د مچیو سره د مخ او بدن په پوښلو وکولای شول، په ګېنس کتاب کې نوی ریکارډ ثبت کړي.

د راپورونو پر اساس، ځوان چینايي ژوان لیانګ مینګ، وکولای شول خپل بدن د ۶۳ کیلو څخه زیاتو مچیو سره وپوښي. دا رقم د ۶۳۷ زره مچیو د شمېر سره برابر دی.

نوموړي د ځان په لور د مچیو د جذب لپاره د ۶۰ ملکو مچیو کار واخیست.

د ګېنس کتاب د ريکارډونو استازو دا پېښه له نېږدې کتله. کله چې دا بریا ثبت شوه، د ځانګړو زده کړو وګړو د لیانګ بدن له مچیو پاک کړ.

دغې ویډیو له شپږ میلیونه زیات کتونکي لرل، سلګونه لایکونه او کمېنټونه یې ترلاسه او څو زره ځلي ټويټ شوې ده.

کاروونکو لیکلي:

دا لومړی ځل دی چې دا ډول وړتیا وینو. لرې ده چې دا فلم بیا ننداره کړو. دا سړی د ګېنس کتاب یو له واقعي اتلانو څخه دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ