بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر مخکښان نړۍ

په غزاګانو کې د ښځو ونډه او نه هیریدونکې مبارزه

لیکنه: مهر تاج

له كومې ورځې چې انسان دې ښکلي او شنه ستوري ته راغلی دی، انانیت ورسره یو ځای را غلی دی. لومړی انسان هابیل هم د دې انانیت ښکار شو، او مړی یې خپل ورور قابیل ته ور په غاړه شو، چې کله هم په خلکو وخت تېر شو زړونه یې سخت شول الله پاک ورته نبیان او رسولان راولیږل، خلک یې بېرته خپل توحید ته راوبلل، له توحید وورسته نړۍ بیا شرک ونیوله، هر چا به کوښښ کاوه، چې خدای یې په بل خدای غالب شي او غاړه ورته کیږدي.

د ابرهیم په دین باندې زرګونه کلونه واوښتل، عربانو بتان په خدای ولۍ ونیول، د لمر، سپوږمۍ، او ستورو عبادت يې پيل کړ، اجتماعي اخلاق ړنګ شول، ښځه د ژوند له هر ډګره ووتله، یوازې د لذتونو، او خوندونو لپاره پیدا وه، یو سړي به د قمار په یو دوه کې لسګونه ښځې بایللې، له سیاسي، اجتماعي او اقتصادي میدان څخه وویستل شوه، شاعرانو به یې ویل چې ښځه پلیته ده، د شیطان دام دی.

د اسلام ډېوه د عربي جزیرې په زړه کې بله شوه، د ښځې اصلي څېره د دې ډیوې په رڼا کې وځلېده، نو د نارینه و په زړونو کې د ښځو مینه پيدا شوه، همدا وه چې  ښځه یو ځل بیا سیاسي، اجتماعي، او اقتصادي ډګر ته ننوتله، د الله ج پيغمبر ته يې مشورې ورکولې، د مکې په فتحه کې ښځو ځينې خپلوانو مشرکانو ته پناه ورکوله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور، زینب خپل مشرک میړه ابوالعاص ته پناه ورکړه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم يې پناه ومنله.

ښځه د نارینه بشپړونکی تصویر شو، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، به له خپلې مېرمنې عائشې سره د ځغاستې سیالي کوله. د نیزې لوبې نندارې ته به یې راویستله.

د نارینه سره په هر ډګر کې اوږه په اوږه ولاړه وه، تر دې چې په غزاګانو کې يې په مسقتیم او نامستقیم ډول برخه اخیسته، د احد په غزا کې فاطمې رضی الله عنها په خپلو اوږو د اوبو ډک مشکونه راچلول، ټپيانو ته یې اوبه ورکولې، او کله چې به هم رسول الله صلی الله علیه وسلم کومې غزا ته تلو نو د خپلو مېرمنو ترمنځ به یې پچه اچوله، د چا پچه چې به راوختله هغه به يې له ځان سره بوتلله.

په شپږم هجري کال د بني المصطلق په غزا کې ورسره عائشه رضی الله عنها وه، په شپږم کال د حدیبې په سوله کې ورسره ام سلمه ملګرې وه، په احد کې ورسره ام عماره نسیبه بنت کعب وه، توره او ډال يې په لاس کې و، جګړه يې کوله، په همدې غزا کې یو مشرک له خپل ټولي راووت، غشی يې په لینده کې کېښود چې رسول الله صلی الله علیه علیه وسلم، وولې، نسیبه یې مخې ته سپر شوه، غشی یې په عورت ولګېد، مشرک له خندا شین شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم، غشی راواخیست، سعد بن ابی وقاص ته یې ونیوه، بیا يې د دغه مشرک په لور اشاره وکړه، کله چې سعد مشرک په مرۍ کې په غشي وویشت، رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره وخندل چې د ژامې غاښونه يې ښکاره شول.

د حنین په غزا کې ورسره د ابو طلحه مېرمن ام سلیم بنت ملحان وه، په عبدالله بن طلحه امیدواره وه، خو بیا هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره غزا ته تللې وه، په جګړه کې به د مېرمنو ډېره ونډه؛ د ټپيانو او ناروغانو درملنه، او د خوراک او څښاک تیارول و، په دې سربېره به ښځو د خپلو نارنیو روحي او معنوي غښتلتیا ورکوله.

د فارس سره په جګړه کې هندیه رضی الله عنها د خپل خاوند ابوسفیان سره یو ځای تللې ده، خالد د جګړې قومنده په غاړه لرله، پوځ به په پنځو برخو ویشل کېدل، مقدم ( مخکني جنګیالي) موخره (وروستي جنګیالي) میمنه، (ښې اړخ جنګیالي) میسره ( کيڼ اړخ جنګیالي) او قلب، د منځ جنګیالي، خالد چې به ښې لور ته واوښت کیڼ لور به ماتې وخوړه، که به کیڼ ته واوښت ښې به ماتې وخوړه، نو ښځې یې راټولې کړې ورته یې وویل، د هرې ښځې خاوند که په شا شو پرې يې نږدئ، لومړی سړی چې په شا راغی ابوسفیان و، یوه سترګه یې هم ړنده شوې وه، لومړۍ ښځه يې چې مخ ته ورووتله هندیه وه، د اس مخ يې د خیمې په بانس وواهه او ورته یې وویل، نن دې ورځ ده ابوسفیانه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې چې دې کوم بد کړي جبېره یې کړه، هماغه وه چې د خالد لښکرو فارسیان مات کړل او فارسي امپراتوري يې رانسکوره کړه.

له روم سره د صحورا په جګړه کې د خوله بنت الازور په شمول په لسګونو مېرمنې د رومیانو له خوا ونیول شوې، په یو ځای کې يې راټولې کړې، ساتونکي يې پرې وګومارل:

د دې بنديوانو ښځو په منځ کې یوه دنګه، ښایسته ښځه وه، په څېره کې يې د جنګیالیو نښې او وقار ځلیده، راپورته شوه، ښځو ته ودرېده، په ډېر حماست يې پرې غږ کړې:

ای د مسلمانانو مېرمنو!

ای د تبع او حمیر لورګانو!

تاسې په دې رومي خرو خوښې یاست؟

تاسې غواړئ چې بچي مو مریان وي؟

ستاسې زړورتیا څه شوه؟

د اسلام هغه کرامت څه شو؟

ستاسې هغه زړورتیا څه شوه چې په مجلسونو کې به پرې خلکو ویاړ کاوه، دا ښځه خوله بنت الازو وه، کله چې ښځو د خولې دا غږ واوريده، عفراء بنت غفار الحمیره وویل، د ازور لورې په خدای رښتیا دې وویل، خو په داسې موقفونو کې يوازې توره کار کولی شي، موږ خو يې په ناخبرۍ کې ونیولو، اوس لکه ګډې بې وسلې پنډې یوو، هرې يوې مرګ ته په مریتابه ترجیح ورکوله خو وسله کومه ده؟

خولې بنت الازور پرې غږ کړې:

ای د تبع لورګانو! د کیږدۍ باڼسونه راواخلۍ، میخونه راوباسئ، په دې بدبختانو برید وکړئ، یا به شهیدانې شوو، یا به غازیانې، ای د تبع لورګانو راځئ له دې شرم نه خپلې لمنې ووینځو!!

خوله ترې مخکې شوه، د کیږدۍ باڼس يې په اوږه راخیستی دی، ښځو ته یې مخ راوګرځاوه، ورته يې وویل:

پام کوئ بې زړه نه شئ او ټولې یوځای اووسئ، یوه له بلې مه جلا کیږئ، د دښمنانو لیندې ماتې کړئ، توري يې ماتې کړئ، د تکبیر نعره پورته کړئ.

خولې خپله ملا په وستني وتړله، شاته پسې عفراء بنت غفار، ام ابان، سلمه بن زارع، روعه بن عملون، سلمه بنت نعما او نورې مېرمنې ورپسې دي، ټولو د کیږدیو باڼسونه راخیستي دي، خولې په ساتونکي لومړی برید وکړ، ځای پر ځای یې کړ، نورو مېرمنو په ساتونکو او پوځيانو حمله وکړه، نیزې او غشي د کیږدیو په باڼسونو دفع کوي، تر دې چې دې اتلو مېرمنو له اسارت نه ځان وژغوره.

یوه ورځ خالد بن ولید، یو اسپور ولید، تورې جامې يې اغوستې وې، ملا يې په کمربند تړلې وه، په سر يې شنه لونګۍ وه، په اس سپور و، د غشي په څېر به د روم په لښکر ورننوت او بېرته به ترې روغ راووت، خالد په تعجب پوښتنه وکړه، کاش دا اسپور زه وپيژنم؟!

مسلمانان او خالد دواړه د دې اسپور اتلولۍ ته حیران دي چې د رومیانو جنګي لیکي غوڅوي، خلکو د رافع بن عمیر غږ واوريده چې وايي: دا اسپور له خالد بن الولید پرته بل څوک نه شي کیدلی، خو خالد راځي، رافع خالد ته وايي:

دا اسپور څوک دی؟

ـ په خدای زه یې هم نه پيژنم!

اسپور دا پلا د رومیانو په لښکر کې ورننوت، رافع چېغه کړې، اسپور ورک شو، خالد قومنده ورکړه چې ورننوځئ او اسپور وژغورئ، ټولو یوه حمله وکړه، اسپور راووت، وینې پرې بهېدلې، خالد ورمخکې شو،پرې غږ یې کړې، ډېر اتل اسپور يې د الله دین نه دې دفاع وکړه.

که مخ راته لوڅ کړې چې ته يې څوک يې؟

اسپور ځواب ورکړ چې زه خوله بنت الازور یم، خبره شوم چې ورو ضرار بندي شوی، راغلم چې ازاد یې کړم، بیا یې سخت وژړل او لویه قصیده يې وویله:

زما له وروره وروسته به زما سترګې ورنه شي
او په زخمي بڼو به څرنګه ویده شم

ټولو مسلمانانو ورسره وژړل، په دې وخت کې د روم یوه ډله تسلیم شوه، خالد ترې د ضرار پوښتنه وکړه، دوی وویل، هغه خو موږ تارومار کړو، اخر مو ونیو له سلو اسپورانو سره مو حمص ته ولیږه، خالد رافع ته امر وکړ چې سل تجربه کار اسپوران درسره واخله او ځان پسې ورسوه، خولې له خالد غوښتنه وکړه چې دا هم ورسره لاړه شي، هغه اجازه ورکړه، دښمن يې رالاندې کړ او خولې خپل ورور ازاد کړ.

د تاریخ په اوږدو کې ښځو په مقدسو جګړو کې نه یوازې دا چې ونډه اخیستې بلکې د دوی په برکت دغه جګړې ګټل شوي هم دي، چې ځينې يې د تاریخ له حافظي وتلي او ځينې یې لا تر اوسه تاریخ ساتلي دي.

د انګریزانو سره د افغانانو جګړه لا د تاریخ په حافظه کې شته دی، په دې جګړه کې تر ټولو مهمه جګړه د میوند وه، د میوند جګړه هم د يوې پښتنې پېغلې په حماسې غږ وګټل شوه، که نه افغانانو ماتې خوړلې، ملالۍ دا حماسي غږ به تر هغې ژوندی وي تر څو چې دا ځمکه او اسمان وي:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته ساتینه

ددې په خوا کې اوسمهال وګورئ په کوزه پښتونخوا کې پياوړې ښځې راپورته شوي او له نارینه و سره یو ځای مبارزه مخته وړي، ښه مثال یې وړانګه لوڼۍ او ثنا اعجاز ده، همداسې نورې هم شته، خو دا مو یوازې د بیلګې په توګه یادې کړې. یعنې هدف دا دی چې ښځه د ټولنې هغه برخه ده چې له مهموالي یې هیڅ انکار نه شي کیدی او خورا لوی اهمیت لري.

دا واقعیت دی چې د نارینه د بریا ترشا د ښځې لاس وي !

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ