افغانستان ژوند بڼه سرسکالو سوله سیاست

د افغان سولې تازه حال: ولسمشرغني وايي د ښځو د شرعي او قانوني حقونو ملاتړ یم

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په پروسه کې دی د ښځو د شرعي او قانوني حقونو ملاتړ کوي.

نوموړ دا خبرې د سولې پالیسي جوړولو کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ګروپ سره غونډه کې وکړې.

هغه وویل:

«د افغانستان د اساسي قانون دفاع د هر افغان مهم مسوولیت او دنده ده؛ د سولې مذاکراتي ټیم څخه غواړم چې د اساسي قانون او جمهوریت پر دفاع ټینګار وکړي. اوس موږ د سولې په اړه سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته رسېدلي یوو، خو د ښځو همغږي ډېره مهمه ده او لا هم لازمه همغږي نه ده رامنځته شوې.»

نوموړي د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو ګومارنې ته په اشارې وویل، د سیاسي ملحوظاتو نه، بلکې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د میکانیزم له لارې به وړ ښځې پر دغو څوکیو وګومارل شي.

ښاغلي غني په دې ناسته کې همداراز ویلي چې د ښځو چارو وزارت نور یوازې پالیسي جوړوونکی نه دی، بلکې د ښځو اړوندو موضوعاتو په برخه کې فعالیت کوي او د ټولو ښځو د غږ د قوت منبع دی.

ګډونوالو ښځو څه وغوښتل؟

د ګروپ ګډون کوونکو میرمنو وویل چې طالبانو د سولې په مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په خاطر تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، اما د سولې د خبرو له پیلېدو مخکې دې اوربند د مخکیني شرط په توګه ومنل شي.

یادو ویناوالو څرګنده کړه، سوله باید د واک د وېش لپاره هدف نه وي، بلکې د مسوولیت د وېش په معنی ده. د سولې پروسې په بېلابېلو پړاوونو کې باید د ښځو حضور او ګډون ته جدي پام وشي، له دې مه واره به یې غږ رساوانه ورېدل شي.

دوی وویل:

«په ولایتونو کې د سولې لپاره د ښځو د داوطلبانه فعالیتونو ترڅنګ په دې اړه د دوی وړاندیزونه او نظریات باید واورېدل شي. د جګړې قربانیانو د حقونو ترلاسه کولو لپاره دې واضح ستراتېژي او میکانیزم جوړ او د انتقالي عدالت پر موضوع دې د سولې مذاکراتو کې جدي بحث وشي.»

دوی ددې ترڅنګ له ولسمشر غني غوښتي چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې دې د سولې چارو وزارت استازولۍ ایجاد شي، ترڅو د سولې په پروسه کې د ښځو پراخ ګډون حتمي کړي.

سوله او تازه صوت حال

دا په داسې حال کې ده چې پرون تازه طالبانو ویلي چې که له را روان اختر مخکې ددوی پاتې بندیان خوشې شي، نو ترې وروسته به ژر بین الافغاني خبرې پيل کړي.

له دې وړاندې پرون افغان سولې ته د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر تاوتریخوالي اندیښنه ښودلې او له دواړو لوریو یې غوښتي چې جګړه ودروي او ژر بین الافغاني خبرې پيل کړي.

تر اوسه د ۴ نیم زره په شا او خوا کې طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو خلاص شوي دي.

د افغانستان حکومت یې بیا غبرګون کې ویلي چې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی او ورسره هغه بندیان چې له بنده یې خوشې کړي، بیرته جګړې ته ستانه شوي دي چې د قطر دفتر باید ددې ضمانت ورکړي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ