د غالیو اوبدلو پروژه؛ څه ډول پروژه ده او څومره لاسته راوړنې لري؟

د پروژې پیژندنه:
بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د تشبثاتو پروژه   کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام تر سیوري لاندې پرمخ ځي. یاده پروژه د ۲۰۱۷ م کال د مې په میاشت کې د هیواد په ۸ ولایتونو کې پیل شوې ده.
دا پروژه چې د افغانستان د مالیې وزارت له لوري تمویلیږي موخه یې بیرته راستنیدونکو کډوالو ته کارموندنه او د هیواد لاسي صنایعو ته وده ورکول دي د دې پروژې په ترڅ کې د غالۍ اوبدلو ۱۰۰۰ کارګاوې په ننګرهار، ۳۷۰ په لغمان، ۱۰۰۰ په کابل، ۵۰۰ په پروان، ۵۰۰ بغلان، ۶۳۰ په بلخ، ۷۲۰ په هرات او ۲۸۰ په کندهار ولایت کې ویشل شوې دي چې په ټوله کې ۵۰۰۰ دستګاوې کیږي دا د پورتنیو ۸ ولایتونو په ۳۵ ولسوالیو کې پر ۵۰۰۰ کورنیو سره د غالیو د اومو توکیو ویشل شوي دي دې پروژې ۷۲٪ ښځې او ۲۸٪ سلنه نارینه تر پوښښ لاندې راوستي دي. چې ښځو ته د کار موندنې په برخه کې یو پرمختیا ده.

تیر میلادي کال د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ویلي وو چې ددولتي عامه خدمتونو په برخه کې د ښځو ونډه ۳۳.۲۷ ده. خو د هغو ښځو کره شمیرې په لاس کې نشته چې په لاسي صنعتونو او ځانګړي ډول غالۍ اوبدنه کې بوختې دي، کلیوالي ښځې تر ډیره په کورنیو کارونو او کرنیزو چارو بوختې دي، یوازې لاسي کارونه او غالۍ اوبدنه ده چې ښځې په اقتصادي ډول پر ځان متکي کوي.
تر دې دمه د پام‌وړ لاسته‌راوړنې:

  • ۶۲۰۰ د حفاظتي تدابیرو وسایل په ګټه اخيستونکو وېشل شوي.
  • ۲۲۰ ګټه اخیستونکيو ته د روزنيزو لیدنو سفرونه چمتو شوي‌دي.
  • ۲۳۱۰ متر مربع غالۍ تولید شوې ‌ده.
  • ۲۰۰۱۷۸۵۹ افغانۍ په اتو ولایتونو کې د ګټه‌اخیستونکیو له لورې د غالیو څخه عاید راټول شوی ‌دي
  • د پروژې مستقیم او غیر مستقیم ګټه‌اخیستونکي ۶۰زره تنه دي.
  • ۳۰۷۶ ګټه ‌اخیستونکیو ته د چاپېریال او چاپېریالي تدابیرو په برخه کې روزنه ورکړل شوې ‌ده.
  • ۲۴۴۲ ګټه‌اخیستونکیو ته د تشبثاتو د پرمختیا روزنې ورکړل شوې ‌دي .
  • ۲۴۷۶ ګټه‌اخیستونکي د خصوصي سکټور سره وصل شوي‌ دی.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت دغه شمیر غالۍ اوبدونکي له مارکیټ سره نښلولي دي اوس د غالیو سوداګر فرمایش ورکوي چې کوم انځورونه وکاروي او څه راز رنګ ورکړي.
په افغانستان کې د غالیو مخینه:
د دویمې نړیوالې جګړې پورې د افغانستان د غالیو سوداګرۍ پام وړ وده نه وه کړې خو تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په نړیوالو بازارونو کې د افغاني غالیو تقاضا ډیره شوه.

نظر محمد طوفان په خپله څیړنه (صنایع دستی افغانستان) کې لیکي چې تر دویمې نړیوالې جګړې پورې افغاني غالیو ( قالینو) په کراچۍ او مشهد کې بازار درلود خو په ۱۹۵۱ م کال کې افغان سوداګر په دې وتوانیدل چې لویدیځې جرمني او انګلستان ته غالۍ صادرې کړي. خو ستونزه دا وه چې افغان سوداګر د مارکیټ له غوښتنو سره اشنا نه وو، یو شمیر ډیزاینونه د اروپا د خلکو له ذوق سره برابرنه و او ځینې رنګونه هم خام و چې په اسانۍ سره تلل.
همدا راز یو شمیر ښې غالۍ د نورو هیوادونو په نامه پلورل کیدی کټ مټ لکه د کډوالۍ په کلونو کې چې د افغانستان یو شمیر ګاونډیو هیوادونو دا کار بیا تکرار کړ.
غالۍ اوبدنه په ختیځ کې لرغونې مخینه لري هغه غالۍ چې څو لسیزې مخکې په سایبیریا کې موندل شوی ښکلي نقشونه لري او عمر یې ۲۵۰۰ یا ۲۶۰۰ کلونه مخکې اټکل شوی دی.

غالۍ اوبدنه په افغانستان کې هم زرګونه کلونه مخینه لري چې د افغانستان په شمال کې به ښځوااونجونو په ښکلې بڼه اوبدلې. خو د شوروي تر یرغل وروسته چې افغانان ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شول او د بیلو سیمو خلکو ګډ ژوند پیل کړ د نورو ولایتونو وسیدونکو هم غالۍ اوبدل پیل کړل.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت هم په بیلو ولایتونو کې لکه ختیځ، سویل، شمال او لویدیځ کې د غالۍ اوبدلو ددستګاه وو په ویشلو سره هڅه کوي چې د شمال په څیر په نورو سمتونو کې هم د غالۍ اوبدنې کلتور پیاوړی کړي چې هم سمیزو خلکو او په ځانګړي ډول ښځو ته کارونه پیدا شي او هم د غالیو صادرات ډیر شي چې په ملي کچه د اقتصاد د پیاوړتیا لامل وګرځي.
د یو شمیر راپورونو له مخه په تیر ۲۰۱۹ م کال کې نړۍ ته د افغانستان د غالیو د وارداتو کچه ۱۸ میلونه ډالره په ګوته شوې چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۳۰٪ کموالی ښيي.

د افغانستان د غالیو اوبدلو یو شمیر بنسټونه وايي که په سوداګرۍ سربیره په دولتي ادارو کې هم د بهرنیو غالیو پر ځای افغاني غالۍ وکارول شي له یوې خوا به له غالۍ اوبدونکو سره مرسته وشي او له بله پلوه به یې د ښه کیفیت غالۍ کارولې وي. اوسمهال د نړۍ د بیلو لویو وچو ګڼو هیوادونو ته افغان غالۍ صادریږي خو تولید ته په کتو دا صادرات کم دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ