ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کلتور او هنر

د غوږکیو ډېره کارونه؛ د ماغزو حجرات له منځه وړي

لیکنه: ډاکټر زبیر رسا
ژباړه: ملیحه ناصري

زموږ ډېری ځوانان اوس له غوږکیو ډېر کار اخلي. پر سړکونو، بازارونو، عامه ځایونو، کورونو کې چې ګرځي راګرځي. یا شپې د استراحت پر مهال یې غوږونو کې غوږکۍ/ گوشکي ورکړې وي. دلته مو د ډاکټر صاحب (زبیر رسا) یوه لیکنه راخیستې چې د غوږکیو د ډېرې کارونې او د هغې د نه جبرانېدونکو زیانونو اړوند یې کړې ده.

لومړی یې راځو زیانونو ته:

  •  غوږکۍ د غوږونو عادي ځواک او د اورېدنې قوت کمزوری کوي، ځکه چې سامعه اعصاب کمزوري کېږي.

  •  جسمي او اروایي ستونزې انسان ته پیدا کوي، مانا له فزیکي پلوه یې کمزوری کوي او اروایې نارامه کوي.

  •  د غوږونو بهرنۍ برخه پاکه نه پاتې کېږي او د میکروبي کېدو لامل یې کېږي.

  •  د اورېدو حس خرابوي او په غوږو سړی درنېږي.

  •  د ماغزو حجرات زیانمنوي، آن له منځه یې وړي.

  •  د غوږکیو کارول د دې لامل کېږي چې انسان له نورو خلکو ځان راګوښی او یوازې کړي.

  • فکري تمرکز کموي.

  •  ډېره کارونه یې سردرد پیدا کوي.

  •  د الزایمر او د هېرولو ناروغي پیدا کوي، ځکه تمرکز چې نه وي هغه کار یا شی د سړي هېر شي.

  •  کله چې غوږکۍ کارول کېږي د کارونې پر مهال ماغزه د تشعشع تر اغېز لاندې راځي.

  •  د دې امکان هم وي چې غوږونه عفوني او میکروبي شي.

  •  ګنګسیت او سرګیچي پیدا کوي.

  • په غوږونو کې شته مضره باکټریاوې اووه سوه سلنه زیاتوي.

  •  شخصي/ ځاني امنیت ته نه پاملرنه یا کمه پاملرنه یې بل زیان دی.

څنګه کولی شو ځان خوندي کړو؟

  • تر هغو چې اړتیا نه وه باید ونه کارول شي.

  •  هغه غوږکۍ چې مستعملې یا یو ځل کارول شوي وي، دویم لاس وانه خیستل شي.

  •  یوازې خپله یې وکاروئ!

  •  غوږکۍ په غوږونو کې ډېرې مه ننباسئ!

  •  د غږ کچه یې تر پنځوس سلنې مه لوړوئ!

  •  د پلي تګ/ موټر چلولو وخت کې یې مه کاروئ!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ