هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ

ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ د یو هییت په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته رسیدلی دی.

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر به د خپل دې سفر په ترڅ کې په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي ” جمهور رئیس غني به د دې سفر په جریان کې د عربي متحده اماراتو دولت لوړ پوړو مقاماتو سره کتنې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا او امنیتي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي.“

دا تر هغې راوروسته چې په کندهار کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماټان په یوه چاودنه کې ووژل شول دې هیواد ته د افغان ولسمشر اشرف غني لومړی سفر دی.

له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې ولسمشر غني به ” د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د عربي متحده اماراتو د ډيپلوماتانو د شهادت په خاطر د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب هم څرګند کړي.“

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د جمهوري ریاست سلاکار اجمل غني هم ملتیا کوي.

افغان چارواکي وايي، عربي متحده امارات چې له وسلوالو طالبانو سره یې د هغوی د واکمنۍ پر مهال ښې اړیکې لرلې که وغواړي د افغانستان د سولې په بهیر کې ښه رول لوبولی شي.

نور په یاران کې:

دوامداره ناسته له سګریت څکولو هم مضره ده
سریدیوي وايي خپلې دوه لوڼې راته تر بل هر کار مهمې دي
د ويښتو پالنې په اړه څلور پوښتنې چې باید په ځواب یې پوه شئ
ازاد بازار او نامشروع سوداګري
د حزب اسلامي په اړه اشتباه مه كوئ ـ حقپال

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */