افغانستان انتخابات سرسکالو سوله سیاست

نوې کابینه او د پخوانیو څیرو ټاکلو لړۍ؛ څه ته اړتیا ده او ولسمشر غني څه غواړي؟

لیکنه: غازي عابد
  • لیکنه: غازي عابد

د افغانستان د ۱۳۹۸ جمهوري ریاست جنجالي ټاکنې چې اوس هم یې دعوې او کشمشکونه روان دي، ګټونکي محمد اشرف غني د نوې کابینې پر جوړولو پيل کړی دی.

هغه له لوړې کولو وروسته د مقرریو په لومړي پيل کې سید یوسف غضنفر په اقتصادي، سوداګریزې پراختیا او د فقر د کموالي په برخه کې د خپل فوق العاده استازي په توګه معرفي کړ چې هغه ته یې ځانګړي امتیازات او صلاحیتونه هم ورکړي دي.

د مالیې وزارت نوماند

عبدالهادي ارغندیوال چې د حزب اسلامي له مخکښو څیرو دی، د مالیې وزارت سرپرست او نوماند په توګه معرفي شوی دی. په وروستیو کې له ګلبدین حکمتیار سره د هغه اړیکې خړ پړ شوي او دعوه یې کړې چې د حزب اسلامي مشر دی دی ځکه ګوند دده په نوم ثبت دی.

د بهرنیو چارو وزارت نوماند

په یوه بل ګام کې ولسمشر غني د سولې او اعتدال ټیم مشر چې پخوا د ولسمشر غني نیږدې متحده او د ملي امنیت شورا سلاکار و او بیا په تیر ټاکنو کې سر سخت مخالف او نوماند و او دا دی اوس بیا د ولسمشر غني متحده شوی، د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوماند

همدا راز د بامیان والي طاهر ظهیر بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوماند په توګه اعلان شوی دی.

په همدې ډول سره د ځینو نورو مقرریو راپورونه هم ورکړل شوي دي، چې دلته د ټولو له یادولو تیریږو.

څه ته اړتیا ده او ولسمشر غني څه غواړي؟

که څه هم تر اوسه له پخواني اجرایه رییس ډاکټر عبدالله سره د ټاکنو پر سر راپورته شوي جنجال د پای ته رسیدو خبر نه دی ورکړل شوی، خو ویل کیږي چې ژر شاید دا لانجه پای ومومي.

د حنیف اتمر او عبدالهادي ارغندیوال په څیر کسانو له ګمارلو ښکاري چې غني د یوه ټولشموله حکومت په لټه کې دی. ځکه هغه د لوړې په مراسمو کې هم دا خبره یاده کړې وه او امریکا او نورې نړۍ هم په ځلونو دا وړاندیز کړی و.

د پخوانیو څیرو بیا صحنې ته راوستلو ځینې نیوکې پارولي، ځکه خلک انتقاد کوي چې تیره دوره کې ولسمشر غني ټول پام ځوانې طبقې ته اړولی و، خو له دا ځل لومړیو ګامونو ښکاري چې ځوانان شاید د تیر په شان ونډه ونه لري. خو ښکاري چې ښاغلي غني او ډلې یې همدا یوه لاره ټاکلې چې د راتلونکو نورو بدلونونو او سیاسي کړکیچونو لپاره چمتو اوسي او پرته له دوی یې نه شي کولی قوی موقف سره مخته لاړ شي.

په دې وروستیو کې تقریباً له ټولو سیاسي څیرو سره د ولسمشر غني اړیکې خرابې شوې وې. ټول ورته یوه سنګر کې ول او پر هغه تور پورې کیده چې سیاسي مشرانو ورته اهمیت او پام کې نه لري.

ددې وطن یو مجبوریت دا دی چې که هر ډول وي او یا په هره لاره سیاسي مشر، څیره او بانفوذه شوي وي، خو بیا هم باید ځانګړې ونډه ورکړل شي.

اوس چې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې کیږي او په دې خبرو کې د دایمي اوربند ترڅنګ پر راتلونکي سیاسي نظام بحث کیږي، باید افغان لوری هم له یوه او قوي موقف سره مخته شي. تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د سیاسي څیرو د جنجالونو له امله دا دریځ یو څه زیانمن شوی دی.

ترڅنګ ډیر کله حکومت د سولې په برخه کې په ناکامۍ هم تورنیږي چې همدا خبره اکثره سیاسي مشران هم زمزمه کوي او حکومت په کې پړ بولي، نو ددې لپاره چې دا غږ یو شي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له ادرسه بین الافغاني خبرې او مذاکرات مخته لاړ شي، نو ضرور ده چې دا ټول لوري باید سره یوځای شي. پر همدې اساس به هم غني کوښښ کوي چې دا خلک ورو ورو په حکومت کې دننه کړي، تر څو وروسته یې بیا په مقابل کې د خنډونو اچولو کوښښ ونه کړي.

خو که چیرته غني د سیاسي مشرانو تجرید ته دوام ورکړي، نو ښکاره ده چې دا کار ورته ناوړه پایله لرلی شي، ځکه دا په غیرې مستقیم ډول سره د مقابل اړخ چې طالبان دي، تله درنولی شي او بلاخره لاره هواروي چې یو بل داسې د حکومت رول غیرې حکومتي خلک او ګوندونه واخلي او بلاخره حکومت حاشیه کې پاته شي.

په عین حال کې همدا نن د سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي چې ددوی مرستې به په افغانستان کې له یوه ټولشموله حکومت سره وي. د هغوی هدف له ټولشموله حکومت همدا دی چې د ښاغلي عبدالله په شمول باید ټول لوري راضي او په حکومت کې سهم ولري.

نو له دې ټولو داسې ښکاري چې ولسمشر غني به کوښښ کوي چې د عبدالله په شمول ټول خفه او مخالف لوري را په خلا کړي، ونډه ورکړي او بلاخره داخلي خنډونه چې حکومت کمزوری کوي، حل او له طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شي.

په واقعیت کې په کار ده چې اوس هر ډول مخالفتونه یوې خواته شي، ځکه که داخلي مخالفتونه دوام کوي او دا د بین الافغاني خبرو د ځنډ یا له حکومت جدا د خبرو د مخته تګ باعث کیږي، دواړه افغانستان ته ډیره بده پایله لرلی شي او ان ددې امکان هم لرلی شي چې افغانستان د سولې دا تاریخي فرصت له لاسه ورکړي.

اما یو ټکي ته باید پام وي چې پر افغان ټاکنو، قوانینو او بنسټونو باید نورې پښې کینښودل شي، داسې چې د قانون خلاف باید هیڅ واک چاته ورنه کړل شي او لکه د اجرایه ریاست په شان باید نورې نا قانونه برخې ایجاد نه شي، ځکه پر ټاکنو او بنسټونو دا زموږ د ملت ټول باورونه ختمولی او لا مو نور پر قوانینو بې باوره کولی شي.

 

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ