ادبیات افغانستان رسنۍ سرسکالو سیاست کلتور او هنر

ولسمشر، ټپه او موږ

لیکنه: مهر تاج

زاهده پام کوه چې بیا ټپې ته بد ونه وی
ملاله وګوره په يوه ټپه میوند اخلي

خبره د ټپې څه ده، چې ولس ترې لویه ډنډوره جوړه او ولسمشر یې پرې محکوم کړو.

بېشکه چې هر ملت خپلې حماسې لري، او دغه حماسې د ملت د فرد فرد په خوله باندې تکراریږي، په ښار او بانډو کې پرې خلک پوهیږي، د اړتیا پربنسټ پرې استدلال کوي، د افغان خاوري هم دغسې حماسې زیږولي دي، تر ټولو مشهوره حماسه يې د میوند د ملالې ده، زموږ ماشومان هم په دې پوهیږي چې ملالې په میوند کې څه وکړل؟
بې له شکه چې بایللی جنګ د ملالۍ په حماسي کړیکه وګټل شو، چاچې په دې خاوره کې ژوند کړی دی، د ملالې د نوم په اورېدو، سم له واره د میوند جګړه او د هغې دا ټپه د انسان ذهن ته راځي

که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ له دې ساتینه

یو وخت په خدای بخښلي استاذ رباني پسې ویل کېدل چې روسیه کې يې د افغانستان د غیور قوم تمثیل کاوه، نو ملاله يې یاده کړه، د هغې ټپه يې وویله، لومړی بند يې ووایه:
که په میوند کې شهید نه شوې.
دوهم ترې هیر شو، خپل سکرتر ته يې مخ راوګرځاوه، ورته يې وویل:
– دوهمشچطور است؟
هغه ورته کړې:
– د یار د پاره درمسال جارو کومه

دا خبره په استاذ رباني پسې شوې وه، خو نن په ولسمشر پسې سندره شوې، چې ولسمشر د شهامت او غیرت تصویر نه یو لوڅ، لغړ او د افغاني فرهنګ خلاف تصویر جوړ کړ، د ملالۍ په ټپه کې جنګیالي ته د شعر په ژبه پيغور ورکوي چې په وطن که څوک ننګ ونه کړي، هغه بې ننګۍ ته پيدا دی، خو ده وویل:
– سبا بیا خوله نه درکوم.

منم، دا سهي ده چې ولسمشر باید یو مثقف شخص وي، نه دا چې کله سر په ککره کې ماتوي، کله حسین د خدای لمسی ګرځوي، کله د خوشال خان شعر باندې خیژې او کله بیا هم زموږ حماسو ته د سکس رنګ ورکوي، دا مهمه نه وه چې ولسمشر دې د میوند ټپه ووايي، دې بسنه کوله چې ووايي، ملاله د تاریخ هغه ځلانده ستوری دی چې بایللې جګړه يې وګټله او خاوره يې له استعمار نه پاکه کړه.

ملامت ولسمشر نه دی او نه هم باید د بګتۍ سر شي، ځکه:
اول خو پدې کوم اسناد نشته، چې د میوند ملاله د جنګ په سنګر کې ټپه کړې، هو په جنګیالي یې د ننګ غږ ضرور کړی دی، خو سندر و ټپې نه، دا خو د وخت ولس و شاعرانو د ملالې نعرې ته د شعر و ټپې جامه وراغوستي ده، نو که د ملالې نعرې ته د یو ادیب و شاعر له زاویي نه بلکې د یو ساده او عام وګړي د ساده او طبعیي زاویي وګورو، یوه د یوې پیغلې د ننګ و غیرت نعره ده په زلمیانو، چې هر څوک یې په خپله ساده او عامه اصطلاح تعبیر و تفسیرولای شي.
د یوې محبوبې غږ په خپل محبوب باندې، د یوې په وطن میینې پیغلې غږ په خپل میین باندې، چې که وطن دې ونه ژغوره، زه دې هم وبایللم او له لاسه ورکړم.

دا به کوم سالم عقل ومني چې د جنګ په ډګر کې دې پیغلې لنډۍ ووایي او د منفي عکس العمل سره دې مخ نشي؟

ښه مثال یې همدا اوسنی وخت او ټولنیزې رسنۍ دي، که کومه ورځ چیرته چاودنه شوې، شهیدان مو ورکړي وي، همدا مونږ پیغلو که پر فیسبوک کومه لنډۍ، ټوکه، طنز، سندره ولیکله ځوانان مو تر نیکو پورې رټي، سپکوې، راته وایي:
ته د وطن حال ته ګوره او بیا ستا سندرې و ټپو ته ګوره.

سندرې، ټپې وغیره دا خو هم خبرې دي کنه!؟ بیا ولې پرې څوک دومره جدي عکس العمل وښایي چې د بل د زړه ماتېدلو او خفګان لامل شي!؟

دا خو ځه د لنډۍ مسله او یوه انساني تیروتنه او خطا ده، څه موده وړاندې یې د همدې ولس نیوکې د ولسمشر په شاهي حکومت کتاب پر مطالعه کولو وي، چې ولې ولسمشر جمهوري نظام نه مطالعه کوي، چې شاهي مطالعه کوي، دا ولس ولې هېروي چې ولسمشر یو شخص دی، په هغه څه ولس ته مسوول او ځواب ګویه دی چې مسولیت یې ورګرځي، نه په شخصي داسې ذوق پاللو چې نه د شریعت خلاف وي او نه قانوني سرغړونه وي. مطالعه شخصي عمل دی، ذوق دی، ولسمشر په سفر کې میوزک اوریدلی شي، قرآن تلاوت کولای شي، هر کتاب، هر نظام او هر حکومت و تاریخ مطالعه کولای شي، پدې ولس ته مسوول نه دی.

دغه شان ولس ته هم پکار ده، چې د بیان د آزادی او خپل مسولیت تر حده نیوکې او غوښتنې ولري.

په هر صورت، له موضوع ونه وځم، که ولس مو دلته په حقه هم دی، نو دې ته ولې ګوتنیونه نه کوي چې؛
ولسمشر یو درجن مشاورین لری، “غضنفر “صیب لوی ادیب او ټولنپوه دی، ولې ولسمشر ته په دې برخه کې مشوره نه ورکوي؟
که مشوره ورکوي او نه یې مني، بیا د دوی وجود څه مانا لري؟
له داسې مشاوریت نه چې د چا قرضداری وي، ښه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ