افغانستان سرسکالو سیاست

سوله که ټاکنې؟ ولسمشر غني سولې ته څه کولی شي؟! ډاکټر احمد ويس وردګ

لېکوال: ډاکټر احمد ويس وردګ، د امريکا متحده ايالات

افغانستان د تاريخ په يوه شديداً حساس پړاو کې واقع دی او ولسمشر غني هم د تاريخ په دغه خورا حساس پړاو کې کولی شي چې په تاريخ کې يا د سولې د مخکښ زعيم او يا هم د يوه ګوډاګي په صفت ثبت شي.

ولسمشر غني هر وخت له يوه کاذب قدرت نه خبرې کړي ان تر دې چې تېره ورځ يې د امريکا د War on Terror د جګړې کرېډېت او اعتبار هم پر ځان وتاپه او په دې توګه يې د افغانستان جمهوري دولت د امريکا د تروريزم د ضد جګړې يو نيابتي دولت وباله، چې سرتېري يې د امريکا نيابتي جګړه پرمخ بيايي.

«دوه زره طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې!» دا خبرې ټکی په ټکي د امريکا د ولسمشر ټرمپ د ټويټ شرح وه، چې د طالبانو د وروستۍ پېښې چې يو امريکايي سرتېری په کې وژل شوی و، په غبرګون کې کړې وه. افغان ولسمشر د امريکا د ولسمشر دغه خبرې به تاريخ ليکونکي د ببرک کارمل له خبرو سره څنګ تر څنګ کاږي. هغه هم د شوروي سرتېرو ته د «شهادت» په درجه قايل و؛ او يا كولى شي له ځانه ډاكټر نجيب جوړ كړي، کوم ولسمشر چې خپلې لومړۍ تېروتنې يې په وروستي کلونو کې جبيره کړې.

خو مخکې له دې چې دا به څنګه امکان ولري او ولې تر بل هر وخت نه نن ولسمشر غني په يوه واقعي ځواکمن موقف کې دی، اړينه ده چې پر پسمنظر لږ خبرې وکړو.

طالبان ولې ولسمشر غني سره مخامخ خبرې نه کوې؟

لکه څنګه چې اکثرو ته معلومه ده، زه خپله په تېرو ټاکنو کې لکه د ډېرو نورو روڼ اندو او ملتپالو افغانانو په څېر د ولسمشر غني د ټيم نژدې همکار پاتې شوی یم. هغه مهال ډاکټر اشرف غني احمدزی ډېرو افغانانو ته د افغانستان او په خاصه توګه د پښتنو د نجات يوه تر ټولو لويه وسيله په نظر ورتله. موږ اکثرو فکر کاوه چې ولسمشر اقتصاد پوه دی، له امريکا سره په خبره پوه دی او د اوباما د انتقال په دوره کې يې له ډېرو پښتنو قومونو او حتی طالبانو سره ليده کاته شوي وو، نو ځکه وبه شي کولی چې دا لوېدلی ملت بېرته پر پښو ودروي او ملي اقتصاد او دولتي ارګانونه مظبوط کړي.

دا هغه مهال و، چې د غني مخالف ټيم د سولې مخالفت كاوه او اکثريت پښتنو دا انګېرله چې دوی ددې لپاره د سولې مخالفت کوي چې ګواکي په سوله کې د پښتنو رايې منسجمېدى او حسابېدی شي او د مخالف ټيم د کاميابېدو امکانات راکموي. نو ډېری پښتنو پر غني په دې هم حساب وکړ، چې دی به سولې ته صادقانه ځکه کار وکړي، چې دی د تېرو ۱۸ کلونو د افغانستان په جګړه کې خپلې شخصي منافع نه لټوي. نورو کانديدانو ټولو جنګي سابقه درلوده.

ډاکټر احمد ويس وردګ د امريکا په کنېټيکټ ايالت کې د سياسي علومو په پوهنځي کې د نړيوالو اړيکو او د امريکا سياست استاد دی، او کولی شئ چې په ټوېټر او فېسبوک کې يې وڅارئ.

همدا دليل و چې طالبانو هم له غني سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په مرسته دوه ځلې: يو ځل په عربستان کې او بل ځل په اماراتو کې ورسره وليدل. طالبانو په واضح توګه کانديد اشرف غني ته ويلي وو چې «زموږ پر سر به له پاکستان سره معامله نه کوې»؛ معنی دا چې طالبانو کې هم داسې حلقه موجوده وه او ده چې غوښتل یې د دوی له مجبوريت نه بايد سوّ استفاده ونه شي اوله پاکستان نه فاصله ونيسي. ملابرادر يې تر ټولو ښه بېلګه ده. اشرف غني هم طالبانو ته وعده ورکړه چې که دوی له ده سره په ټاکنو کې مرسته وکړي او پښتني سيمو کې (چې اکثريت يې د غني ملاتړي وو) امنيت تامين کړي او پښتانه رايه ورکولو ته پرېږدي، نو دی به سولې ته پوره پوره همکاره پاتې شي. اشرف غني طالبانو ته په لومړي سر کې د سترې محکمې، حج او اوقافو او عدليې وزارتونو وړانديز هم وکړ. په دې توګه به طالبان په راتلونکي (د اشرف غني) حکومت کې مدغم شوي وای او راتلونکو (اوسنيو) ټاکنو ته به يې ځانونه چمتو کړي وی.

طالبانو هم د خپل نفوذ په ټولو ساحو کې ولسمشر ته نه يوازي زمينه سازي وکړه، بلکې کار يې هم ورته وکړ. په خاصه توګه په د ټاکنو په دويم پړاو کې خو طالبانو په اروزګان غوندې سيمو کې په جوماتونو کې ورته اعلانونه وکړل چې؛ دا نه که مو ګوته په رنګ وي موږ يې پرې کوو، بلکې ګوتې به مو په رنګ وي او غني ته به رايې ورکوئ. په خوست، لوګر او وردګو کې ورته حتی صندقونه ډک شول. په بل عبارت، طالبانو له اشرف غني سره نه يوازې پر خپل عهد او پيمان پوره پوره او په مېړانه توګه ودرېدل، بلکې دی يې ولسمشرۍ ته ورساوه. حتی کله چې ډاکټر عبدالله او ښاغلي صالح د کابل په واټونو کې خېمې لګولې وي او غرونو ته د ختو ګواښونه يې کول، طالبانو بيا هم کانديد اشرف غني ته د مقاومت مشوره ورکړه او ورته يې د هرډول همکاريو تضمين ورکړ. حتی تر نظامي مقاومت پورې! خو ډاکټر اشرف غني د امريکا جان کېري فشار ته غاړه کېښوده او په بيړه يې د ملي وحدت تر چتر لاندې د نوي او ضعيف حکومت موافقتنامه لاسيک کړه.

شپني عمليات او له امريکا سره د امنيتي تړون امضا:

له ولسمشرۍ وروسته، د اشرف غني د حکومتولۍ تر ټولو لومړی کار له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکول او پاکستان ته سفرونه وو. په اغلب ګمان، غني دا فکر کاوه چې د امنيتي تړون تر لاسليکولو وروسته به دی پر امريکا او پاکستان له پخواني ولسمشر، حامد کرزي ډېر ګران شي او ډېر څه به لاسته راوړي. البته ده کولی شوای چې له دواړو هېوادونو سره ستراتيژيک مخته ولاړ شي او بهرنی سياست له هغه ځايه پيل کړي، چېرته چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ختم کړی و. ده په خپل بهرنی سياست نوی او له صفر نه پيل کړ، چې نه يوازې يې له طالبانو سره د تعهد خلاف ورزي وکړه، بلکې ځان يې دواړه امريکا او پاکستان ته په ډېره ارځانه توګه خرڅ کړ. د امنيتي تړون تر لاسليکېدو وروسته، شپني عمليات او په کليو کې د پښتنو پر کورونو چاپې بېرته پيل شوې. د کرزي په وروستي کال کې، کابو ۲۰،۰۰۰ طالبان بنديان وو، خو نن د طالب بنديانو شمېر له ۴۵،۰۰۰ (پينځه څلوېښت زره) نه اوښتی. د تړون له لاسليکولو وروسته، جګړې شدت وموند، د ملکي تلفاتو د شمېرګراف هم په ښارونو او هم په کليو کې اسمان ته وخوت. د ولسمشر په خپله وينا ۴۵،۰۰۰ (چې اوس به يې شمېر ۵۰،۰۰۰ ته رسېدلی وي) يوازې سرتېري ووژل شول. د طالبانو شمېر بايد له دې لوړ وي خو ټيټ نه.

د وخت په تېرېدو سره ولسمشر غني کورني او وطنپرسته ملګري له لاسه ورکړل او د يو اس اېډ USAID-PROMOTE د پروموټ د پروژې پر سپارښتنه يې د هېواد مهم او اساسي موقفونه بې تجربې ځوانانو ته وروسپارل. ډيپلوماتيکه دستګاه نه يې يوه «سياسي سياحتي» دستګاه جوړه کړه او په کور دننه ترې لوی لوی قومونه او پخې سياسي کړۍ او مشران مروراو خوابدي شول. پارلماني ټاکنې يې څه باندې درې کاله وځنډولې او په ډېر قباحت سره يې پارلماني ټاکنو کې مداخلې پيل کړې. خپله ټوله حکومتولي يې پر تدارکاتو متمرکزه کړه تر څو راتلونکو (اوسنيو) ولسمشريزو ټاکنو ته کافي بوديجه برابره کړي. د سولې، اقتصاد او ملي سياست پر ځای يې د حکمرانۍ ټول تمرکز پر راتلونکو ټاکنو او د خپلې دويمې دورې پر رياست جمهورۍ متمرکز شو.

پارلمان يې پر لانجمنو ټاکنو او ستره محکمه يې د ولسمشرۍ واک پر غځولو بې اعتباره کړه؛ او په دې توګه يې «اجرائيه قوه» پر «مقننه» او «قضائيه» له حد نه زياته زوروره کړله، چې دا خپله يو جمهوري نظام د استبدادي نظام پر لور بيايي. البته د يادونې وړ خبره ده، چې په جمهوريت کې درې واړه قواوې پر يو بل د چک او بيلانس په توګه ځواکمنې دي تر څو د نظام په قدرتونو کې يو انډول موجود وي او يوه قوه تر بلې قدرت پر ځان منحصر نه کړي. خو بالعکس، په استبدادي نظامونو کې بيا اجرائيه قوه پر دواړو نورو قواوو زوروره وي، چې مثالونه يې ډېر، خو لکه شمالي کوريا، روسيه، او ګڼ شمېر لاتين او افريقايي هېوادونه دي.

نو اوس ولسمشر غني ته څه کول په کار دي؟

سربېره پر دې ټولو نيوکو، کابو دا تېرو پينخو کلونو کې د لومړي ځل لپاره ولسمشر غني ته يو طلايي چانس برابر شوی، چې که سمه استفاده ترې وکړي، کولای شي چې نه يوازې سولې ته، بلکې ملت جوړونې ته يوه وسيله وګرځي. ستونزمن کار «ملت سازي» پروژه ده، نه «دولت سازي»! ملت سازي قربانۍ ته اړتيا لري، سالمې رهبرۍ ته اړتيا لري او زعامت ته اړتيا لري. خو دولت سازي بيا اکثر پر ملتونو په زور او جبر ورتپل کېږي، چې په افغانستان کې نه د چپيانو او نه هم د طالبانو تجربو کومه مثبته پايله درلوده. البته يوازينۍ کاميابه دولتسازه پروژه د امير عبدالرحمن خان وه، چې معلومداره ده ولسمشر غني يې هرڅومره پېښې وکړې، خو کومه مثبته پايله يې ورنه کړه. کېدی شي يو لوی لامل يې دا و، چې امير عبدالرحمن خان خپله داخلي مقاومتونه وځپل او ولسمشر غني خپل افغانان پر امريکا او ناټو. ځکه نه د خلکو ترې وهم کېږي او نه يې هم محبوبيت او مشروعيت ترلاسه کړ. هره «دولت سازې» پروژې يوازې او يوازې پر خپل مظلوم ملت ظلم او تشدد کړی او بشري حقوق يې تر پښو لاندې کړي. نو ځکه په تېرو څلوېښتو کلونو کې يوې دولت سازې استبدادې پروژې بقا هم نه درلوده.

بلخوا، اوس ولسمشر غني ته دا بايد جوته شوې وي چې دده شخصي منافع د لويو هېوادونو او ځواکمنو ولسمشرانو د منافعو په مقابل کې اصلاً قابل د مقايسې نه دي. لوی قدرتونه که وغواړي واړه قدرتونه داسې ګوښه کولی شي لکه چې دا تېر کال ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې په پروسه کې ولسمشر غني ګوښه کړی و. په بل عبارت، د ولسمشر ټرمپ موقتې منافع او ټولټاکنې د ولسمشر غني پر ټول نظام او جمهوريت زورورې دي. خو دا چې بخت له ولسمشر غني سره ياري وکړه، اوس نه ده ته هم په کار ده چې له هوش نه کار واخلي او په تدبير سره افغانان او طالبان پرځان نه؛ بلکې پر سولې راټول کاندي.

ولسمشر غني ته په کار ده چې د قدرت پر تعريف هم ځان پوه کړي. افغانستان کې د ماکياويلي Niccolò Machiavelli د قدرت تعريف عملي نه دی؛ بلکې د ماکس وېبر Max Weber پر دوديز مشروعيت بايد فکر وکړي. موږ په حقيقت کې يوويشتمه پېړۍ کې ژوند نه کوو، بلکې د اروپا د Medieval په زمانه کې اوسېږو. نو ځکه د ماکس وېبر دوديز مشروعيت په رڼا کې، ورو په ورو سره موږ کولی شو د يوه کارېزماتيک مشروعيت په موندلو سره رسمي او قانوني مشروعيت ته ورانتقال شو. خو ولسمشر غني بايد په دې پوه کړای شي، چې کومه کارېزما او رهبريت چې د دوديز مشروعيت نه رسمي مشروعيت ته د انتقال لپاره اړين توکي ګڼل کېږي، متاسفانه په ده کې نشته. نو په دغسې شرايطو کې، موږ له رسمي «مديريت» نه ډېر «رهبريت» ته اړتيا لرو، چې يوه قوي ملي اجماع راټوله کړي او دا پر ښاغلي اشرف غني امکان نه لري. که چېرته ولسمشر غني يوه قوي ملي اجماع درلودی، له ده سره به نه ټرمپ او نه طالبانو داسې چلند کړی وای لکه څنګه چې دا تېر يوه کال کې د سولې په پروسه کې ورسره وشو. نو ځکه ده ته په کار نه ده چې له دې وروسته دې پر «رسميت»، ولو که هغه ټاکنې هم وي، دومره له حد نه زياته پافشاري وکړي. سوله پر ټاکنو اړينه ده او که وغواړي، ولسمشر غني کولی شي چې سولې ته کار وکړي.

نو ولسمشر غني سولې ته څه کولی شي؟

په افغانستان کې نه موږ ملي ايډيالوژي لرو، نه پر ملي ايډيالوژۍ ولاړ ګوندونه لرو؛ نه ملي اقتصاد لرو او نه هم ملي مارکېټ. متاسفانه موږ حتی پياوړې ملي اردو هم نه لرو چې پر ملي اقتصاد او تکنولوژۍ تمويل او سمباله وي. هغه په اقتصادي اصطلاح، دا تېرو ۱۸ کلونو کې موږ ته Bubble Economy  يا يو مصنوعي اقتصاد او مصنوعي اردو جوړه شوې. حتی موږ نه شو کولی چې خپلې ټاکنې تمويل کړو. البته زموږ ټول دولت، او يا «جموريت» چې دومره پرې نازېګو، د امريکا او اروپايي هېوادونو پر مرستو او چندو جوړ دی او هر وخت چې دوی وغواړي؛ له يوه پوو سره به دا پوکاڼۍ وچوي او په مينځ کې به يې هرڅه باد باد شي. په بل عبارت، زموږ دولتي ارګانونه Institutions په لوټو جوړ دي. اساسي او افغاني پاخه بنسټونه ورته اصلاً لرو نه. د امريکا اساسي قانون درې نيمې مياشتې ونيولې چې ۳۹ قانونپوهان ورباندې بحث وکړي. د امريکا او طالبانو تر مينځ د سولې طرحې کابو يو کال وخت ونيو؛ خو پر موږ اساسي قانون په ظرف د دريو اوونيو کې په زوره وتپل شو؛ د بوديجې د نشتوالي په پار د تمويل کوونکو هېوادونو لخوا فشار وارد شو چې عاجل بيړه په کار ده. زه خپله د «ګوربت» مجلې لپاره په خېمه کې موجود وم او هر څه مې د سر په سترګو ليدلي. او متاسفانه په دې ټولو کې ولسمشر غني د بن له مذاکراتو نيولې، تر اضطراري لويې جرګې، بيا د اساسي قانون تر لويې جرګې، او حتی تر ننه پورې په مختلفو دورو کې په مختلفو رولونو کې يې مستقيم رول درلود او په دې ټولو ملي ناکاميو کې مستقيم نقش او خپل لوی لاس درلود. د يوې وړې بېلګې په توګه، آيا اشرف غني په بن او په کابل کې په دې نه پوهېدو چې د افغانستان فقير او ناداره دولت به څنګه يوه اجيره او معاشخوره اردو وشي ساتلی؟ آيا زموږ ملي اقتصاد ته د آزاد بازار پاليسي ګټه درلوده؟ آيا همدغه دده «دولت سازي» شوه؟! که هغه مهال پر دې مسائلو نه پوهېدم، اوس خو زه هم په امريکا کې د مختلفو نړيوال سياسي او اقتصادي ارګانونه او سيسټمونو تدريس کوم او بالاخره په دې پوه شوم چې نړيوال بانک، چېرته چې ډاکټر اشرف غني مامور و، د نړيوال اقتصادي استثمار اجنډاوې لري. دې ټولو ناخوالو ته په کتو سره، آيا د ډاکټر اشرف غني پر نيت شک په کار دی او که يې پر پوهه؟

په هر صورت، نو که ولسمشر غني وغواړي؛ کولی شي چې تېرې تېروتنې تلافي کړي او يو لوی ملي سياست پيل کړي. دی کولی شي چې نه يوازې افغانان پر «سولې» راټول کړي، بلکې د افغانانو دې لويې غميزې ته بالاخره د پای ټکی کېږدي. دی حتی کولی شي چې د امريکې ولسمشر ټرمپ په خپل رنګ کې کوټ کړي او نړيوال سياست ترې وګټي:

هغه داسې چې غني همدا اوس پر طالبانو غږ وکړي چې که دوی دوه کارونه يې وکړل: ۱) اوربند ته يې که غاړه کېښوده، او ۲) له افغانانو سره يې مستقيم مذاکرات پيل کړل؛ غني به هم ورته دوه کارونه وکړي: ۱) ولسمشر به ورته ټاکنې وځنډوي، او ۲) د بهرنيو سرتېرو د وتلو پلان به په ګډه له طالبانو او نورو افغانانو سره په ګډه جوړ کړي.

په دې ډول کېدای شي اوسنی اساسي قانون، د اوسني اساسي قانون په رڼا کې تعديل شي او د طالبانو ځينې غوښتنې، د جمهوريت په سيسټم کې دننه ونغښتل شي. او که دا کار ونه کړي، او ټرمپ لکه د اروپايي اتحاديې څخه د برتاني د No Deal Brexit په څېر له افغانستانه پرته له سولې او له طالبانو سره کومې موافقې ووځي، آیا ولسمشر به خپله وشي کړی چې د قدرت په زړه کې، په ارګ کې دننه په راحت خوب وکړي؟

په همدې منوال، طالبانو ته هم په کار ده چې که ټاکنې د اوربند لپاره وځنډېدې، او ولسمشر غني هم د بهرنيو سرتېرو پر وتلو بين الافغاني مذاکرات پيل کړل، بايد دوی هم د سولې دغه غږ ته د سولې او افغانانو لپاره لبيک ووايي. په قطر کې طالبانو تر ډېره بريده پر يوه له جنګه وروسته طرحې کار کړی، چې کېدای شي پر هغې هم ټول افغانان د لويې جرګې په تالار کې بحث وکړي. د قطر د پروسې يوه ګټه دا وه چې طالبان يې تر يوه حده له پاکستانه لرې کړل؛ او دوی ته هم په کار ده چې خپل سياست لا نور مستقل او ملي کړي. او په خاصه توګه د ټرمپ له ټويټونو نه وروسته، هغه طالبان چې د افغانستان ملي منافعو ته ډېر ژمن دي پر هغه طالبانو چې د پاکستان تر نفوذ لاندې کار کوي، بايد ځواکمن او بااعتباره شوي وي؛ نو ځکه ولسمشر غني ته هم په کار ده چې له دغه تاريخي او باريکې موقع نه اعظمي استفاده وکړي او پرېنږدي چې د سولې دا پروسه يو ځل بيا يا روسيه، يا چين يا پاکستان او يا هم بېرته امريکا ترې اغوا کړي. او دا هغه وخت کېدای شي ولسمشر سولې ته له خپله موقتي قدرت او شهواني غريزې تېر شي.

سوله پر ټاکنو اړينه ده او «ملت سازي» پر «دولت سازي» مهمه، ستونزمنه او ملي پروژه ده!

د لېکوال په اړه: ډاکټر احمد ويس وردګ د امريکا په کنېټيکټ ايالت کې د سياسي علومو په پوهنځي کې د نړيوالو اړيکو او د امريکا سياست استاد دی، او کولی شئ چې په ټوېټر او فېسبوک کې يې وڅارئ.

د یاران یادونه: دا لیکنه د لېکوال د نظر څرګندونه کوي او د یاران توافق ورسره شرط نه دی.