افغانستان سرسکالو سوله سیاست

غني: نن د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکوم؛ طالبان: یوه اونۍ کې خبرې پيلوو

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن لویې جرګې ته په وینا کې وویل چې ددوی له موافقې سره همدا نن د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکوي.

مشورتي لویه جرګې چې نن یې دریمه او وروستۍ ورځ وه د ۴۰۰ بند کې پاتې طالب بندیانو په اړه رابلل شوې وه چې نن پای ته ورسیده او د یو شمیر شرطونو په لرلو سره یې د بندیانو د خوشې کولو مشوره ورکړه.

مشورتې لویې جرګې په څو مخه ییز پریکړه لیکل کې ویلي چې اوربند دې وشي، مذاکرات دې پيل شي او طالب بندیان دې د نړیوالو ضمانتونو په ترڅ کې خوشې شي.

یادې جرګې د اسلامي ارزښتونو پام کې نیولو ترڅنګ د تیرو شلو کلونو په لاسته راړونو، د ساتلو هم ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني نن له جرګې مننه وکړه او ویې ویل هیڅکله یې نه غوښتل چې دا بندیان خوشي کړي، خو دا چې ملت یې غواړي او سولې لپاره ښه نیت څرګندوي، نو د بندیانو فرمان به لاسلیک کړي.

ولسمشر غني بیا په طالبانو غږ وکړ چې اوربند ومني او ترې ویره ونه کړي.

هغه وویل چې له نړیوالې ټولنې ډاډه دی او ورته ویل شوي چې له طالبانو سره کومه پټه معامله نه ده شوې او اطمینان ورکول شوی چې د خپلواک افغانستان د ټولو هدف دی.

د طالبانو غبرګون

طالبانو بیا تازه ویلي چې که ددوی بندیان خوشي شي، نو په یوه اونۍ کې د سولې بین الافغاني خبرې پيلولی شي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې د خبرو پر وړاندې خنډونه دې بندیانو خوشې کیدو سره ختم دي او حاضر دي چې خبر پیل کړي.

هغه زیاته کړې چې ددوي د ۲۱ کسیزه پلاوی چې مشري یې عباس ستانکزی کوي، چمتو دی چې مذاکرات وکړي.

هغه دا خبرې بي بي سي سره مرکه کې کړي دي.

شاهین ویلي چې د اوربند موضوع بین الافغاني خبرو کې ځايي لري او خبرې به پرې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ۴۰۰ بندیانو نه خوشې کول هغه خنډ و چې طالبانو ویل د سولې د بین الافغاني خبرو ممانعت کوي.

خو دا چې مذاکرات به کله پيل شي او ایا اوربند به وشي که نه، دا به وروسته په ډاګه شي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ