بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه مخکښان

غازي ادې؛ غازي محمدجانخان په ډالۍ ونازوله

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

غازي ادې د افغانستان له هغو نامتو ښځو څخه ده چې د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې یې برخه درلوده (۱۲۷۵هجري شمسي) او عملاً یې په جهاد کې ونډه اخیستې وه.

عبدالروف بینوا لیکي:

غازي ادې د لوګر اوسېدونکې وه، کله چې کابل محاصره شه افغان لښکر د ختیځ له خوا یرغل وکړ،د دوی ترمنځ څو ښځې وې، چې له ټپیانو او غازیانو سره مرسته وکړي. ویل کېږي جنګ ډیر په شدت روان و، کله چې د د غازیانو علمبردار شهید شو، نږدې وو چې د غازیانو لښکر ماتې وخوري، په دغه وخت کې یوه ښځه راپاڅېده، بیرغ یې په اوږو کړ او غازاینو ته یې وویل «ای د هېواد غیرتي زامنو تاسو به ماتې نه خورئ، ځکه ستاسو په وجود کې د افغان میندو وینه بهېږي.» خپله یې پر دښمن حمله وکړه، هماغه وو چې د غازیانو احساسات تحریک شول او په دښمن یې یرغل وکړ او په پای کې دښمن ماته وخوړه.

دا ښځه بل څوک نه وه، پرته له غازي ادې، چې په همدې وخت کې دا لقب ورکړل شو. داسې ویل کېږي چې اصل نوم یې شعبیه او په کور او سیمه کې د الماس په نامه مشهوره. د کټواز له سلیمان‌خیلو او د حبیب الله ښځه وه.

د هغو خلکو له خولې څخه چې په جنګ کې ورسره ول، داسې یې توصیف کېږي:

غازي ادې د قدرت څښتنه، غټ جسامت لرونکې، غنم رنګې، تور او سپینو وېښتان یې ول او سن یې ۶۰ کلو شاوخوا وه. ملا به یې کلکه تړله غټ تور ټیکرۍ په یې له ځان څخه چاپېر کړی و، د کارتوسو قطار به یې د غاړکۍ په څېر په غاړه کې و، په یوه اوږه یې تُوره او په بله اوږه یې ټوپک پروت وه. دا د دې د زوی ټوپک و چې د پیوار په جنګ کې يې له انګلیسانو څخه په غنیمت نیولی و.

ویل کېږي کله چې خاوند او زوی یې په جهاد کې شهیدان شول، د غازې ادې په روحیه یې هېڅ  منفي اغیز ونه کړ او لا نوره پیاوړې شوه. د زوی ټوپک یې په اوږه کړ او د ژوند تر آخره له مجاهیدینو سره یو ځای د کفارو په مقابل کې په ځانګړې ډول د لوګر د خوشي، چهار آسیاب او سنګ نوشته په جنګونو کې یې مبارزه وکړه. کله چې د ادې د شهامت صفت تر غازي محمد جان خان وردګ پورې ور ورسېده، هغه یو ښه آس او شاطر د ډالۍ په توګه ورته راولېږه، چې د سفر او جنګ په وخت ګټه ورڅخه واخلي، خو دې دا ډالی قبوله نه کړه او په ځواب کې یې وویل:

زه له نورو غازیانو برتري نه لرم او نه غواړم چې نور غازیان پلي او زه سپره و اوسم. نه غواړم په آخرت کې مې سر خاوند او زوی ته ټیټ وي او هغوی راته ووایي چې ژوند دومره درته خوږ و چې حتا آخرت ته هم سپره راغلې.

کله چې مجاهدینو په قروغ غره کې په دښمن حمله وکړه او پرله‌پسې یې علي آباد او شیر دروازه ونیول، انګلسان په مکمل ډول د شیر پور په ماڼۍ کې محاصره شول، نږدي ۳۰۰ ګامه تر قلعې پاتې ول چې د ادې غږ ورک شو، خو بیا هم مجاهیدنو ماڼۍ فتحه کړه. وروسته ولیدل شول چې غازي ادې په مرمۍ لګېدلې او د شهادت مقام یې خپل کړ او خپلې هیلې ته ورسېده.

ویل کېږي مقبره یې په همدې سیمه کې د غره په لمنه کې ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ