مارچ 9, 2021

د ګډ ژوند د ښکلي کولو لپاره مهمې نکتې

Advertisements
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

۱ – په ګډ ژوند کې باید یو بل ته ډېر ارزښت ورکړو، ځکه دا کار زموږ ترمنځ د مینې د ډېرېدو سبب کېږي او هېڅکله مو ترمنځ جنجال نه راځي.
۲ – تل یې باید ملاتړې اوسو، په هر کار کې مرسته ورسره وکړو، چې هېڅکله د یوازیتوب احساس ونه کړي.
۳ – له هرې خوا څخه باید مېرمنې ته پام وکړو، ځکه دا کار زموږ باور او مینه ډېرولی شي، د بې ځایه شک او قضاوتونو څخه مخنیوی کوي.
۴ – هېڅکله باید یوازې خپلې خبرې په مقابل لوري تحمیل نه کړو، باید هغوی ته هم وخت ورکړو او دا کار زموږ ترمنځ مینه او باور ډېروي او منفي فکرونه مو له منځه وړي.
۵ – له خپلې مېرمنې یا خاوند سره باید خیانت ونه کړو، ځکه دا کار زموږ په منځ کې بې‌باوري رامنځته کوي او مینه مو لمنځه ځي، حتا د دې احتمال شته چې اړیکه مو بېخي له منځه لاړه شي.
۶ – تل باید هڅه وکړو یو بل وهڅوو، هېڅکله منفي خبره ورته ونه کړو، په سم ډول د هرې غلطۍ مخه ونیسو نه په جنګ او جنجال، ځکه هر څومره چې ترمنځ مو جنجال وي، اړیکه مو خرابېږي.
۷ – یو له بل سره مهربانه اوسو او پرېنږدو چې اړیکه مو سره شي.
۸ – په ګډ ژوند کې تر ټولو اړینه افهام او تفهیم دي، یعنې د یو بل درک کول یو بل په سم ډول پوهول، ځکه که زموږ په منځونو کې افهام او تفهیم وي، د جنجال کولو اړتیا نه پېښېږي.
۹ – یو بل حیران کړو، یعنې ځینې وخت ناڅاپه ډالۍ ورته واخلو یا هم دباندې چکر ته لاړ شو، چې یو له بل سره وخت تېر کړو او یو بل ته د بهر کارونو سربېره خپل مېرمنې ته هم باید وخت ورکړو.
۱۰ – یو بل نظر ته ارزښت ورکړو او خبرې یې واورو. دا کار زموږ ترمنځ صمیمیت ډېروي، اعتماد په نفس مو زیاتېږي او له بې ځایه شکونو څخه مخنیوی کوي.
۱۱ – په خپل په ګډ ژوند کې یو له بل سره باید د ملګري په شان اوسو، چې په آرامۍ سره هره خبره یو له بله سره شریکه کړو.
۱۲ – یو پر بل شک ونه کړو، ځکه کومه اړیکه کې چې شک پیدا شي هغه ورځ تر بلې خرابېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ