راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ولایتونو ته دې یو ډول پاملرنه وشي او داسې کسان دې وګومارل شي چې نظام ته ژمن وي.
نوموړي دا خبرې پرون ماسپښین د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري او د یاد کمېسیون کمېشنرانو سره په ارګ کې کړي دي.
دا کتنه د ویډیو کنفرانس له لارې شوې ده.
د یاد کمېسیون رئیس او کمېشنرانو د ګومارنو، ازموینو او د ملکي خدمتونو ادارو په اړه د خپلو ارزونو، د بشري قواوو وضعیت، تعییناتو، څارنې او په ادارو کې د اهدافو پرمخ وړلو لپاره د کارکوونکو د سویې تثبیت، د دندو لایحې په برخه کې د کار او په عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو کې د ارزونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي، همداراز هغوی د بایومیټریک د تطبیق، د خالي بستونو لپاره د وخت اعلانولو، د لایحو او مقرراتو نهایي کولو، د دولتي ادارو د صلاحیت ډول، د بشري منابعو پیاوړتیا او د بنسټونو د جوړښت تنظیم په اړه خبرې وکړې.
د کمیسیون استازو په پوهنې وزارت کې د ولایتونو په کچه د شته خالي بستونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د کارکوونکو د ازموینو او ګومارنې کار دوام لري.
نظام ته ژمن دې وګومارل شي
ښاغلي غني د هغوی د راپور او خبرو تر اورېدو وروسته وویل، داسې اداري فرهنګ دې جوړ شي چې خدمت محوره وي او خلکو ته د خدمت کولو په موخه باید وړ کادرونه وګومارل شي چې نظام ته ژمن وي، نه زورواکو ته. قانون محوره فرهنګ دې وده وکړي او د ادارو کړنې دې قانونمندې شي.
یو ډول ویش
هغه زیاته کړه:
«پر ولایتونو دې یو ډول تمرکز وشي، منابع دې یو ډول تطبیق شي او د دولتي ادارو د منابعو وېش دې د ملي لید پر اساس وشي، افغانستان شموله برنامې دې عملي شي او ادارې دې د ملي وحدت سمبول وي او په ادارو کې دې د بې تفاوتۍ او مسوولیت نه منلو فرهنګ لمنځه یووړل شي.»
ارګ ویلي؛ ښاغلي غني د دې په بیانولو سره چې د پوهنې وزارت خالي بستونه دې په عادلانه ډول په ټولو ولایتونو ووېشل شي وویل، د اساسي قانون پر اساس دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پاملرنه وشي او پوهنې وزارت باید ښوونځی محور وي.
نوموړي څرګنده کړه، د هیواد محرومو نقطو ته دې پاملرنه وشي او ادارې باید تحرک ولري. د ازموینو اخیستلو ډول باید داسې وي چې په دولت کې ظرفیتونه جذب شي، وړ او مسلکي کسان د هغو کسانو ځایناستي شي چې ظرفیت نه لري او کار نه کوي.