ولسي جرګې ته د ولسمشر ځواب؛ وزيران معرفي کوو، سرپرستي ژر پای ته رسوو

راپور: بشر درویش

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې کتنه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل وویل، په تېرو دوو اونیو کې مو د اړیکو جوړولو او همغږۍ زیاتولو لپاره ملي شورا سره کار کړی دی.

د سیاسي اجماع هرکلی

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د هیواد د سیاسي اجماع جوړېدو د هرکلي ترڅنګ یو وار بیا له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ او ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره یې د وزیرانو د معرفي کولو غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه کې ويل شوي؛ د ولسي جرګې رئیس او اداري پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د حکومتولۍ پیاوړتیا کې د ملي شورا رغنده رول څخه په مننې ژمنه وکړه چې په حکومت کې سرپرستي پایته رسېږي او نوماند وزیران به د ولسي جرګې د باور رایې اخیستو په موخه معرفي شي.

پر حکومت نیوکې

د ولسمشرۍ غني په تیره او اوسنۍ دوره له دې امله سختې نیوکې کيږي، چې قانون تر پښو لاندې کوي او په بیلابیلو برخو کې د قانون خلاف حکومتولي مخته وړي.
له‌ دې ډلې یوه نېوکه دا ده چې تېره پنځه کلنه دوره هم تر نیمايي زیاته د جنجالونو له امله په سرپرستۍ کې تېره شوه او اوسنۍ دوره هم چې ډیر وخت کیږي لوړه شوې خو تراوسه کابینه نه ده معرفي شوې.
شنونکي او خلک ټینګار کوي چې د وزیرانو معرفي کيدل دې د وړتيا او قانون په پام کې نيولو سره وشي، څو ژر وزيران معرفي او د سرپرستۍ له امله ګډوډې چارې سمې شي.
باید وویل شي چې نن ولسمشر غني د وزیرانو د ژر معرفي کولو خبره پر داسې مهال وکړه چې ځيني راپورونه خپاره شوي ول چې د ولسمشر اشرف غني او مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله ترمنځ اختلافات شته، هغه څه چې ارګ نن او وړمه ورځ رد کړي او ویلي ول چې هیڅ اختلاف نشته او ژر به نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي. اوس به وليدل شي چې په څومره وخت کې به نوماند وزیران معرفي شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب