ټولنیز ژوند ژوند بڼه

غیبت څه شی دی؟ راځئ دلته مو پرې پوهوو او په اړه یې جالب ټکي درته لرو 

لیکنه: شپنه سلګۍ

ډېر به مو اوریدلي وي چې غیبت مه کوه، غیبت ګناه لري، خو د غیبت په اصلي مانا باندې به ډېر کم خلک پوهیږي.

غیبت دې ته وایي چې یو تن په هغه صفتونو یاد کړئ چې هغه ترې بد وړي او یا بد یې ګڼي. که دغه صفتونه په هغه شخص کې موجود  هم وي، که په کې نه وي بیا نو بهتان دی. موږ او تاسې په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو او د اسلام ډېر ټينګار په اخلاقي برخه دی، نو اسلام وايي چې ټول انسانان له یوه ادم ع څخه زېږیدلي او هغه له خاورې پیدا دی. هېڅوک پر بل فضیلت نه لري. د فضیلت معیار یوازې تقوا ده، هېڅ قوم دې پر بل قوم باندې ملنډې نه وهي، کېدای شي هغه قوم تر ده غوره وي او له غیبت نه یې هم منع کړې ده، انسانان باید له یو بل سره په ورورولۍ او مینه کې ژوند وکړي. هېڅکله باید یو د بل غیبت ونه کړي، ځکه چې غیبت لویه ګناه ده او د ټولنې د وګړو ترمنځ اجتماعي اړیکې له منځه وړي.

پوښتنه دا ده چې ولې یو څوک غیبت کوي؟

انسان خو تل هغه کار کوي چې په هغه کې یې ګټه وي، په غیبت کې د انسان څه ګټه ده؟

که تاسې خپل چاپېریال ته ځير شئ، درته به جوته شي کوم کسان چې غیبت کوي، هغوی د ځانځانۍ ښاماران ځوروي. په انسانیت اخته ناروغان دي. د حسد او کینې څخه ډک خلک دی. هېڅکله نه غواړي چې د دوی په مخکې دې د چا صفت وشي، دوی د ستاینې لایق یواځې خپل ځان ګڼي. له دوی پرته نور ټول د غیبت وړ دي. دوی تل هڅه کوي چې خپل ځان پر نورو لوړ وښایي، که په مجلس کې د چا صفت کیږي نو دوی به سم له واره د هغه شخص په غیبت خوله پرانیزي، ځکه چې دوی نه غواړي له ځانه پورته خلک وزغمي، نو له دې لارې خلک ځان ته متوجه کوي او ځان کې ورته په دروغو او رښتیاوو د داسې جوهر ښودلو هڅه کوي، چې دا کس خپل ځان ته متوجه کړي.

په لنډه توګه د غیبت لاملونه په لاندې ډول دي:

۱ـ له یو چا سره په زړه کې کینه لرل، خو له وېرې يې څرګندولی نه شي چې په دښمنۍ وانه وړي.

۲ـ  ناسالمه سیالي، له داسې  سیالیو نه کینه  راټوکیږي او کینه ګر نه غواړي چې کینه يې څرګنده شي، نو پر غیبت خپل زړه تشوي.

۳ـ په غیبت باندې خپله غوسه او قهر  سړوي.

۴ـ له ملګرو سره د یو چا په غیبت کې له دې ویرې ځان شریکوي، چې ګوندې له ملګرتیا به یې وباسي.

۵ـ  خپل ځان په نورو لوړ ښایي، نو د چا د صفت زغم نه لري.

۶ـ  ځينې وخت په ټوکو ټکالو کې د خوند اخیستو او سات تېرۍ په موخه د یو چا غیبت کوي.

۷ـ  ډېر خلک چې بېکار شي، نو بیا د خلکو عیبونه پلټي.

۷ـ   ځينې خلک رییسانو ته د مامورینو غیبت په دې موخه کوي چې ورنیږدې شي.

۸ـ ځينې خلک سالمه تربیه نه لري او دا ورته یوه معموله کړنه ښکاري.

۹ـ ځينې د غیبت په پایلو، عواملو او سزا نه پوهیږي.

۱۰ـ له بدو خلکو سره ملګرتیا کوي.

۱۱ـ د یو چا په غیبت له بل چا نه د یو څه تمه لري.

دا هغه څه دي چې انسان په غیبت اړ کوي، په غیبت سره مینه، محبت اجتماعي مرسته له منځه ځي، دوستۍ پر دښمنۍ اوړي او پای کې غیبت کونکی شخص په ټولنه کې منفور کیږي. همدا ده چې اسلام له غیبت کولو څخه په څرګنده او کلکه منع کړې ده، االله تعالی په خپل کتاب کې وايي څوک چې د چا غیبت کوي لکه دهغه غوښه چې خوري، په غیبت کولو سره اړیکې پرې کیږي، نیک اعمال له منځه ځي، او آن له زنا څخه یې هم سزا لویه ده؛ ځکه اسلام وایي چې ((الغیبت اشدّ من الزنا)) الحدیث.  رسول الله ص فرمایلي  چی غیبت له زنا څخه بدتره ګناه ده، نو دوزخ ته د انسان د تلو سبب ګرځي؟

له دې مهلکې ناروغۍ څخه څنګه ځانونه وژغورو؟

لومړی باید له نیکو او ښو ملګرو سره ناسته پاسته ولرو، قران کریم ډېرتلاوت کړو، د الله په ورکړه راضي او خوښ اووسو، د نورو د عیبونو پر ځای خپل عیبونه سم کړو او پای کې د هر چا پوهې، وړتیا او بریا ته په ارزښت قایل شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ