افغان سترې محکمې پرون ولسمشر غني ته د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې د واک د دوام اجازه ورکړه.
د محکمې له پریکړې مخکې د ولسمشرۍ یوولسو نوماندانو په یوه ګډه اعلامیه کې وار د مخه د داسې پریکړې د اعلان افشاګري وکړه.
نوماندانو ویلي و، چې غني پر سترې محکمې فشار راوړی څو د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ده د واک دوام ته جواز ورکړي.
اساسي قانون څه وایي؟
د افغانستان اساسي قانون ټینګار کوي، چې د ولسمشر د کار موده د پینځم کال د جوزا په لومړۍ نېټې پای ته رسیږي.
اساسي قانون دا حکم د هغه ولسمشر په اړه کړی، چې حکومت یې له دغې نېټې مخکې پر خپل وخت ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي وي او د جوزا په لومړۍ نېټې یا همدا ولسمشر په دویم ځل ولسمشر شوی وي او یا یې ځای ناستی معلوم او د واک انتقال ته حالت مساعد وي.
د افغانستان اساسي قانون، چې د ولسمشر کرزي پر وخت جوړ شوی، د هغه پر وخت هم څو ځله دغه حکم پکې نقض شوی او د سترې محکمې په امر د کرزي د واک موده ورسره غځیدلې ده.
د غني مخالفین څه وایي؟
د غني مخالفین دا وایي چې غني د راتلونکو ټاکنو د کاندید په حیث له اوسه د واک نه ناوړه استفاده کوي.
دوی د غني لخوا ورځ تربلې زیاتیدونکو سیاسي مقرریو او معاملو ته په اشارې سره وایي، چې د ولسمشر په توګه د ده د کار دوام د راتلونکو ټاکنو شفافیت تر سوال لاندې راولي.
مخالفین ټینګار کوي، چې غني دې د اساسي قانون د حکم مطابق د جوزا په لومړۍ نېټه واک یوه سرپرست حکومت ته پریږدي او خپله دې د راتلونکو ټاکنو د نوماند په حیث د حکومت له چوکاټه د باندې خپلو کمپایني او سیاسي هڅو ته دوام ورکړي.
سرپرست حکومت یانې څه؟
سرپرست حکومت د موقت حکومت برعکس داسې حکومت نه دی، چې ټول چارواکي او هرڅه یې بدل شي.
دا حکومت د واک د تشې د مخنیوي لپاره معمولاً په ګڼو هېوادونو کې رامنځته شوی.
د پاکستان په شان په افغانستان کې هم د سرپرست حکومت د جوړیدو لپاره د اساسي قانون وړاندوینه دا ده، چې د مشرانو جرګې ریس یا د بهرنیو چارو وزیر به یې سرپرست ولسمشر وي.
دا حکومت به نور صلاحیتونه نه لري، یوازې د ټاکنو د ښه ترسره کیدو زمینه سازي به کوي او نور ډېری چارواکی به پرخپل ځای پاتې وي.
غني څه ویل؟
ولسمشر غني په ځلونو ـ ځلونو پخپلو ویناوو کې ویلي، چې یوه ورځ هم د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته واک ته دوام نه ورکوي.
د ده په مخکینۍ وینا دا کار د قانون خلاف دی او هیڅکله به یې ونه کړي.
د غني سیاسي مخالف او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د سترې محکمې د پرونۍ پریکړې په غبرګون کې ویلي، چې غني دې د تلویزونونو له ارشیفه خپله مخکینۍ وینا واخلي او واوري.
ښه که ناښه پریکړه؟
د غني د واک د تمدید په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو خلکو مثبت نظر ښودلی.
دوی، چې اکثره یې د غني پلویان دي، د محکمې د پریکړې مننه یې کړې.
خو د غني مخالفینو د سترې محکمې خپلواکي تر سوال لاندې راوستې او ویلي، چې له دغې پریکړې سره څرګنده شوه، چې غني ( ولسمشر) نه؛ بلکې ( قضا مشر) دی او د محکمې پریکړې هم د ده پریکړې دي.
اندیښنې څه دي، څه باید وشي؟
د غني د واک څو میاشتینی تمدید که له بې طرفه زاویې وکتل شي، غوره کار دی.
د افغانستان په دومره ناندریز سیاسي چاپېریال کې لازمه نه ده، چې یو بل بې ضرورته لوی جنجال د سرپرست حکومت په نوم هم رامنځته او وضعیت نور پسې پېچلی شي.
خو غني ته هم کرښې ویستل په کار دي؛ ځکه هغه لکه سیاسي مخالفین یې چې وایي په ریښتیا هم له واکه د خپلو راتلونکو سیاسي ګټو لپاره ناوړه استفاده کوي.
د غني د واک دوام دا اندیښنه جدي کوي، چې هغه به خپلو دغو استفادو ته لا دوام ورکړي.
غني او سیاسي مخالفینو ته یې په کار ده، چې د یکه تازۍ، یو بل ځپلو او وضعیت خرابولو پرځای له واکه د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره پر ځینو ممکنو او لازمو اصولو سره سلا شي.
که داسې ونه شي، د سیاسي مخالفینو او غني ناندرۍ به یې یوازې د محکمې په پریکړه کابو نه شي.
دوی به بیا سره په جنجال شي او دا وضعیت به په حساسو امنیتي او سیاسي حالاتو کې وطن ته په خیر نه وي!