هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

جرمني دویمه جوپه افغان کډوال له هیواده وویستل

جرمني د چارشنبې په ورځ ۲۶ تنه نور افغان کډوال هم له خپله هیوادوه افغانستان ته ستانه کړه.

دا کډوال په تیر اکټوبر کې د افغان چارواکو او اروپايي ټولنې تر منځ د لاسلیک شوي لانجمنې موافقې له مخې له جرمني ایستل کیږي.

له کابله ورکړل شوي راپورونه د حامد کرزي د هوايي ډګر د پولیسو له خولې وايي، دا شپږ ویشت تنه نارینه افغانان تر کابله د اتیا تنو جرمني پولیسو له خوا بدرګه کیدل. او د سې شنبې په سهار اوه نیمې بجې د کابل هوايي دګر ته ورسیدل.

د حامد کرزي د هوايي ډګر د پولیسو ویاند محمد اجمل پوځي د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي، له دې ۲۶ تنو څخه لږ تر لږه یو تن خپله ناخوښي په فزیکي توګه څرګندوله او ویل چې په زور راوړل شوی دی.

له جرمني کابل ته نورو ستنو کړی شویو کډوالو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دوشنبې په سهار د پولیسو له خوا ونیول شول، او په سبا یې د یو واړه بکس سره کابل ته واستول شول.

دا له جرمني څخه کابل ته د استول کیدونکي افغان کډوالو دویمه جوپه وه. جرمني ویلي هغه افغان کډوال به خپل هیواد ته واستوي او د استولو لړۍ به یې چټکه کړي چې په جرمني کې یې د پنا غوښتنه نه ده منل شوې.

اخوا په جرمني کې یو شمیر مدني او مذهبي ډلو ددې افغان کډوالو په ایستلو اعتراض کړی او دا یې د جرمني له نړیوالو ژمنو سرغړونه بللې ده، خو ځینو هغو چې د کډوالو ضد دریځ لري بیا دا کار ستایلی دی.

د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکیل دا مهال په خپل هیواد کې په ګڼ شمیر کډوالو ته د پناه ورکولو له کبله په کور دننه له سختو انتقادونو سره مخ ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */