اپریل 16, 2021

ولسمشرغني: د تنفسي الو په اړه د راپور هرکلی او کلک ملاتړ يې کوم

Advertisements

راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر پر عامې روغتيا وزارت د وروستيو تورونو په غبرګون کې ويلي، د شفافيت رامنځته کوونکو خبري راپورونو هرکلی او ملاتړ کوي.
نوموړي دا خبرې د افغانستان اقتصادي عالي شورا په غونډه کې کړي دي.
ارګ ددې غونډې په اړه یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر محمد جواد عثماني د ټولو مصنوعي تنفسي الو د موجودیت په اړه خپل راپور اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړ.
هغه وویل:

«له هیواد څخه بهر ته د یو شمېر الو د قاچاق په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته یې د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو سره خبرې کړي او د ټولو مصنوعي تنفسي الو د موجودیت په اړه چې د دوست او همکارو هیوادونو له لوري مرسته شوي دي خپل ډاډ ترلاسه کړی، د یادو الو موقعیت تثبیت شوی دی.»

د عامې روغتیا سرپرست ژمنه وکړه چې د یادو الو د تسلیمۍ او موجودیت ټول اسناد به د هغو له سریال نمبرونو سره یو ځای له مطبوعاتو او د افغانستان خلکو سره شریک کړي.

د اقتصاد عالي شورا غونډه – ارګ

ارګ په دې اړه د ولسمشر غني له قوله زیاته کړې ده:

«د افغانستان دولت د مطبوعاتو له لوري د هغو خپرو شویو راپورونو چې د شفافیت د رامنځته کېدو او د فساد مخنیوي لامل کېږي، نه یوازې هرکلی کوي، بلکې په دې برخه کې د مطبوعاتو کلک ملاتړ هم کوي.»

په دې وروستيو کې د پژواک د یوه راپور پر اساس د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هغه تنفسي الې چې له بهره افغانستان سره مرسته شوي دي، پاکستان ته لېږدول شوي او پلورل شوي دي.
که څه هم د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح او عامې روغتيا وزارت وزارت دا اوازې غلطی وبللې او ښاغلي صالح دا د پنجاب تبلیغات وبلل، خو د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخیل یوه ناسته کې وويل چې په دې اړه بشپړ اسناد لري او هېڅکله به يې له افشا کولو په شا نه شي.
خلکو د پژواک ددې راپور تود هرکلی او ترې یې له ملاتړ کړی دی. دوی له پژواک غوښتي چې له خپل راپور په شا نه شي او پر حکومت یې غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې ملت ته سپیناوی ورکړي چې واقعيت څه دی.
دا چې ولسمشر ددې کار هرکلی کړی، معلوم به شي چې څومره یې واقعي څېړنې کېږي او پایله یې له ملت سره شریکیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ