ټولنیز ژوند خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د روغتیا لپاره تر ټولو ګټور سابه

ژباړه: عایشه حیدري

د انسان بدن وده نېغ په نېغه له خوړو سره تړاو لري، همدا خواړه دي چې انسان ته انرژي ورکوي، چې خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پر مخ یوسي. خو د خوړو او له خوړو څخه په ترلاسه کېدونکې انرژۍ کې تل توپیر وي. ځینې خواړه بدن ته ډېره انرژي ورکوي او د نسان بدن ډېر پیاوړی کوي، خو ځیني خواړه نه یوازې دا چې د انسان بدن ته هغومره ګټه نه رسوي، بلکې د انسان بدن ته زیانونه هم لري.

له هغو ډلو خوړو څخه چې بدن ته ډېره ګټه لري او د انسانانو د ښې ودې لامل ګرځي یو هم سابه دي، خو په بېلابېلو سبو کې هم د انرژي او معدني موادو کچه توپیر کوي.

ساګ یا سابه د معدني او مغذي موادو غوره سرچینې دي او ډېر لږ فیبر لري، د همدغې ځانګړنې لرلو له امله، سابه په ټوله نړۍ کې پېژندل شوي خواړه دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډېر خوښوونکي لري او په خوړو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته هغه سابه در وپېژنو چې تر نورو ټول سبو بدن ته ډېر ګټه لري او خورا خوندور دي.

د لیکنې تر پایه مو ملتیا مه هېروئ!

۱- ګندنه

دا چې ګندنه د مغذي موادو څخه ډک سابه دي، له همدې کبله د مغذي موادو او ګټورو سبو په لست کې لومړی ځای لري. که په ورځ کې ۳۰ ګرامه ګندنه وخورئ ستاسو د بدن ورځنۍ ۵۶ سلنه ډ ویټامین A او ویټامین K اړتیاوې پوره کوي.

او همدارنګه د یادې کچې ګندنې انرژي یواځې ۷ کالوري ده چې بدن ته هېڅ ډول زیان نه رسوي.

ګندنه د انټي اکسیډېنټ (Antioxidant) یوه سرچینه ده او کولای شي د زړه د پخوانیو ناروغیو له تازه کېدلو څخه مخنیوی وکړي. د څېړنو پایله دا راوتلې ده چې ګندنه او د ګندنې په څېر نور شنه سابه د بېټاکاروټېن او لوټيین څخه ډک دي او دوه ډوله انټي اکسیډېنټ (Antioxidant)لري، چې د دغو ځانګړونو په لرلو سره د سرطان د ناروغۍ مخنیوی کوي.

هغه څېړنې چې په ګندنې تر سره شوې دي څرګندوي چې دغه سابه د زړه روغتیا ساتنې کې ډېر اغېزمن رول لوبوي ځکه ډېره ګټه لري، ځکه چې ګندنه د وینې فشار ټیټوي.

۲- ګازرې

ګازرې د ويټامين A يو غوره سرچینه ده او په ورځ کې د ۱۲۸ ګرامه ګازرو خوړل د بدن د A ویټامین، ۴۲ سلنه ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.

په ګازرو کې د بېټاګارېټون او انټي اکسیډېنټ (Antioxidant) شتون ګازرو ته نارنجي رنګ ورکړی، چې د سرطان مخنیوی کې مرسته کوي.

هغه څېړنې چې په ګازرو تر سره شوي دي، د اونۍ په لړ کې هر څاښت له ګازرو خوړل کېدای شي د پروستات سرطان څخه به ۵ سلنه مخنیوی وکړي.

د یوې بلې څېړنې پر بنسټ، د ګازرو په خوړلو سره کېدای شي د سږو سرطان په سګرت څښونکو کسانو کې له منځه لاړ شي. روغتیاپالان وايي، هغه خلک چې سګرت څښوي ،که په اونۍ کې یو ځل هم ګازره و خوري د بدن پیاوړتیا یې د سږو د سرطان په مقابل کې د هغو کسانو په پرتله چې سګرت څښي او ګازرې نه خوري ډېره ده. ګازرې د C اوK ویټامینونو او پوټاشیم يوه ښه غوره ده او روغتیا ته ډېره ګټه لري.

۳- براکولي کرم

براکولي کرم د C ویټامین غوره سرچینه ده، دغه خوندور سابه خوراکي فایبرونه او انټي اکسیډېنټونه مه لري چې د زړه او عروقي ناروغیو مخنیوی کوي، او د ځينو سرطاني ناروغیو مخنیوی هم کوي. دا چې په براکولي کې سولفورافان ماده شته او دغه ماده د سرطان ضد ځانګړنې لري د براکولي کرم ارزښت یې دو برابره کړی ده.

یوې څېړنې چې په څارويو باندې شوې وه ښودلي دي چې سولفورافان کولای شي په حیواناتو کې د سرطان مخنیوی وکړي او همدارنګه په موږکانو کې د تومور له ودې څخه مخنیوی کوي.

یوې بلې څېړنې چې په ۲۰۱۰ کال کې په څارويو باندې ترسره شوې وه دا ښودلي دي چې براکولي کرم کولای شي زړه د اکسیداتیو له فشار څخه وساتي کوم چې د انټي اکسیډېنټ (Antioxidant)له کموالي څخه منځ ته راځي.

براکولي کرم نه یوازې دا چې له ناروغیو څخه مخنیوی کوي بلکې ډېر مغذي مواد هم لري. که د ورځې په لړ کې ۹۱ ګرامه براکولي کرم و خوړل شي، د انسان د وجود ۱۱۶ سلنه د ویټامین K اړتیاوې او ۱۳۵ سلنه د ويټامين C ورځنۍ اړتياوې پوره کړي.

د براکولي کرم خوړل د بدن د فولیک اسید، منګنز او پوټاشیم ټولې اړتياوې پوره کوي.

۴- هوږه

له اوږدې مودې راهيسې له هوږې څخه د ګیاهي درملو په توګه کار اخیستل کېږي. پخوانیو خلکو چې له هوږې څخه یې د درملو په توګه کار اخیسته د ایران، لرغوني چین او د پخواني مصر خلک وو.

هوږه د الیسین غوره سرچینه ده، الیسین یو ګیاهي ترکیب دی چې کولای شي بدن ته د اړتیا وړ مواد و رسوي. په هوږه باندې ترسره شوو څېړنو ښودلې چې هوږه کولای شي د وینې قند تنظيم کړي، او زړه ته پیاوړتیا ور و بښي.

همدارنګه په یوې څېړنې کې چې په صحرایي موږکانو شوې وه شکر لرونکو موږکانو ته د هوږې غوړي او یا هم ډیالیل تری سولفېد Diallyl trisulfide چې د هوږې یو ډول ده ورکړل شول، د دغو دوو ډلو هوږې ترکیب د دې لامل شو چې په موږکانو کې د وینې قند ښکته راغی او د انسولین په مقابل کې یې حساسیت له منځه لاړ.

په یوې بلې څېړنې کې یې هوږه هغو ناروغانو ته چې د زړه ناروغي لري او هغو کسانو ته چې د زړه ناروغي نه لري ورکړه، د دغې څېږنې پایلې دا و ښودله چې وږه کولای شي د وینې کلسټرول، تری ګلیسیریډ او د LDL کلسټرول سطحه ښکته راولي، په همدې حال کې هوږه د HDL د کلسټرول سطحه لوړوي.

هوږه کولای شي د سرطان څخه مخنیوی وکړي. یوې څېړنې دا ښودلي دي چې د الیسین سلول په لړمون کې د سرطاني سلولونو د مړینې لامل ګرځي. بویه یادونه وکړو، د دې لپاره چې هوږه څومره د سرطان مخنیوی او درملنه کولای شي ډېرو نور څېړنو ته هم اړتیا ده.

۵- د براکولي کرم تازه پاڼې

د براکولي کرم په څېر د براکولي کرم تازه پاڼې هم د سبزیو له کورنيو څخه یوه سبزي ده او د کلم براکولي په څېر روغتیا ته ډېرې ګټې لري. د براکولي کرم تازه پاڼې د کیم برفرول چې یو ډول انټي اکسیډېنټ (Antioxidant)دی یوه ښه سرچینه ده او نسجونو ته د زیان رسېدلو څخه مخنیوی کوي.

يوې څېړنې چې په څارويو باندې شوې وه، ترلاسه شوې پایلې یې دا دي چې کیمبرفرول د ازادو راډیکالونو په وړاندې د بدن ساتنه کوي. ازاد راډیکالونه کولای شي د نسجونو د سرطان لامل شي. د کرم براکولي تازه پاڼې کولای شي د بدن هر ډول پخوانۍ ناروغۍ له منځه یوسي.

همدارنګه د کرم براکولي تازه پاڼو څخه ګټه اخیستنه کولای شي بدن د زهرونو په مقابل کې پیاوړی کړي.

د یوې بلې څېړنې پر بنسټ، د براکولي کرم د تازه پاڼو خوړل د بدن ۱۵ تر ۳۰ ځانګړي انزايم چې له زهرو سره مقابله کوي منځ ته راوړي او کولای شي د لویو کولمو د سرطان مخنیوی وکړي.

د دې ترڅنګ د براکولي کرم تازه پاڼو خوړل د بدن د (A, C, K) ویټامینونه، فولیک اسید، منګنز او پوټاشیم هر ډول اړتیاوې پوره کوي.

۶- شنه نخود (مټر)

مټر یا شنه نخود نشایسته لرونکی سابه دي، دا په دې مانا ده چې د کاربوهايډرېټ او کالوري کچه یې د نورو هغو سبو په پرتله چې نشایسته نه لري، او کیدای شي د وینې د قند د لوړوالي لامل شي،‌ ډېره ده.

د دې ترڅنګ مټر ډېرې نورې ګټې هم لري او یوه ښه مغذي ماده ده. ۱۶۰ګرامه پاخه شوي مټر ۹ ګرامه فیبر، ۹ ګرامه پروټین، A ویټامین ،C ویټامین،K ویټامین، ریبوفلاوین، ټیامین او نیاسین لري.

دا چې مټر د فیبر یوه غوره سرچینه ده، د کولمو ګټورې باکتریاوې پیاوړې کوي او د دې لامل کېږي چې کولمې په منظم ډول حرکت وکړي او د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي. د دې ترڅنګ مټر د ساپونین یوه ښه سرچینه ده، ساپونین یو ګیاهي ترکیب دی او د سرطان ضد درمل پیژندل کېږي.

د يوې څېړنې د پایلو پر بنسټ چې ساپونین کولای شي د سرطاني غدو وده کمه کړي او د سرطان له منځه وړلو لپاره سرطاني نسجونه و وژني کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ