افغانستان سرسکالو سیاست

د زورواکو، غاصبینو او انحصارګرو ځپلو تازه ژمنې؛ ولسمشر وايي دوی ته افغانستان کې ځای نشته

لیکنه: غازي عابد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام پرون له غرمې مخکې د پلازمینې کابل د سروبي، خاکجبار، موسهي او چهاراسیاب ولسوالیو او شلمې ناحیې د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.

ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني په دې ناسته کې د ګډونوالو ستونزې واوریدې.

د غصب او زورواکۍ ځپل

د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر په ټینګار سره وویل، غاصب، زورواکانو او غیر مسوول وسله والو ته نور په افغانستان کې ځای نشته، ځکه ولسونه له دوی څخه تر پوزې رسېدلي دي او غوښتنه یې داده چې غاصبین، زورواکان او غیر مسوول وسله وال باید وځپل شي.

که څه هم په تیرو شا او خوا پنځو کلونو کې په زورواکو، غاصبینو او غیرې مسوولو وسله والو یو شمیر بریدونه وشول، خو کافي نه دي.

ځکه تر ډیره هغه غاصبین چې د هغوی پر وسیله خلکو غصب کړی او زورواکي کوي، هغوی پورې تر ډیره کار نه دی لرل شوی.

ولسمشر غني یو ځل ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال ان امنیتي ځواکونو ته امر هم وکړ چې که غاصبین مقاومت کوي، نو ویې ولئ او مخه یې ونیسي، خو له دې وروسته هم ونه لیدل شول چې ډیرو مهمو غصب شويو ځایونو عاملین ونه نیول شول.

دا سمه ده چې یو شمیر کسان به نیول شوي وي، چې دا هم پرځای ګام دی، خو ولس غواړي لومړی هغه ونیول شي چې پراخه غصب کړی او له همدې لارې غیرې مسوول وسله وال او زوروکان شوي دي.

د زیرمو انحصار

ولسمشر اشرف غني یوې بلې مهمې خبرې ته اشاره کړې چې د افغانستان له زیرمو د ګټې اخیستنې مخه یې نیولې ده.

ولسمشر ویلي:

«افغانستان پرېمانه زېرمې لري، خو محدوده ډله د اصلاحاتو او له دغو زېرمو څخه د ګټې اخیستنې مخه نیسي، مګر ستاسو په غوښتنه او ملاتړ به هیڅ وخت دوی ته د دې اجازه ورنه کړو.»

د ولس غوښتنې

په پرونۍ مخامخ ناسته کې د بیلابیلو سیمو استازو په خپلو خبرو کې له ولسمشر غني سره ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې په دې ډول دي:

«د تحصیلي بورسونو، د ښوونځیو د تشکیل، ودانیو او ښځینه ښوونکو د استخدام، روجان بند، د غونډو تالارونو، بندونو، ویالو، د ښځینه دیني مدرسو، وړکتون، د ازرې او خاکجبار سړک او ورزشي لوبغالو د جوړولو، د جوماتونو د رسمي کولو او بیارغاولو، علماو او ځوانانو ته د کاري زمینو، امنیت، ترانسپورټ، برېښنا، زورواکانو، د سروبي روغتون د ارتقا، د ولسي تړون پروګرام د تطبیق، د جګدلک او تېزین د سرکونو او د جګدلک کلینیک د رسمي کولو، د موسهي سرک پخولو، فرعي سرکونو، په سوله کې مشرانو ته د رول ورکولو، د روغتونونو د ارتقا او تجهیز.»

له وزارتونو طرحه غوښتل

ولسمشر اشرف غني په ناسته کې له وزارتونو د یوې طرحې د جوړولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل:

«نن د کابل د څلورو محرومو ولسوالیو استازي او اوسېدونکي دلته حضور لري. له ټولو وزارتونو او ادارو څخه د دغو ولسوالیو د ستونزو د حل مشخصه طرحه غواړم.»

هغه د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د څلورو ولسوالیو له استازو سره داسې میکانیزم رامنځته کړي چې له مخې یې پرمختګونه او پاتې ستونزې تشخیص شي. هغه زیاته کړه، په هرو څلورو میاشتو کې به په خپله له خلکو سره د شویو پرمختګونو او لاسته راوړنو د ارزونې په اړه ناستې ولرم.

له یوې ښځې د دوه تنو کرایه

ارګ وايي، محمداشرف غني له معیار او ټاکلې اندازې څخه د زیاتو وزنونو د انتقال له امله د واټونو ویجاړولو، د کرایو لوړولو او له ښځو څخه د دوه او څو تنو کرایې اخیستلو ستونزې ته په اشارې وویل، که ترانسپوټران په دې او ورته نورو برخو کې شته ستونزې حل او خپل چلند اصلاح نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

پایله

په ټوله کې خلک پر حکومت نیوکه کوي چې ژمنې یې ډیرې، خو اقدامات او اصلاحات یې تر هغې کچې نه وي.

ټینګار کیږي چې لوړپوړي دولتي چارواکي او هغه اشخاص چې د ولسمشر او لوړو څوکیو تر شا اوخوا ښکته پورته کیږي، همغوی زورواکي، غصب او بې مسوولیته وسله وال فعالیت کوي. که ددې خلکو تر شا حکومتي اشخاص ملاتړي ونه اوسي، نه شي کولی چې دا ډول فعالیت ترسره کړي.

خو په ټوله کې ضرور ده چې حکومت کړې ژمنې عملي کړي او ولسونو ته په کار ده چې د دا ډول ژمنو د عملي غوښتلو لپاره معاملې ونه کړي، بلکې وخت په وخت یې تعقیب او ان سوله لییز لاریونونه وکړي.

ځکه دلته یو بد دود دا دی چې که دې د سیمې له مخور او ملک سره ډیل وکړ، نو هغه د ټول ولس غولنې چل یاد لري او بلاخره د خپلو ګټو لپاره ولس چُپ کولی شي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ