مارچ 5, 2021

لس مهم مالي ټکي، چې هره جوړه باید پرې پوه شي

Advertisements
ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری جوړې د کورنۍ د مالي مدیریت له ننګونو سره مخ کېږي، کله چې په مالي مسایلو باندې لومړی اختلاف رامنځته کېږي، د مالي ستونزو له امله، د ګډ ژوند د اختلافاتو لومړنی زنګ وهل کېږي.
په دې مقاله کې تاسو ته وایو، چې څنګه په ځیرکې پروګرام جوړونې سره، د دې پېښو مخه ونیسئ. ډاډه اوسئ، چې هېڅکله د مالي مدیریت د ناسمو تګلارو د سمون لپاره ناوخته نه ده.
په یوې کورنۍ اړیکه کې پیسې ډېر زیات ارزښت لري. پیسې دغه مسایل لکه: غرور، وړتیا، د یو بل د ژوند ستونزو حل کول او له خپلو مشخصو محدودیتونو سره کار کول په بر کې نیسي.
پیسې کولای شي موقعیت ته مو بدلون ورکړي او په خُلق خوی باندې مو اغېزه وکړي. تر ټولو بده دا کله چې مالي ستونزو ته پام ونه شي، نو د مېرمنې او خاوند ترمنځ احساسات پیکه کېږي. بریالۍ جوړې پوهېږي، چې پیسې او مالي مدیریت څومره د دوی په ژوند باندې اغېزه لري او تل داسې کار کوي، چې پیسې یې په خدمت کې وي، مهمه نه ده، چې څومره وخت یې له ګډ ژوند څخه تېرېږي، کله چې د مالي مسایلو خبره رامنځته کېږي، خبر اوسېدل تل ارزښت لري.
که له دې سپارښتنو څخه په مسلکي توګه کار واخلئ، نه یوازې تاسو او د ژوند شریک مو د ژوند لګښتونه پوره کولای شئ، بلکې خوشاله او دوامداره ژوند به هم ولرئ.

۱ ـــ رښتیني واوسئ او هر څه په رڼه او شفافه توګه بیان کړئ

مخکې تر دې چې وغواړئ د کومې موضوع لپاره پروګرام جوړ کړئ، باید د خپلو لګښتونو د عادتونو په اړه له یو بل سره رښتیني واوسئ، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، د یو بل هیلې او تمې پوره کړئ او ژوند مو پرته له کومې ستونزې پرمخ یوسئ.

۲ ـــ مالي موخې ولرئ

که غواړئ له مالي پلوه بریا ته ورسېږئ، ډېره مهمه ده، چې په یوه لوري ګام پورته کړئ. آیا موخه مو داده، چې د کال تر پایه موټر واخلئ یا د کال په اوږدو کې مالي خپلواکۍ ته ورسېږئ؟ آیا د یوې سترې پانګونې په لټه کې یاست؟ که په راتلونکې کې د خپلې خوښې وړ مقام ته د رسېدو په لټه کې یاست، نو له همدا اوسه ورته پروګرام جوړ کړئ.

۳ ـــ یو جلا او یو ګډ بانکي حساب ولرئ

د ګډ حساب لرل په دې مانا دی، چې ګډ پس انداز لرئ او کولای شئ د خپلو موخو د پرمخ بیولو لپاره ترې ګټه واخلئ، دا ګډ حساب د ورځنیو لګښتونو د ورکړې سرچینه نه ده، جلا حساب پرانیزئ، په دې کار سره د خپلو پیسو د لګولو لپاره آزادي لرئ او په عین حال کې کولای شئ، د خپلو ګډو موخو لپاره پس انداز وکړئ.
۴ ـــ د بودیجې لپاره په ګډه تصمیم ونیسئ
کله چې خپل ګډ ژوند پیلوئ، له یو بل سره کېنئ او د مالي مسایلو په اړه خبرې وکړئ، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، د هغو څیزونو په اړه وړاند وینه وکړئ، چې اړتیا ده، لپاره یې پیسې مصرف کړئ.
۵ ـــ په پور اخیستل شوې پیسې بېرته ورکړئ
په ګډ ژوند کې دا حق نه لرئ، چې له یو بل څخه پیسې په پور واخلئ، پرته له دې چې د ورکړې په فکر کې یې واوسئ، نو د هغو پیسو ورکړه، کومې چې په پور مو اخیستې دي، مهمه نه ده، چې څومره وخت ونیسي، مقابل لوري ته د درنښت نښه ده، هغه څه چې د ژوند په اوږدو کې به ورته ډېره زیاته اړتیا ولرئ.

۶ ـــ په خپلو حسابونو باندې څارنه وکړئ

هڅه وکړئ، چې په منظمه توګه خپل لګښتونه یاددښت کړئ، حتا که کوچنی لګښت وي، بیا یې هم ولیکئ. په اوونۍ یا میاشت کې د لګښتونو څارل، له تاسو سره مرسته کوي، چې د هغو پر بنسټ خپل ژوند تنظیم کړئ.

۷ ـــ د نه وړاند وینه شویو پېښو لپاره پس انداز وکړئ

د ګډ ژوند له پس اندازونو څخه جلا، د نه وړاند وینه شویو ستونزو لپاره پس اندازه کول، تاسو ته دا شونتیا درکوي، که په ژوند کې مو کومه پېښه رامنځته شوه، چې په کم وخت کې د ډېرو پیسو لګولو ته اړ وئ، خواشیني نه شئ او له کومې اندېښنې پرته لګښت وکړئ.
د بیړنیو حالاتو لپاره د بودیجې لرل، د دې سبب ګرځي، چې لګښتونه ورکړئ او پرته له دې چې ژوند ته مو کوم زیان ورسېږي، لومړني حالت ته بېرته را وګرځئ.

۸ ـــ له نېټه ایزو (قسطي) پلورونو څخه ګټه واخلئ

د هغو وسایلو لپاره، چې په نغدو پیسو یې نه شئ اخیستلی، د هغو پلورنځیو په لټه کې شئ، چې په نېټه ایزه توګه خپل توکي پلوري. البته د آسانتیاوو د ګټې اندازه محاسبه کړئ، ترڅو د بازار له بیو سره سمون ولري او هېڅکله په هغې بیه باندې، چې پلورونکی یې وایي، باور مه کوئ.

۹ ـــ د پیسو د ورکړې نېټه یاددښت کړئ، ترڅو هېره مو نه شي

د خپل ګرځنده ټیلیفون له مهال وېش څخه ګټه واخلئ او د خپلو قسطونو د ورکړې نېټې یاددښت کړئ، په ځانګړې توګه بانکي قسطونه، ځکه د بانکي قسطونو په ورکړه کې ځنډ جریمه لري او دا جریمه کولای شي، کورني اقتصاد ته مو زیان واړوي.

۱۰ ـــ د خپلې بودیجې په اندازه لګښت وکړئ

د خپلې مالي ګټې برید او اندازه په پام ونیسئ او د خپلې بودیجې په اندازه لګښت وکړئ، په دې کار سره به ډېره آرامتیا او آزادي ولرئ.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي