بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

ولې په نړۍ کې د غږیزو کتابونو پلویان ډېر شوي؟

لیکنه: ياران
لیکنه: حامد حقمل

لا تر اوسه د کتاب مطالعه کوونکي خپله مینه د واقعي کتابونو، د کتاب د پاڼو اړولو او د کتاب دننه له کلمو سره د خپلو ګوتو په حرکت د مطلب ویلو سره اوس هم مینه لري او دغه فرهنګ یې جاري ساتلی دی.

خو د دې سره سره په نړۍ کې د هر څه په تغییر د نوې تکنالوجۍ په راتګ سره د کتاب مطالعه کولو ځينو لارو هم تغییر وموند.

دا چې اوس هر څه دیجیتال ته واوښټل او د نړۍ اړیکې د یو جال په واسطه سره وتړل شوې دې هر څه د کتاب په مطالعه هم مستقیم اغېز وکړ.

په اوسنۍ نړۍ کې د دغه تغییراتو په رامنځته کولو سره  د غږیزو کتابونو رامنځته کول او کتاب لوستونکي ورسره مخ شول.

د غږیزو کتابونو رامنځته کول په اوسنۍ نړۍ کې یو له هغه مقولو څخه دي، چې کتاب لوستونکي ورسره مخ دي.

د دغو کتابونو په رامنځته کولو سره د کتاب د مینه‌والو او په کاغذي کتابونو په چاپ او پیر او پلور یې او همدارنګه د کتاب په مطالعه یې مستقیم تاثیر وکړ، او د لوستلو په ځای یې تر ډيره د اورېدو ته جلب کړي دي.

هغه کسان چې د کتاب سره رېښتونې مینه لري، هغه له هرې ګړۍ او فرصت په استفادې سره هڅه کوي چې د کتاب نړۍ ته ځان د ننه کړي!

نو همدغه مسله د دې سبب شوه چې غږیز کتاب په خلکو کې ځای خپل کړي او خپل مخاطبان زیات کړي؛ او هره ورځ دغه لړۍ زیاتېږي، د نړۍ په سطحه نه د یو هېواد.

دا چې په لومړیو کې سرلیک ورکړی چې « ولې باید غږیز کتاب واورم » نو راځو د غږیز کتاب په ګټو به وغږیږو چې کومې ګټې لري؛ نو په لاندې ټکو کې به یې وړاندې کړم.

د غږیزو کتابونو په زړهپورې والی!

د دې کتابونو حذابیت یو علت دا دی چې دغه کتابونه په خورا هنري بڼه غږیز کېږي. هغه کسان چې دغه کتابونه په یو داسې انداز یې وایي، چې واقعا د هغوي غږ ځان ته یو کیف کوي.او اورېدونکی د هغه له غږ نه ستړی کېږي بلکې په خوار مینه یې هغه کتاب اوري.

او بل د دې حذابیت په دې کې دی چې د کتاب غږیز کېدو سره سره بل موزیک دی چې خورا ډير ارزښت لري، ځينې د مطالعې موزیکونه دي چې خاص د کتاب لپاره یا همم د یو انسان د مغز د ریلکس او ارامښت لپاره خورا مهم دي نو د دغې موزیکونه کارونه په غږیزو کتابونو کې ډير مهم رول لوبوي او تر ډیره یې د کتاب مینوال ځان ته جلب کړي دي!

غږیزکتابونو بله ګټه دا ده چې ذهن ته ښه مطلب رسوي!

ځینې ځېړنو موندلې ده چې ذهن ته د یو مطلب سپارل علاوه پر ویلو  اورېدل یوه مناسبه لاره ده؛ لوستل او اورېدل دواړه د یو مطلب په اخیستلو کې خورا مهم رول لري.

د مطالعې په وخت او چاپي کتابونو په لوستلو کې باید دواړې سترګې د کتاب ټکو ته متوجې وي، خو د غږیزو کتابونو په مطالعه کې بیا سترګې مهمې نه او یوازې ذهن تمرکز ته اړتیا ده، او کولی شئ کوم مطلب چې اوری هغه بیا بیا واوری! چې دغه ځانګړنه د اورېدو د یوه مطلب رسول ذهن ته ډېر ګټور دي.

Б د یو مطلب څو څو ځلې اورېدل ذهن ته د مطلب رسولو ښه لاره ده

غږیز کتاب، همېشه په هر ځای کې!

د غږیز کتاب اورېدل نه مشخص وخت غواړي او نه هم مشخص ځای. تاسو کولی شئ هر ځای او هر کله یوازې ، د تلیفون او غوږیو په وسیله غږیز کتاب واورئ.

که ورزش کوی، که بل ساختماني کار کوی ، که دندې ته په لار روان یاست او که هر ځای یاست کولی شئ غږیز کتاب واورئ.

هره ورځ په ښارونو او لویو لارو کې د کتاب مینوالو وخت یې نیولی وي، خو غږیز کتاب د دې وخت د نه مړې کېدو او د وخت ضایع کېدو مخه نیولې او کولی شي، دغه وخت په یو ارزښتمند کتاب باندې تېر کړي.

لکه څرنګه چې وخت رانه د ژوند کارونو اخیستی دی، خو کولی شو د غږیز کتابونو په وسطه لږ وخت همدغه کتاب ته واخلو.

Б غږیز کتاب اورېدل نه خاص وخت نیسي او نه هم مناسب ځای. تاسو کولی شئ په یوه تلیفون او غوږیو سره یو غږیز کتاب واورئ.

غږیز کتاب له پخوا تر ننه!

د وخت تېرولو لپاره  د انسانانو یو له پخوانیو مېتودونو څخه دا و چې دوی به په شفاهي توګه کیسې کولې او یو له بل څخه به یې اورېدلې او نورو ته به یې اورولې.

له مودو وروسته به له لرې لرې ځایونو خپل ملګري راټول شول او یو بل ته به یې مختلفې کیسې کولې.

په حقیقت کې د دغو کیسو ویل مخکې د کتاب د چاپ څخه د کتاب ویلو یو مېتود وو.

نو غږیز کتاب نوستالوژي د تېر وخت موږ ته یادوي او تېر وخت مو بیایي او هغه د ویلو دود مو ژوندی کوي.

نو په حقیقت کې ویلی شو چې غږیز کتاب موږ ته کیسو ویلو غني دود یې دغه مدرن وخت ته راوستلی او تازه کړی دی.

د غږیزو کتابونو مخاطبان ماشومان او نوي ځوانان!

اوسنیو مډرنو لوبو او ساتیریو، ماشومان او ځوانان له زده کړو او مطالعې لرې ساتلي دي. غږیز کتاب یو له مهمو لارو څخه دی چې خلک له کتاب او مطالعې سره اشنا کوي.

له هغه ځایه چې د غږیز کتاب د اورېدو د وسایلو لکه: تلیفون ، غوږۍ او ثبتول د غږ ورته اړتیا ده، دغه ډله له دې شیانو ستاینه کوي، او د غږیز کتابونو مینوال اوس په ماشومانو او ځوانانو کې په زیاتېدو دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ