موخې ته په رسیدو کې دوه زړي کیدل شاته پریږدئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
یو کس غواړي خپله دنده پرېږدي او بل ځای په نوې دنده پسې وګرځي، خو ملګري یې ورته وايي تر څو دې چې بله دنده نه ده پیدا کړې دا مه پرېږده. د دندې د پرېښودو پر ځای یو څو ورځې رخصتي واخله او په دنده پسې ورګرځه، هسې نه، چې «هم د لوړې له خیرات څخه ووځې او هم د شش ګاو له تویه». کېدای شي، نوې دنده دې خوښه نه شي، دا خو به دې له لاسه نه وي ورکړې، شاته پلونه باید ونه نړوې! دا ښه خبره ده او متل هم پر ځای دی، خو نه په ټولو مسائلو کې، ډېر کله باید د دې لپار، چې ته یو مسیر طۍ کړې شاته پاتې پلونه باید ونړوې، تر څو د شاته راتلو لپاره او یا هم هغه ژوند ته بېرته را ونه ګرځې!
خو یوه خبره مو باید په یاد وي، چې د دې ټولو پرېکړو لپاره باید دقیق فکر وکړئ او په پوره احتیاط سره ګام اوچت کړئ. که مو د ژوند په اړه په پوره دقت سره فکر کړی وي او کلک هوډ او ځانګړې موخې لرئ، نو بیا د دې لپاره هېڅ دلیل هم نه پاتې کېږي، چې ستاسو ژوند په شا روان وي تاسو باید پرمختګ وکړئ. په ډېرو څیزونو فکر کول او په یوه وخت د زیاتو موخو ټاکل تاسو له اصلي موخې ګرځوي او لاره درباندې ورکوي.
هېڅکله هم مه وایئ «له خبریالۍ سره مینه لرم، خو که خبریال نه شوم معلمي خو کولای شم» نه، دا خبره سمه نه ده، که په زړه کې له خبریالۍ سره مینه لرئ بیا نو په ټوله پیاوړتیا سره هماغه مسیر تعقیب کړئ، له مخې مو هر ډول خنډ لرې کړئ او مخ ته ولاړ شئ ترڅو بریالي شوي نه یاست. هېڅ کله هم په یوه هوډ کې دوه زړه توب مه کوئ. دومره خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ او د ستونزو پر وړاندې ودرېږئ، چې په پای کې درته یوه دروازه خلاصه شي او د هیلو لمر مو ژوند ته رڼا در وبښي.
که مو په مالي برخه کې د پانګونې په اړه پرېکړه کړې وي او فکر کوئ، چې اتیا سلنه ګټوونکي یئ، یوه ثانیه هم ځنډ مه کوئ. کېدای شي په نړۍ کې په سلګونه داسې برخې وي، چې تاسو په کې پانګونه وکړئ، خو تاسو یې د یوې په اړه پرېکړه وکړئ او په هماغه برخه کې پانګونه وکړئ. که تاسو د یوه مناسب شي پر ځای په لسو نورو فکر وکړئ، کېدای شي یوازې خپل وخت مو ضایع کړی وي.
کېدای شي دلته ځینې کسان وي، چې تاسو له یو ډول ستونزو سره مخ کړي او یا مو هم د کار په مخ کې خنډ وګرځي، هڅه وکړئ له دې ډول کسانو ځان لرې وساتئ. ته باید پوه شې، چې دا کار لویې حوصلې او اوږد صبر ته اړتیا لري، چې ته باید له دې دواړو څخه یې برخمن وې. سمه ده، چې د بریا سړک له خطرونو ډک دی، خو ته باید په هغه باندې پټې سترګې ولاړ نه شې.
که فکر کوې، چې اوسنۍ دنده دې په زړه پورې ده، ښه معاش لرې او غواړې په بله دنده پسې ورګرځې، ته باید دغه دنده تر هغه وخته له لاسه ور نه کړې، چې په نوې دنده کې دې ځان کلک کړی نه وي.
که غواړې په یوه معتبره تحصلي څانګه کې زده کړې وکړې او یا هم ورته بریالی شوی وې، لومړی له داسې کسانو وپوښته، چې له دې څانګې فارغ شوي وي، هسې نه چې څلور یا پنځه کاله دې په داسې شي ضایع کړې، چې کومه ځانګړې ګټه ترې وا نه خلې. که نه هسې به دې خپله انرژي له لاسه ورکړې وي. د ژوند په ټولو برخو کې باید دا ډول فکر وکړې، چې د بري له پلونو تېر شې، هغه پلونه، چې بیا پرې را ګرځېدل ستا لپاره ګټه نه لري، یوازې له خپلې موخې دې زړه توری کوي او په اندېښنه کې دې اچوي نو ړنګ یې کړه. د تل لپاره پرې بیا را ګرځېدل هېر کړه، تر څو وکولای شې خپل مسیر تعقیب کړې او موخې ته دې ورسېږې




وروستي مطالب