مارچ 8, 2021

د پوستکي یو متخصص نارینه و ته د ږیرې پرېښودو سپارښتنه کوي

Advertisements
ملیحه ناصري

په روسیه کې د پوستکي او ویښتو یوه متخصص نارینه‌وو ته د ږیرې/ برېتو د پرېښودو اړوند غږیدلی دی.
د روسي ورځپاڼې( ارګومېنټي اي فاکټي) لیکلي: طبي علومو ته نوماند او د پوستکي/ ویښتانو متخصص ناتالیا کوزلوا وايي چې ږیره او برېت پوستکی د لمر له ( مضرو وړانګو) ساتي او د پوستکي پر سرطان د اخته کېدو کچه راټيټوي.
سربېره پر دې د مخ ويښتان د دې لامل کېږي چې طبیعي غوړ پوستکی تازه او نم‌لرونکی وساتي.
دې روغیتاپال دا هم وویل چې پوستکی له حساسیته خوندي کوي؛ ځکه چې ږیره/برېت د تحریکوونکو توکو پر وړاندې د فلټر په توګه کار کوي.
کوزلوا وویل چې ږیره/برېت لرونکي کسان پل/پاکي لږ کاروي؛ نو پوستکی یې کم زیانمن کېږي.
ږیره او تر هغې لاندې ځمکه باید سوتره وساتل شي، ګنې د باکټریانو د ودې ځای به ترې جوړ شي چې کېدی شي د پوستکي د ناروغیو لامل وګرځي.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د ږیرې پریښودو په اړه بیلابیلو څیړنو کې ویل شوي چې ږیره لرونکو خلکو د مخ پوستکی نرم او پاسته حالت کې ساتل کیږي.
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ