روغه سټه وزش او تمرین

آیا پوهېږئ چې د بدن د غړو تناسب د سرطان د ناروغۍ په درملنه کې مرسته کوي!؟

ژباړه؛ نسیمه محمدي

د بدن تناسب د سرطان کیمیاوي درملنې له پیله وړاندې، د ناروغ د رغېدو له بهیر سره مرسته کوي.

د برېټانیا د روغتیا وزارت ویلي، له درملنې وړاندې پړاو کې له ورزش سره د بدن د تناسب پروګرام به ټول ناروغانو ته توصیه شي، چې د سرطان په درملنه کې مرسته وکړي.

دا پروګرام په اونۍ کې د دوه ډوله تمرین ترسره کول دي. شدید تنفسي او استقامتي حرکتونه.

د روغتیا وزارت هیلهمن دی چې د دې پروګرام په مرسته به له کیمیاوي درملنې وړاندې د بدن تناسب د سرطان د درملنې په برخه کې بېسارې مرسته وکړي.

د دې وزارت استازي، سایمون استیونز وویل: “سرطان درملنه تر بل هر وخت په ښه حالت کې ده، خو دا ډول درملنه په بدن زیات فشار راوړي. نو د بدن د غړو تناسب د کیمیاوي درملنې او لويې جراحۍ وړاندې ورځ تر بلې د ښه کېدونکو شواهدو سره ارزښتمنده ده. په اصل کې له دې چارې سره تاسې د درملنې پړاو ته چټکتیا وربښئ.”

د فزیکي تمریناتو تر څنګ، له غذایي رژیم او رواني ملاتړ څخه هم ګټه اخېستل کېږي، چې د درملنې جانبي عوارض او د بستري کېدو وخت راکم شي.

دا ورزشي پروګرام اوس هم د منچستر او څېرمه سیمو کې جریان لري، چې تقریبا ۵۰۰ ناروغان پکې ګډون کوي.

په راتلونکو دوو کالو کې دوه زره ناروغان به په دې پروګرام کې برخه واخلي او ورته خدمتونه به د یورکشایر، لېسستر او لندن په ښارونو کې د لاسرسي وړ وي.

د دې پروګرام ګډونوال ۶۸ کلن ډېوېډ فاولز وایي چې په پروګرام کې تر برخې اخېستو وړاندې ورزش کول ما یو خندوونکی عمل باله.

خو د جراح د وینا وروسته چې د بدن تناسب له جراحۍ وروسته په روغتون کې د کمې مودې بستري کېدو په معنا دی، هغه دې طرحې ته مثبت ځواب ووایه.

هغه وویل: “ما تر هغو پورې خندل چې د فبرورۍ په میاشت کې راته د ورزش کولو وویل شول. زما عملیات ډېر ستونزمن او ۵.۱۰ ساعته یې دوام وکړ. په روغتون کې د دوه، درې او حتا څلورو اونیو د بستري کېدو امکان و، خو زه نهه ورځې وروسته له روغتونه بهر وم. پخپله مې هم باور نه کېده. دا ټول د ورزش کولو پایله وه، چې ساری نه لري.”

نوموړي زیاته کړه: “په فبرورۍ کې مې نوی لمسی وزېږېد، هغه زما لپاره د الهام مایه وه، غوښتل مې ښه شم او د هغه لویېدل وګورم. همدا زما د هڅېدو او تمرین د پیل سبب شو.

د مک مېلان د سرطان د درملنې د مرکز مشاور Professional health Allied په سازمان کې وویل: “د سرطان درملنې لپاره انتظار  کول په خپله د استرس د پیدا کېدو لامل کېږي او د قاطعیت نشتون زیاتولی شي. که څه هم ممکنه ده نوي ناروغان شخصي ورزش کلبونو ته ولېږل شي، خو موږ پوهېږو چې له وګړو سره یې ډېره مرسته کړې، چې له جسمي او روحي پلوه د درملنې لپاره چمتو او د ژوند واګې په لاس کې ونیسي او په ګانده کې د روغتیا له ښهوالي سره مرسته وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.