افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د ولسمشرغني تازه مناظره؛ د هغه نغدې ژمنې او ورک عمل؛ څه ته اړتیا ده؟

لیکنه: بشر درویش

لیکنه: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه له ملي ټلویزیون سره یوه مناظره کې پر یو شمیر مسایلو خبرې وکړې.

موږ یې لومړی یو څو خبرې را اخلو.

نوموړي د سولې په اړه خپلو خبرو کې وویل چې حکومت یې ورته رښتینی دی، دا چې تورونه پرې لګول کیږي د یو شمیر کړیو کار دی.

ولسمشر غني بیا د تیر په څیر وویل چې سوله کې د افغانستان ارزښتونه پام کې نیسي، په هر قیمت یې نه شي منلی.

د هغه په وینا؛ سوله داسې نه ده چې طالبانو ته به تسلیمږي.

پوره شوې ژمنې

ولسمشر غني د تیرې شپې مناظره کې وویل چې تر ۷۸ سلنو پورې ژمنې یې پوره کړي دي.

ده پر دې اعتراف وکړ چې حکومت د مرستو لګولو ظرفیت نه لري. دی وايي، ډیرې بهرنۍ مرستې یې جذب کړي دي.

کابینه او عبدالله

ولسمشر غني په دې مرکه کې وویل چې ډاکټر عبدالله د وزیرانو د ژر ورمعرفي کولو ډاډ ورکړی دی. په دې مانا چې تر اوسه د کابینې ځنډ د هغه له امله دی. وبه لیدل شي چې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ ډله به څه غبرګون ورته لري.

پياوړی دولت پریږدي

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د تیر په څیر د موقت او سرپرست حکومت مخالفت وکړ او ټنیګار وکړ چې افغانستان اسلامي جمهوریت نه اخوا بل بدیل نه لري.

ده وویل موخه یې دا ده چې یو پیاوړی مرکزي دولت پریږدي.

سوله او محاصره

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې دی احمق او ناپوه نه دی چې څوک یې محاصره کړي.

ده د سولې اړوند بین الافغاني مذاکراتو په اړه وویل چې ډیر احتمال شته لومړۍ خبرې قطر کې پیل شي.

د هغه خبرې او پرې څو خبرې

هغه دا خبرې داسې مهال کوي چې پر نوموړي د ژمنو د نه پوره کیدو له امله تودې نیوکې روانې دي. ترڅنګ ځیني وخت پرې د سولې پر وړاندې په خنډونو اچولو هم تورن کیږي.

خو دا یو واقعیت دی چې څه ډول ژمنې کیږي، هغه ډول سره څو سلنه هم عمل کې نه ښکاري.

د ولسمشر غني بیګانیو خبرو ته تر ډیره پر فیسبوک منفي غبرګونونه ښودل شوي دي، چې شاید یو اساسي لامل دا وي چې له دې وړاندې هم ورته ژمنې شوي، خو دا ژمنې یوازې ژمنې پاتې شوي دي.

یوه تر ټولو لویه نیوکه پرې دا هم کیدای شي چې ښاغلی غني حتماً د حلقو له لورې محاصره دی، ځکه په لوړو او ټیټو پوسټونو کې یوازې هغوی ځي او راځي او تبدیلیږي چې د ارګ له کړیو سره نیږدې اړیکې ولري، یا د زورورو، وکیلانو، سناتورانو او نورو چارواکو د کاکا او ماما زامن وي. ونه لیدل شول چې نویو وړ او بې څوکه خلکو ته ډیره ونډه ورکړل شي یا یې غږ واوریدل شي.

ترڅنګ ولسمشر غني ونه ویل چې کومې ۷۸ سلنې ژمنې یې عملي کړي دي. ځکه ملت هغسې چې تمه ده نه دی خوښ. دا سمه ده چې دلته خورا ډیرې ننګونې شته، بهرني فشارونه شته او نور ډیر…. خو ددې باوجود هم لږ تر لږه له فاسدو چارواکو سره علنی حساب و کتاب، له خپله څنګه د بدو او ناوړه خلکو لرې غورځول، د ځینو لویو ژمنو لکه د کونړ د سیند برښنا… په اړه یو پيل خو ضرور و، ځکه دا ملت ته ویل شوي او ملت حافظه لري دا غواړي.

یوه بله مهمه خبره چې د خلکو پام ور اوړي هغه د کابینې سرپرستي ده، اوس افغانستان تقریباً له نیم زیات څه چې ټول او هر څه سرپرست دي، په دومره اوږده وخت کې دا سرپرستې ختمه نه شوه. دا څو میاشتې کیږي چې دده او د عبدالله لانجه هم ختمه شوې، خو له دې سره بیا هم د کابینې څرک نه لګي، باید په بیړه او ژر تر ژره د کابینې د معرفت کارونه بشپړ شوی وای. ځکه دومره سرپرستي د غیرې قانوني ترڅنګ د خلکو باور وژلی او صفر ته رسولی شي.

په ټوله کې د یوه جنګ ځپلي هیواد په دننه کې چارې مخته بول سخت دي، خو له دې سره سره لږ تر لږه د ژمنو تر پوره کیدو لپاره یو څه حساب په کار دی.

ځکه دا ملت تاته باور درکوي، ستا بدیل نه ویني، که طالب یا بل هر څوک د اپشن په توګه وړاندې کیږي، تا ترې غوره بولي، چې دا واقعیت هم دی، او دا یو باور دی، نو پر همدې اساس اوس دا باور ټینګ ساتل او ورته درناوی کول ضرور دي.

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ