بلېنکن: موږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین له ولسمشر غني سره په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په بېلو برخو کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

نوموړي د بشري مرستو د دوام تر څنګ ویلي چې د افغان پوځ د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې به هم ددوی همکارۍ دوام کوي.

دواړو لورو همدا راز د سولې پر وروستیو پرمختګونو او د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر اهمیت او پیاوړتیا خبرې کړې دي.

ولسمشر غني په دې تلیفوني مکالمه کې د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان لپاره یو نوی فصل بللی دی او په خبره یې دوی هڅه کوي له دې فرصت په استفادې له نړیوالو او سیمې سره د اړیکو نوی او اغېزناک باب پرانیزي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ترکیې، قطر، متحده عربي امارتو او ترکمنستان له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د ترکیې له ولسمشر، د متحده عربي اماراتو له ولیعهد، د قطر له امیر او د ترکمنستان له لومړي وزیر سره په جلا جلا توګه تلیفوني اړیکه لرلې ده او له دوی یې د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې یادو هېوادونو ډاډ ورکړی چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ دي او هڅه کوي د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

دوی تمه ښودلې چې د سولې روانې خبرې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات سبب شي.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اختر په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او ټولو اړخونو ته په کار ده چې ددغه جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي.

دده په خبره دلته له لسیزو راهیسې د بېلو اړخونو ترمنځ مخالفتونه موجود دي، چې اوس یې د سولې په پروسه کې خنډونه جوړ کړي.

هغه پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د دښمنیو د پاللو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او په دې توګه دې افغانستان ته دایمي سوله راولي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پرمختګ لپاره یوازینۍ اخلاقي او عملي لار د سولې خبرې دي.

وروستي مطالب