افغانستان سرسکالو سوله سیاست

اشرف غني: هېڅوک د نظام د بدلون قدرت نه لري او سوله نه هیروو

راپور: نسیمه محمدي

افغان ولسمشر له خبریالانو سره په لیدنه کې ویلي، چې هېڅوک د افغانستان د نظام او اساسي قانون بدلولو صلاحیت نه لري.

محمد اشرف غني، د هغو خبریالانو سره چې د بین لافغاني مذاکراتو د خبري پوښښ لپاره، قطر ته تللي وو، وویل چې هېڅوک د افغانستان اساسي قانون او نظام نه شي بدلولی.

د ښاغلي غني له قوله ویل شوي:

«هېڅوک د نظام د ماهیت او د اساسي قانون د لومړي او دویم څپرکي د بدلون اجازه نه لري.»

ده ویلي د جمهوریت غیږه ډیره پراخه ده. هغه دا خبره له نظام سره د یوځای کیدو په اړه کړې ده.

غني د سولې د تحقق لپاره د هڅو د دوام په ټینګار ویلي:

«سره له دې چې د سولې لار له ستونزو ډکه ده، خو موږ د سولې دريڅه، د سولې په دروازه، څلور لارې او دهلېز بدلوو. موږ نشو کولای په نیمه لاره کې په تمه پاتې او یا هم سوله چې د خلکو اساسي غوښتنه ده، هېره کړو.»

ولسمشر غني په داسې حال کې د اساسي قانون او نظام په اړه د خبرو د ناشونتیا په اړه غږېږي، چې ” عبدالله عبدالله” د ملي پخلاینې شورا رییس په وروستیو کې ویلي وو د اړتیا په صورت کې او څنګه چې د سولې لویې مشورتي جرګې په پرېکړه لیک کې ویل شوي، په اساسي قانون کې بدلون امکان لري.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د خبرو پر اجنډا اوس هم ستونزې شته او ویل کیږي چې په ځینو مواردو کې دواړه لوري سره اختلافات لري.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ