د تاوتریخوالي پر زیاتیدو د افغانستان او امریکا اندیښنه؛ جګړه باید ودریږي

راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین سره وغږید.
ارګ وايي، ددې خبرو پرمهال د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.
ارګ ویلي چې په دغه ټلیفوني مکالمه کې رابرت اوبراین وویل، د امریکا متحد ایالتونه له متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې دوباره د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نه شي، ملاتړ کوي.
په دې خبرو کې ښاغلي غني او اوبراین پر مستقیمو بین الافغاني خبرو او د مذاکراتو پر ژر پيل ټینګار کړی.

د ارګ خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دواړو لوریو په دغه ټلیفوني تماس کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتولو خپله اندېښنه وښوده او څرګنده یې کړه چې باید دغه تاوتریخوالی دې په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات په خاطر، بند شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو له اړخه د تاوتریخوالي او جګړې زیاتیدو راپورونه ورکول شوي دي.
له بله پلوه ویل شوي چې د افغان حکومت له لورې د طالبانو بندیانو خوشې کول پای ته نیږدې شوي او له بندیانو پوره کیدو سره به ژر د دواړو لوریو له خوا بین الافغاني مذاکرات هم پيل شي.
خلکو پر تاوتریخوالي اندیښنه څرکنده کړې او پر خواوو یې غږ کړی چې د افغانانو د وینو تویدو د بندولو لپاره دې له هر ډول بهانو تیر شي او جګړه دې ودروي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي