سپورټ فوټبال

جالبه لوبه؛ بایرن مونیخ خپل سیال ته ۲۳ ګولونه ورکړل

د چهارشنبې په ماښام د جرمني هیواد تکړه ټیم بایرن مونیخ په یوه دوستانه لوبه کي خپلي سیالي لوبډلي ( روټاچ ایګیرن) ته ۲۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړه.

په یاده لوبه کي د بایرن مونیخ لپاره د یادي لوبډلي لوبغاړو دا ۲۳ ګولوهني د لوبي په ۶مه، ۷مه، ۹مه، ۱۶، ۲۰مه، ۲۹تمه، ۳۴مه، ۳۸مه، ۴۰تمه، ۴۱تمه، ۴۲، ۴۹تمه، ۵۵مه، ۵۹مه، ۶۱تمه، ۶۳تمه، ۶۷تمه، ۷۳یمه، ۷۶یمه، ۷۹یمه، ۸۱یمه، ۸۲یمه او ۸۸یمه دقیقه کي ترسره کړې.

یادي ۲۳ ګولوهني د بایرن مونیخ ۱۱ لوبغاړو ولګولې.

ټولیسو ۴، لوانډوسکي۳، مولر ۳، وریټ ۳، ګورټسکا ۳، رناټو سانچز ۲، ډژاکو ۱، ګنابري ۱، سینګ ۱، نولنبرګر ۱ او یو ګول بیا خپله د بایرن مونیخ سیالي لوبډلي پر خپل ځان ولګاوه.

د فوټبال په لوبو کي داسي ډېر کم پيښیږي، چي یوه لوبډله دي په دومره شمېر ګولونه په یوه لوبه کي ولګوي.

د فوټبال دا ډول لوبي په کمزورو لوبو کي پېښيږي، خو دا دواړي لوبډلي قوي دي او تر اوسه داسي نده پېښه سوې، چي یوه قوي لوبډله دي بلي قوي لوبډلي ته په دومره شمېر ګولونه ورکړي.

د فوټبال نړیوال کلبونه اوس په دوستانه سیالیو بوخت دي، چي موخه ئې ورڅخه د فوټبال راتلونکو رسمی لیګونو ته پوره چمتوالی نیول دي.

د فرانسې او انګلستان هیوادونو لیګونه نن پېلیږي، خو د هسپانیا، آیټالیا او جرمني هیوادونو کورني لیګونه بیا په راتلونکو اونیو کي پېلیږي.

دې لیګونو ته د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته ډېر د فوټبال افغان مینوال هم په تمه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.