فبروري 26, 2021

ولسمشر غني او عبدالله سره لیدنه؛ زلمي خلیلزاد له افغان حکومت څه وغوښتل؟

لیکنه: غازي عابد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې چې یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود ډاکټر زلمي خلیلزاد طالبانو او پاکستاني مقامانو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزئیاتو ته په اشارې ویلي:

«د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظر یوو.»

نوموړي همدا راز پاکستاني مقاماتو سره د خپلو کتنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، له دوی سره مو پر سوله سربېره په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.

له خلیلزاد سره پرونۍ لیدنه کې امرالله صالح هم ګډون درلود

له عبدالله سره لیدنه

بل پلو د افغانستان اجرایه ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اجرایه رییس عبدالله او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم رهبرۍ له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د عبدالله ټینګار

اجرایه ریاست ویلي چې ‌ډاکټر عبدالله په ټینګار سره ویلي؛ سوله باید د هیڅ ډلې او یا شخص يه انحصار کې نه وي؛ بلکې دا خبرې هر اړخیزه وي، سیاسي ګوندونه، ملي شخصیتونه، ښځینه او مدني ټولنې باید پدې خبرو کې دخیل اوسي او د دوي له نظرونو او لید لورو څخه دې، د دې خبرو په بریالیتوب کې ګټه واخیستل شي.

اجرایه ریاست ویلي چې زلمي خلیلزاد د خپلو سفرونو په اړه له ښاغلي عبدالله سره خپل معلومات شریک کړي دي.

خلیلزاد څه وغوښتل؟

‌‌اجرایه ریاست زیاته کړې؛ ښاغلي خلیلزاد په خپلو خبرو کې د افغان سولې په برخه کې لاسته راوړنې د امریکا متحده ایالاتو له مهمو اهدافو یادې کړې او ټینګار یې وکړ، چې د امریکا متحده ایالات د تاوتریوالي د کمولو میکانیزم پر مشخص تعریف، چې د امریکا متحده ایالاتو، د افغانستان حکومت او خلکو ته د منلو وړ وي له وسله والو طالبانو سره هوکړې ته ژمن دي او پدې برخه کې د طالبانو ځواب ته په تمه دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو سره د خبرو مرکچي پلاوی باید ټول منلی، هر اړخیز او د افغانستان د هرې برخې استازولي وکړي.

سوله او انحصار

ډاکټر عبدالله پرون یو ځل بیا ویلي چې سوله باید د ډلې او فرد په انحصار کې نه وي، دا هغه خبره ده چې ځینو نورو سیاستوالو او خپله ډاکټر عبدالله څو ځل کړې، چې هدف یې ترې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ډله یې دي.

ډاکټر عبدالله څو ځل مخکې هم دا نیوکه کړې وه.

بل پلو ارګ د منتقدینو دا تورونه رد کړي چې د سولې د انحصار هڅه کیږي. ارګ ویلي چې د داسې سولې هوکړه ورته د منلو ده چې دایمي اوربند په کې وشي او تاوتریخوالی بیخي ودریږي، دا هغه څه دي چې نور سیاستوال ان د تاوتریخوالي له کمښت سره هم موافق دي.

که څه هم حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او نورو سیاستوالو مستقماً د دایمي اوربند خبره نه ده رد کړې، خو د امریکا هغه خبره او طرحه یې منلې چې له طالیبانو یې غوښتي تاوتریخوالی کم کړي او طالبانو هم منلې.

ښاغلي کرزي له همدې امله یو ځل په غیرې مستقیم ډول پر ولسمشر غني نیوکه هم کړې وه چې په بیلابیلو بهانو دې د سولې مخ کې خنډونه نه اچوي.

خلیلزاد سره دې لیدنه کې د ډاکټر عبدالله ټاکنیزې ډلې مشرانو هم ګډون درلود

خلیلزاد او سوله کې نه پرمختګ

ډاکټر خلیلزاد له ولسمشر غني سره پرونۍ ناسته کې زیاته کړې:

«طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو.»

د خلیلزاد دا خبره د وسله والو طالبانو او نورو ډلو پر هغه خبرونو رد دی چې څه وخت وړاندې یې ویل چې د سولې د هوکړې په برخه کې ډیر پرمختګ شوی. د نوموړي له دې وروستۍ خبرې معلومیږي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په خبرو کې رښتیا ستونزې پيدا شوي دي.

په داسې حال کې چې تازه یو شمیر طالب سرچینو هم ویلي چې امریکايي استازي په نویو شرطونو سره د سولې په خبرو کې خنډونه اچوي.

پایله

په ټوله کې دا واقعیت دی چې د افغانستان د حکومت له شتون پرته یوې داسې سولې ته رسیدل سخت دي چې هغه افغانستان ته موثره اوسي. نو افغان حکومت به هم له بیلابیلو لارو هڅې کړي وي چې امریکايي پلاوي باندې فشار راوړي چې ددوی شرطونه هم د سولې په هغه تړون کې ورشامل کړي چې ویل کیدل طالبان او امریکایان پرې توافق ته نیږې شوي دي، نو شاید د اوسنیو ستونزو پیداکیدو یو لامل همدا اوسي چې طالبانو تازه ویلي او زلمي خلیلزاد هم د پام وړ نه پرمختګ خبر ورکړی دی.

اما مجموع کې د افغانستان حکومت، سیاسي څیرو او ټولو خواوو ته په کار ده چې په شریکه سره د سولې په خبرو کې د افغانستان د خلکو او حکومت استازولي وکړي. دا ډول جدا نظرونه، سره خپلمنځي اخته کیدل او پر یو بل سختې نیوکې او تورونه، د سولې په خبرو کې د افغانستان د حکومت او هغو سیاسي څیرو چې له حکومت سره اختلافات لري، شاید د بریا چانس او ان د سولې د کیدو فرصت کم او هرې هغې معاملې ته لاره هواره کړي چې د افغانستان راتلونکې ته کامیابه نه ګڼأ کیږي.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*