Advertisements
افغانستان انتخابات سرسکالو سوله سیاست

غني: ټاکنې ختمې او د افغانستان پروړاندې ټولې «دسیسې» ناکامې شوې

لیکنه: غازي عابد
  • راپور: غازي عابد

د افغانستان منتخب ولسمشر چې د ۱۳۹۸م کال ټاکنې یې ګټلې وې، نن یې لوړه وکړه او په دې سره یو ځل بیا د پنځو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.

د افغانستان قاضي القضات ولسمشر اشرف غني او وروسته ښاغلي د هغه دوه مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش ته لوړه ورکړه.

همداراز اولني فرمان کې يوسف غضنفر په پراختيایي او اقتصادي چارو کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی اعلان شو.

دې مراسمو کې د امریکايي پلاوي په شمول د ګڼ شمیر هیوادونو استازو او پلاو ګډون درلود.

ولسمشر غني د لوړې له کولو وروسته ملت ته وینا وکړه. که څه هم د وینا وروستۍ برخه کې د ډزو غږونه واوریدل شول، خو ښاغلی غني کلک پر خپل ځای ودرید او وینا ته یې دوام ورکړ.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پرمهال وویل چې افغانستان پیاوړي دولت ته اړتیا لري، موږ او همکاران به د پیاوړي دولت په وسیله سوله تامین کړو.

هغه وویل:

«باعزته سوله د جمهوریت د تر چتر لاندې راتلونکې ده.»

هغه وویل چې د هیواد د ملي ګټو سرتیری او پالونکی یم.

ولسمشر غني میرمنو ته په خطاب کې وویل:

«ستاسې حقوقو لپاره ولاړ یم. افغانان نور له وطن څخه د لرې والي او جلا وطني توان نه لري.»

ده زیاته کړه؛ دربدري او بې وطني بس ده او تکرار به نه شي.

هغه د امریکا د سولې برنامې هرکلی وکړ او د جمهوریت ټول ملکي او نظامي پرسونل چمتووالي خبر یې ورکړ.

هغه د طالب بندیانو او سولې په اړه زیاته کړه؛ سولې برنامه کې به هیڅوک تجرید نه شي او داسې یوې موافقې ته نیږدې شوي یوو چې د بندیانو د خوشې کولو په مقابل کې د پام وړ تاوتریخوالی کمیږي.

هغه وویل تر سبا د سولې پلاوی جوړ او اعلانوي. هغه له پارلمان وغوښتل چې نور سرپرستي پای ته ورسوي.

غني وویل، سولې ته داسې ایتلاف جوړوو چې له جنګه لس چنده پیاوړی وي.

غني زیاته کړه؛ کډوالو ته ډاډ ورکوم چې په باعزته ډول به مو راستانه کړو.

هغه پر طالبانو غږ چې راشي او ورسره د معادنونو او کانونو په استخراج کې مرسته وکړي.

د عبدالله لوړه

بل پلو پخواني اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د غني له ضده لوړه وکړه او ځان یې ولسمشر اعلان کړ.

ښاغلي عبدالله دا لوړه د قاضي القضات پرځای د هغه پلوي او د ولسي جرګې غړي شهزاده شاهد قسم ورکړ.

د نوموړي په دې مراسمو کې خپلو پلویانو اخوا بهرنیانو میلمنو شتون نه درلود.

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ