افغانستان ژوند بڼه سرسکالو سوله سیاست

غني د وکیلانو کورنیو سره لیدنه کې؛ ارګ زرغون دی، ټول وطن زرغونوو

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د ملي شورا د مجلسونو د استازو او د دوی د کورنیو له غړو سره چې د ارګ لیدلو ته ورغلي وو، وکتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کتنه کې د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د مشرانو جرګې رئیس او د ملي شورا اداري پلاویو هم حضور درلود.

ښاغلي غني ارګ ته په ملي شورا کې د ولس د استازو د کورنیو د غړو د راتګ مننه وکړه وې ویل، د جمهوریت ښکلا په دې کې ده چې هر فرد په کې د پرمختګ او خدمت کولو زمینه پیدا کوي.

هغه وویل:

«سوله راتلونکې ده، خو حوصله ولرئ چې باعزته او تلپاتې سوله راشي.»

جمهوررئیس قطر ته د خپل وروستي سفر په اړه څرګنده کړه، د دغه سفر پایلې نهایت مثبت وې او د سولې پر اعمار یې د ټینګار پر مهال د ارګ د تاریخي لرغونتیا په اړه معلومات ورکړل وې ویل:

«تاسې اوس هغه ارګ ته راغلي یاست چې ویجاړ ځای پکې پاتې نه دی او زرغون شوی او موږ ټول افغانستان زرغونوو.»

سرچینې ویلي؛ دې لیدنه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پادشاه مجیدي وویل، د ولس استازو د اساسي قانون پر بنسټ تل د ولسواکۍ، ازادۍ او وګړو د حقونو د ساتنې او ملاتړ په موخه خپل غږ پورته کړی او په تېرو دوو لسېزو کې د حکومت تر څنګ وو، د نظام د پیاوړتیا په برخه کې یې هڅې کړي او د سولې پروسه کې یې دریځ د قدر وړ دی.

د ولسې جرګې د غړې شهناز غوثي ځوی شکران غوثي په خپلو خبرو کې د جمهوررئیس له بلنې او د ارګ چې د هیواد د ځلانده تاریخ پېژنداو د رهبرانو کانون دی د کتنې موقع برابره شوه، مننه وکړه.

هغه زیاته کړه:

«موږ اوس درک کړه چې حکومت په تیاره او توره نه، بلکې ښیښه یې خونه کې دی چې ټول اړخونه یې مشهود دي او د جمهوریت د ساتنې، بیان آزادۍ، بشري حقونو او د تېرو نولس کلونو لاسته راوړنو د خوندیتوب په برخه کې د جمهوررئیس قاطع دریځ د ستایلو دی.»

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، حسینې حیات د ملي شورا د غړو د کورنیو په استازیتوب په خپلو خبرو کې له جمهوررئیس وغوښتل چې په ټول توان سره په هیواد کې باعزته او تلپاتې سوله تامین کړي.

باید وویل شي چې غني داسې مهال یوّځل بیا د وطن د زرغونولو خبره کړې چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویل ول چې ټول وطن یې اباد کړی، چې دې خبرو یې تاوده منفي غبرګونونه راوپارول.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ